کله، چې د راتلونکې جوړونې او هیله پالنې په موخه ګام پورته کړئ، نو له خپلو خوبونو څخه به مو په آسانه ډول تېر نه شئ. وروسته له هغې به مو په کوچنیو بریاوو خیال نه راځي. په بدل کې به یې په لویو خوبونو فکر وکړئ او دا خوبونه به مو تر هغه ځای پورې پر مخ یوسئ ترڅو خپل ځان ددې نړئ ترټولو غوره او ښه موجود ووینئ. تاسو به خپل ټول خوبونه ريښتینې بڼې ته واړوئ او په هغه ځای کې به خپلې اړینې اړتیاوې مخکې له دې څخه، چې اوسني حالت ته وګرځئ  ووینئ او خپل ځان به د شونو او ناشونو پروړاندې وپېژنئ. دا کار مو په خپله حرفه او مسلک پیل کړئ. داسې فکر او کار وکړئ، چې ستاسو حرفه او مسلکي ژوند پنځو نورو کلونو کې یوې غوره سطحې ته ورسېږي. اوس دا لاندې پوښتنو ته ځواب ووایئ! ۱ کار به مو څنګه وي؟ ۲ په څه کار به لګیا و اوسئ؟ ۳ ستاسو د کار ځای به چېرې وې؟ ۴ له څه ډول وګړي سره به کار وکړئ؟ ۵ څومره مسئولیت به ولرئ؟ ۶ څه ډول مهارتونه او پیاوړتیاوې به ولرئ؟ ۷ د څه ډول موخو ترلاسه کولو په هڅه کې به وئ؟ ۸ په خپله کاري ساحه کې به کومه درجه رتبه یا مقام به ولرئ؟
د بی پروا پرجای بی غوره ورسره ولیکه سرع له ژبارن مننخ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *