12 اسد 1395: د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د زمري میاشتې په ۱۱ مه د خپل کار په دفتر کې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ښاغلي ملیبن سره وکتل او له هغه سره یې د نور مسایلو ترڅنګ د بروکسل کنفرانس ته د افغان حکومت د چمتووالی په اړه خبرې وکړې.

مالیې وزیر د اروپایي ټولنې استازی د بروکسل کنفرانس ته د افغان حکومت د چمتووالي او شویو پرمختګونو څخه خبر کړ او هغه ته یې د افغانستان د سولې او پرمختیا مليچوکاټ، لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو او د دوه اړخیزه حساب ورکولو له لارې د افغانستان د خود کفایي په اړه تازه معلومات ورکړل.

د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د افغان دولت او په ځانګړي توګه د مالیې وزارت د یادو پرمختګونو ستاینه وکړه او په دې برخه کې د اروپایي ټولنې له خوا په ترسره شویو پرمختګونو هم رڼا واچوله.

د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس د روان میلادي کال د اکتوبر په ۵ مه د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې جوړیږي. د کنفرانس نه یوه ورځ مخکې دوې حاشیوې ناستې هم په پام کې نیول شوي، چې په هغوی کې به د افغانستان کې د ښځو وضعیت او د سیمه ئیزې اقتصادي همکاریو په اړه بحث او خبرې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *