[د اوږدې مودې لپاره بې ارزښته پاکستانۍ روپۍ (کلداره)، به پاکستاني صادرات ارزانه کړي، خلګ ارزانه مواد رانیسي او دا کار به افغاني تولیداتو ته زیان واړوي.]
له تېرو دوو ورځو نه د افغانۍ پولي ارزښت لوړ شوی، او روپۍ د افغانۍ او ډالر په وړاندي رالوېدلې، که څه هم په ښکاره د روپۍ د ارزښت ټیټېدل په افغانستان کي د روپۍ د راکړې ورکړې د کچي کمېدل، د افغاني تولیداتو د پیر او پلور رسنیز کمپاینونه او د پاکستان له خوا پر ډیورڼد کرښه د خلګو او ناروغانو په ورتګ اوسني بندیزونه تر یوې کچې د روپۍ په بې ارزښته کولو کې مهم رول لوبولی، چې له امله یې پاکستانۍ روپۍ ټکول شوې. خو کله کله د پیسو په بې ارزښته کولو کې د دولتونو لاس وي او په لوی لاس دولتونه د خپلو صادراتو د زیاتولو لپاره د خپلې سکې ارزښت راټیټوي.
ولي یوشمېر هیوادونه د خپلي کرنسۍ ارزښت راټیټوي؟
چین، چې د نړۍ د کمپنۍ په نوم شهرت لري، نورې نړۍ ته په نسبتا ارزانه بیه صادرات کوي. د چین صادرات د چین د کورنی ناخالص تولید (GDP) نژدې ۲۳٪ سلنه جوړوي. په کلني ډول، د کال د $2.28 Tri په ارزښت صادرات لري. دا چي چین یو صادراتي هیواد دی، نو له تیرو شاوخوا دوو لسیزو نه یې د خپلې کرنسۍ ( Yuan/Renminibi) ارزښت د ډالرو په وړاندي ټیټ ساتلی. چین د دا ډول پولي سیاست له وجې نه یواځي داچې له نورې نړۍ، په ځانګړي ډول له امریکا سره په لانجه اوښتی، بلکي په نړۍ کې د پولي جګړې یا ) currency war ) لامل شوی دی.
د ۱۹۹۴ز نه تراوسه چین په لسګونو ځله د یووان ارزښت راټیټ کړی، او یواځی تیر کال ۲۰۱۵، چین دوه ځله په زیاته کچه دخپلې کرنسۍ ارزښت راټیټ کړ چی دې کار د نورې نړۍ پر اقتصاد ناوړه اغېزه وکړه.
په عمومي ډول حکومتونه په دریو علتونو د کرنسۍ ارزښت راټیټوي :
- د صادراتو ډېرښت: د کرنسۍ ارزښت را ټیټول د هغه هیواد د صادراتو د ارزانۍ لامل ګرځي. په دې کار سره د صادراتو کچه لوړیږي، د کمپنیو تولید په کار اچوي، خلګ په کار ګمارل کیږي چي له دې سره حکومت ته مالیه ډیره ځي او اقتصاد غوړيږي.
- د سوداګریز کسر ( Trade deficit ) کنټرول: د سکې د ارزښت راټیټولو سره صادرات ارزانه او واردات ګران تمامیږي، چی د صادراتو د کچې دلوړوالي او وارداتو هغه د لږوالي لامل ګرځي. سوداګریز کسر، په ځانګړې توګه چی صادرات لږ او واردات ډیر وي پر اقتصاد ډیر بد غیز لري.
- دولتونه هغه وخت د خپلې کرنسۍ د ارزښت د راټیټولو ډیر کوښښ کوي چي حکومت یې پوروړی وي لکه پاکستان چې دی.

په لوی لاس د پیسو بې ارزښته کول، کله کله د ګټو ترڅنګ ډېر تاوانونه هم لري. د مثال په توګه د سکې د ارزښت ټیټول د پولي جګړې (Currency war )، اقتصادي ناورینونه، په نړیوال بازار کي د هیواد پولي بي باوري او نور لامل ګرځي. له دي امله دولتونه د پیسو د ارزښت په راټیټولو کي د یو ډېر سیسټماټک میکانیزم څخه کار اخلي.
بې ثباته افغانۍ او زموږ اقتصاد:
افغانستان چي ډېر کمزوری اقتصاد لري او اقتصاد یې تر ډېره بریده پر بهرنیو مرستو بنا دی، د بې ثباتۍ او د ټیټ ارزښت افغانۍ له امله اقتصاد ته ډیره صدمه رسیږي. د افغانستان بانک په هره میاشت کي په میلیونو ډالر مارکېټ ته وړاندي کوي څو د افغانۍ ارزښت کنټرول کړي. زیاتره دا پیسي افغان دولت ته د بهرنیانو له خوا د مرستو په بڼه ورکول کیږي. که فرضا د افغانستان (مرکزي) بانک په مارکیټ کي د افغانۍ عرضه کنټرول نه کړي، نو په ډېر لږ وخت کي به افغانۍ په زیاته کچه بې ارزښته شي.
افغانستان چي یو وارداتي هیواد دی، د ۲۰۱۵ ز کال احصاییه یا سټاټستيک ښیي چي افغانستان د $770 Mil په ارزښت صادرات او د $6.42 Bil په ارزښت یې واردات لرلي دي. د صادراتو او وارداتو په دې کچه لوی توپیر چی سوداګریز کسر هم ورته وايي، د هیواد د اقتصاد منفی اړخ بیانوي. په زیاته پیمانه واردات اقتصاد ته ډیره صدمه رسوي، د وارداتو له وجې پیسي بهر هیوادو ته ځي، د هیواد داخل کي وطني تولید رکود کوي چي دا کار د بیکارۍ کچه لوړوي، د پیسو ارزښت ټیټوي. سوداګریز کسر هغه مهال چي په زیاته کچه واردات د صادراتو په پرتله ډیر وي د یو اقتصاد ډیر ناوړه حالت ښیي.
داچي افغانستان یو وارداتي هیواد دی، دولت باید هڅه وکړي چې د افغانۍ ارزښت ټیټ نشي. د دې کار لپاره باید پر وارداتو مالیه لوړه شي څو هغه د داخلي تولیداتو په پرتله ګران تمام شي او خلک د بهرنیو تولیداتو پرځای خپل وطني مواد پېر او پلور کړي. دا کار به داخلی تولید په کار واچوي، خلګ به په کار وګمارل شي، بهر ته به د صادراتو لار هواره شي، افغانۍ به ثبات او ارزښت پیدا کړي، حکومت ته به مالیه ډیره شي او اقتصاد به وغوړیږي.
د دې لیکنې لیکوال:
ښاغلي لایق ځیرک په هند کي د مالیې او نړیوال تجارت په برخه کې ماسټري کړې ده.