د کوټ ولسونو د خپلمنځي يووالي او ثبات ساتلو ژمنه وکړه

د مومندو قوم د زمري په ديارلسمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې ننګرهار والي سره د يوې غونډې په ترڅ کې د خپلمنځي يووالي او خپلې سيمې د دايمي ثبات ساتلو ژمنه وکړه.

غونډه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي فريدون خان مومند سر بيره د ګوشتې، لعپورې، مومندرې، کامې او کوټ ولسواليو قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو برخه لرله.

د مومندو قومي مشرانو وويل، چې دوی د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې ژوند کوي او نن د خپلمنځي يووالي او خپله سيمه کې د ثبات او امن ساتلو ژمنه کوي.

نوموړو وويل، چې کوټ کې د جګړې له امله يو شمېر ملکي وګړي، شهيدان او ټپيان شوي او دغه راز پدې ولسوالۍ کې لسګونه کورونه، جوماتونه، مدرسې، کلينيکونه او ښوونځي د داعش له لوري ويجاړ شوي دي.

دوی زياته کړه، چې په کوټ کې بشري مرستې تر سره شوي؛ خو بسنه نه کوي بايد ولايتي اداره نورې مرستې هم دغې ولسوالۍ ته جلب کړي او په اړو کورنيو دې د عدالت پر بنياد وويشي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د مومندو د قوم د يووالي او په ځانګړي ډول د کوټ با غيرته ولسونو څخه مننه وکړه، چې د خپلمنځي تربګنۍ تير او په یو اتفاق يې د حکومت سره اوږه په اوږه خپله سيمه د مخالفينو څخه پاکه کړه او د امنيت په تامين کې حکومت سره همکار دي.

کندوزي ډاډ څرګند کړه، چې د کوټ په ولسوالۍ کې د جنګ پر مهال کوم کسان شهيدان او ټپيان شوي او يا يې کورونه تخريب او سوځول شوي دوی سره به نورې مرستې هم تر سره شي.

نوموړي وويل، چې د کوټ ولسوالۍ لپاره پنځه سوه محلي پوليس منظور شوي، چې د نظامي زده کړو وروسته به په تصفیه شوو سیمو کې ځای پر ځای شي.

ده دغه راز وويل، چې د کوټ ولسوالۍ د رغنيزو چارو په موخه يې دوه نيم مليونه ډالرو په لګښت د پروژو د پيل هڅه پيل کړې.

د داعش د جلب او جذب مرکز ونیول شول .

ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ کې د قهر سیلاب عملیاتو په ترڅ کې د شابۍ، تنګي،ګور ګورۍ او د ګور ګورۍ بازار سیمې د داعش له شتون څخه پاکې شوې .

همدا راز د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې د جلب او جذب هغه مرکز چې د خراسان ولایت نوم یې ورته ورکړی وو،هم د دوی له شتون څخه پاک او د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی .

د یادو عملیاتو په ترڅ کې په هسکه مینه ولسوالۍ کې وړمه ورځ اوه داعش وسله وال ووژل شول او نهه نور ټپیان شول همدا راز د ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې د داعش ډلې درې عرادې موټر سايکلې تخريب شوي يوميل کلاشينکوف ترلاسه شوې او هم څلور کړۍ د وسايطو ضد ماينونه کشف او لمنځه وړل شوي دي.

دوژل شويو داعش وسله والو جسدونه د نښتې په سيمه کې پاتې شوي دي.

د خوږیاڼو ولسوالۍ بې ځایه شوو کورنیو سره به تر سروې وروسته مرستې ترسره شي .

ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د کډوالو چارو ادارې ته لارښوونه وکړه،چې ژر تر ژره د خوږیاڼو د وزیرو او نورو سیمو بې ځایه شوو کورنیو سروې ترسره او ورسره بېړنۍ اساسي مرستې ترسره کړي.

نوموړي دغه لارښوونه د زمري په ۱۳مه د ولایتي شورا غړي اجمل عمر په مشرۍ د خوږیاڼو د وزیرو سیمې قومي مشرانو سره په ناسته کې وکړ.

د ولایتي شورا غړي اجمل عمر او د خوږیاڼو ولسوالۍ قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د دغه ولایت د نورو ولسوالیو ترڅنګ خوږیاڼو ولسوالۍ په ځآنګړي ډول د وزیرو سیمې بې ځآیه شوو کورنیو سره د مرستې غوښتنه وکړه .

دوی همدا راز ننګرهار والي څخه پر یو شمېر نورو برخو کې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کډوالو چارو رئیس غلام حیدرفقیرزي وویل، له وړاندې یې هڅه پيل کړې،چې د خوږیاڼو وزیرو سیمې د بې ځایه شوو کورنیو سره مرستې ترسره کړي، خو د کره شمېرې د معلومیدو د ستونزې له امله یې لا هم سروې نیمګړې پاتې ده .

ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د خوږیاڼو ولسوالۍ مشرانو ته د بېلابېلو ستونزو په حل کې د ډاډ ژمنه ورکړه او همدا راز یې د کډوالو چارو رئیس ته لارښوونه وکړه،چې ژر تر ژره یو با صلاحیته ډلګۍ د خوږیاڼو ولسوالۍ ته د کره سروې ترسره کولو په موخه واستوي .

هغه د قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه،چې د سروې په ترسره کولو کې د کډوالو چارو ادارې سره مرسته وکړي،ترڅو ژر تر ژره ورته مرستې ورسوي .

ننګرهار ترافیکو مدیریت له لورې لسګونه ریکشاوې ودرول شوې .

وروسته له هغې چې د ننګرهار ترافیکو مدیریت له لورې پرلپسې خبرتیاوې خپروې،ترڅو له کمپنۍ کیڼ لاسې ریکشاوې دې خپل اسناد ثبت او را جسټر کړي خو بیا هم د ریکشا چلوونکو له لورې سرغړونې ترسره شوې .

د ترافیکو پولیسو د قانون سره سم لسګونه هغه ریکشاوې چې قانوني اسناد نلري او یا یې هم اسناد له یاد مدیریت سره ثبت او را جسټر کړي ندي د نیولو کمپاین پیل کړی،چې تر دا مهاله یې لسګونه ریکشاوې نیولي دي .

په غېرې قانوني توګه درمل پلورونکو هټۍ وتړل شوې .

ننګرهار کرنې او مالدارۍ ادارې د وترنرۍ امریت له لورې د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د حیواني مرضونو د تشخصی لابراتوراونو او درمل پلورونکو څخه څآرنه وشوه .

د دغه حارنې په ترڅ کې یو شمير هغه درمل پلورونکو او د امراضو تشخیص کوونکو چه په غیر قانونی توګه یې هټۍ پرانستې وې، مهرلاک شوې .

یادې هټۍ به د جواز اخیستلو وروسته بېرته پرانستل شي .

د څلورو میاشتو په موده کې د پنځوس میلیونه افغانیو څخه زیات عواید را ټول شوي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د پاسپورت او ترافیکو مدیریتونو څخه د روان کال د تېرو څلورو میاشتو په موده کې له پنځوس میلیونه افغانیو څخه زیات عواید را ټول شوي او د حکومت په حساب کې ور زیاتې کړي دي .

د معلوماتو له مخې د امنیه قوماندانۍ پاسپورټ مدیریت د حمل، ثور، جوزا او سرطان میاشتو کې نږدې ۱۱ زره جلده پاسپورټونه توزیع کړي او په ترڅ کې نږدې ۴۵ میلیونه افغانۍ عواید افغانستان بانک ته تحویل کړي دي .

همدا راز د ترافیکو مدیر مسؤلینو بیا د تېرو درې میاشتو په موده کې نږدې ۷ نیم میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي .

د معلوماتو له مخې یاد عواید یې د تنظیم،جواز سیر،لیسنس،پېښو او نورو بېلابېلو برخو څخه را ټول د او د قانون مطابق یې د حکومت په حساب کې تحویل کړي دي .

د کامې ولسوالۍ قومي مشران وايي په خپله سيمه کې د امنيت ټينګښت او د ورانکارو اشخاصو د مخنيوي په موخه د خپلو امينتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته بشپړ چمتو والی لري.

د کامې ولسوالۍ د سيمه ييزو مسولينو په نوښت په جوړه شوې غونډه کې د يادې ولسوالۍ قومي مشرانو ډاډ ورکړ ، چې په هر ډول حالاتو کې له خپلو امنيتي ځواکونو نه د ملاتړ په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو دي .

په غونډه کې د کامې ولسوالۍ د ډي- ډي –ای شورا مشر ملک هدايت وويل کامه د ننګرهار ولايت يوه له هغو ولسواليو څخه ده ، چې ميشت وګړي يې د امنيتي ځواکونو سره په ګډه همکارۍ د امنيت په ټينګښت کې لاسبري دي.

دده په خبره کاموال چمتو دي ، چې په هر ډول حالاتو کې د سيمه ييزو مسولينو سره په همکارۍ د ورانکارو مخه ونيسي.

په جوړه شوې غونډه کې د کامې ولسوال اسرار الله قاري زاده له امنيتي ځواکونو سره د يادې ولسوالۍ د ميشتو ولسونو د همکارۍ د ستاينې تر څنګ وويل هڅه کوي چې د ولايتي چارواکو په همکارۍ سره پدې ولسوالۍ کې پراختيايي پروژې پلې کړي.

قاري زاده له ولسونو غوښتنه وکړه ، چې د تير په څير په خپلې همکارۍ سره پدې ولسوالۍ کې د ورانکارو د مخنيوي په موخه له سيمه ييزو مسولينو سره همکاريوکړي

د يادې ولسوالۍ امنيې قومندان زلمي مظلو ميار ديادې سيمې د ولسونو د بشپړې همکارې د ستاينې تر څنګ وويل دا مهال د هيواد په ګډون ددې ولايت په يو شمير سيمو کې ورانکارې ډلې د اسلام د مبارک دين له نامې نه په ګټه اخستنه غواړې، چې د بې ګناه انسانانو په وژلو سره خپلې شومې موخې خپلې کړي نوموړي ډاډ ورکړ چې په هر ډول حالاتو کې دولسونو په همکارۍ سره د امنيت ټينګښت ته ژمن دي

په ختيځ زون کې د جلب اوجذب قومندان ډګروال نجيب الله نيکزاد په امنيتي ځواکونو کې د يادې ولسوالۍ دځوان کهول د ګډون د ستاينې تر څنګ وويل په پام کې ده چې د ملي اوردو په ليکو کې د شهيدانو وارثين د وړيا زده کړو په موخه هندوستان هيواد ته واستوي.

په غونډه کې د قومي مشرانو په ګډون د يادې ولسوالۍ ځوانانو د فساد د مخنيوي ترڅنګ د مشکوکو کورنيو د هويت مالومولو غوښتنه وکړه.

د ماليې وزارت د ګمرکاتو عمومي رئيس د ننګرهار ګمرک له بېلابېلو څانګو د ليدنو سربېره د سوداګرو ستونزې له نږدې واورېدې.

د ماليې وزارت د ګمرکاتو عمومي رئيس محمد ارشاد پوپل د سې شنبې په ورځ د ننګرهار ګمرک بېلابېلې څانګې وليدې او د مامورينو ستونزې يې واورېدې.

دغه پلاوي لومړی د تورخم ګمرک څخه ليدنه وکړه.

د ګمرکاتو عمومي رئيس په تورخم ګمرک کې د ترانزيت ،اسيکوډا، داخلي او بهرني صادراتو خونې وليدې او د ستونزو په اړه يې مسوولو کسانو څخه يې په بېلابېلو برخو کې معلومات ترلاسه کړل او د نيمګړتياو د حل په موخه يې هغوی ته سپارښتنې وکړې.

د تورخم ګمرک مدير محمد شعيب ورغلي پلاوي ته په بېلابېلو برخو کې معلومات ورکړل .

د ګمرکاتو عمومي رئيس مسولينو ته په ټينګار سره سپارښتنه وکړه، چې د فساد مخه ونيسي او سوداګرو ته لا اسانتياوې برابرې کړي ،څو د سوداګرو مالونه په خپل وخت سره محصول شي.

د تورخم ګمرک مدير ورغلي پلاوي ته ډاډ ورکړل شو،چې سوداګرو ته به ټولې اسانتياوې برابرې کړي او هغه ستونزې چې دم ګړۍ ورسره مخ دي د حل په موخه به يې اقدامات وکړي.

د ګمرکاتو رئيس او ورسره پلاوي دغه راز د ننګرهار ګمرک رياست کارکوونکو سره د ناستې پرمهال په ټينګار سره په اداره کې د فساد پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه.

د ننګرهار ګمرک مرستيال حاجي فاروق وويل :ننګرهار ګمرک ته شاوخوا زر جريبه ځمکه په واک کې ورکړل شوې ،خو کارونه يې په ټپه ولاړ دي، چې پر وينا يې که چيرې د يادې ځمکې چارې بشپړې شي،نو په دې کار سره به د ګمرک د مامورينو، کارکوونکو او سوداګرو ستونزې تر ډيره حل شي.

په ورته وخت کې ګڼ شمېر سوداګرو د ګمرکاتو عمومي رئيس څخه د تعرفې په برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه ،چې په وينا يې اوس مهال د ننګرهار په ګمرک کې شاوخوا دوه زره بار وړونکي لارې ولاړې دي،چې د ګمرک کارکوونکي ورڅخه سل په سلو کې د تعرفو د ورکړې غوښتنه کوي.

د سوداګرو په استازيتوب د سوداګرۍ خوني مرستيال ډاکټر مخلص احمد مخلص،حاجي ګل مراد، حاجي فاروق او مصطفی رحيمي د ګمرکاتو عمومي رياست پلاوي څخه غوښتنه وکړه، چې که سوداګرو ته بار شوي مالونه خوشې شي،نو د ګمرکاتو قانون په تطبيق کې به عملي ګامونه واخلي.

د ګمرکاتو عمومي رئيس سوداګرو ته ډاډ ورکړ،چې د دوی ستونزې به ماليې وزير سره د حل په موخه شريکې کړي؛خو د ماليې وزارت له لوري به د ګمرکاتو قانون په ټول هېواد کې يوشان پلی کېږې.

د ننګرهار ګمرک رئيس الهام الدين مظهر وايي، چې د ياد پلاوي په راتک سره به د ګمرکاتو او سوداګرو ترمنځ پرتې ستونزې ژر حل شي.

مظهر وايي: دې ولايت ته د ياد پلاوي د رتګ موخه د تورخم ګمرک د کار کوونکو او سوداګرو ترمنځ د ستونزو حل، د ننګرهار ګمرک د کارونو د لا ښه والي په موخه ددې ادارې مامورينو سره ناسته او ددې ولايت د سوداګرو د ستونزو اوريدل و.

له کډوالۍ را ستنې شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه .

د ننګرهار کډوالو چارو رياست په هلو ځلو او د يونيسيار خيريه ادارې په مالي همکارۍ خپل هيواد ته راستنې شوو اته شپيته کورنيو سره د لس زره دوه سوه امريکايي ډالرو نغدي مرسته ترسره شوه .

د ننګرهار کډوالو چارو ريس غلام حيدر فقيرزي وايې يادې کورنۍ پدې وروستيو کې له ګاونډي هيواد پاکستان څخه خپلو پلرنيو سيمو سره رود ، بهسود ، کامې او ښيوې ولسواليو ته راستنې شويدي ، چې هرې کورنۍ ته يوسل پنځوس امريکايي ډالره نغدي مرسته ورکول شوه .

فقيرزي زياته کړه تردې وړاندې يادو کورنيو ته د هستوګنې کورونو د جوړيد ترڅنګ هرې کورنۍ ته ۴۷۰ امريکايي ډالرنغدي مرسته هم ورکول شويده ..

نوموړي دا هم وويل : کومې کورنۍ چې د ګاونډي هيواد څخه خپل هيواد ته راستيږي له سروې وروسته به ورسره د خيريه ادارو له لوري بيلابيلې مرستې ترسره شي .

د جلال اباد ښاروالۍ له لوري په ښار کې د هېواد خپلواکۍ ته دښاري چوکونو او نورو ځايونو دښکلا لړۍ پيل کړه .

دجلال اباد ښاروالۍ د برېښنا برخې مسول حاجي ستارخان وويل ، دننګرهار والي سليم خان کندوزي په امر او دجلال اباد ښاروال حميد افغان په لارښونه يې دهېواد دخپلواکۍ داوه (۹۷) نويمې کليزې د نمانځې په موخه په جلال اباد ښار کې څراغونو او ملي بېرغونو دلګولو چارې پيل کړي دي .

دوي دغه کمپاين دپښتونستان واټ څخه پيل کړ او زياتوي ، چې د ښکلا دغه لړۍ به دښار اړوند ټولو سېمو ته وغځوي .

ستارخان وايي ، دزمري اته ويشتمه (۲۸) چې دهېواد دخپلواکۍ ورځ ده سر له اوسه يې ورته دشانداره مراسو دنمانځلو په موخه تدابير پيل کړي.

د اسد اته ویشتمه د خپلواکۍ ورځې د ښې نمانځنې په موخه د ښاروالۍ مسؤلینو په بېلابېلو برخو کې خپلې هڅې ګړندې کړي دي .

سره له دې چې د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د ورځې نمانځلو ته لا څو ورځې پاتې دي خو د تيرې يوې مياشتې راهيسې د ننګرهار والي په لارښوونه د جلال اباد ښاروالۍ او نورو مدني بنسټونو او ژورنالستانو له لوري ددغې ورځې په شاندار ډول نمانځلو لپاره پراخه کمپاينونه او کارونه پيل شوي.

د غازي امان الله خان مزار او ملنګ جان واټ هم د همدې ورځې په مناسبت رغول کېږي ، په همدې موخه او د خپلواکۍ د ورځې د ښې نمانځنې او د ښار د ښکلا په موخه د جلال آباد ښاروال حميدالله (( افغان )) د ښار د بيلابيلو صنفونو مشرانو او سوداګرو سره ، چې مشري يې د اصنافو او کسبګرو اتحاديې مرستيال عزيرالرحمن عرب کوله په خپل کار ځاي کې ناسته ترسره کړه.

د جلال اباد ښاروال زياته کړه د تيرو څو هفتو راهيسې د جلال اباد ښاروالۍ د ښار چوکونه ، پارکونه او عامه ځايونه د افغانستان په ملي بيرغ او د غازي امان الله خان په تصويرونو ښکلي کوي نن مو هم په همدې موخه د اصنافو او سوداګرو سره ناسته ترسره کړه چې د ښاربيلابيلې دروازې په بيرغونو او د غازي امان الله خان په انځورونو ښکلي کړي نوموړي په ټولو ښاريانو غږ وکړ ، چې د دې مراسمو په ښه نمانځلو کې له دوي سره برخه واخلي.

د ننګرهار پوهنې رياست اړوند ښوونځيو کې د اتيا تنو نويو ښوونکو دګومارنې په موخه دازادې سيالۍ ازموينه واخېستل شوه.

د ازموينې په مراسمو کې چې د ننګرهار په عالي ليسه کې جوړ شوي و د پوهنې ريس الله داد اسمعيل زي وويل: له هغه ادارو نه چې دپوهنې رياست لپاره يې د اتيا تنو نويو ښوونکو د ګومارنې زمينه برابره کړې مننه وکړه.

نوموړي وويل: ددغو ښونکو په ګومارنې سره به د زده کوونکو د پوهې په کچه کې د پام وړ لوړوالي راشي.

دپوهنې ريس دغه راز د ازموينې ګډونوالو ته د پروسې د شفافيت ډاډ ورکړ ويي ويل هره هغه څوک به غوره کيږې چې په پارچه کې لوړې نومرې تر لاسه کړي.

ښوونه دافغانستان لپاره د ادارې مشر رحمت الله ارمان وويل ددوي ادارې ته د هيواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه فارغو د سلوتنو نجونو په ګډون شاوخوا يو زرو دوه سوه تنو اسناد ورکړي و چې له هغې ډلې شاوخوا پنځه سوه پنځوس تنه د ټاکل شويو معيارونو په نظر کې نيولو سره شارټ لېست او په ازموينه کي د ګډون وړ وګڼل شول.

نوموړي وويل: ددوي له منځه به پنځوس تنه نجونې او ديرش تنه ځوانان چې تر ټولو لوړې نومري تر لاسه کړي د ښوونکو په توګه به وګمارل شي او دپوهنې رياست د وړانديز سره سم به د جلال باد ښار، سره رود، بهسودو او کوز کونړ ولسواليو په اړوندو ښوونځيو کې دښوونکو په توګه وګمارل شي.

هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشرانو د ننګرهار والي د ښې رهبرۍ او وروستيو اجراتو ستاينه وکړه

د هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشرانو د زمري په ۱۲ مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې ننګرهار والي سره د کتنې پر مهال د ده د ښې رهبرۍ ستاينه وکړه، پر روانو عملياتو خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه، چې د خپل وسله وال پوځ ملاتړ تر څنګ به د ولسوالۍ منسوبینو سره پوره همکاري کوي.

د هسکې مېنې قومي مشرانو وويل، چې د يادې ولسوالۍ قومونه سره يو دي او په يو غږ د خپل وسله پوځ څخه ملاتړ او د ولسوالۍ منسوبينوسره په هره برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

دوی زياته کړه، چې روان عمليات د هسکې مېنې په ګٌرګرۍ په سیمه کې تر سره کيږي، چې د هغې سيمې يو شمېر ملکي وګړي شهيدان او ټپیان شوي، يو شمېر کورونه، جوماتونه او ښوونځي تخريب شوي او يو شمېر کورنۍ بې ځايه شوي دي دوی په دغه برخه کې د ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د هسکې مېنې ولسوالۍ له قومونو مننه وکړه، چې ټول سره همغږي دي او د وسله وال پوځ ملاتړ کوي.

کندوزي وويل: د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې چې کومې سيمې د مخالفينو څخه پاکيږي همزمان به شهيدانو او ټپيانو سره نغدي مرسته تر سره کيږي او په ياده ولسوالۍ کې به د دوه نيم مليونه ډالرو په لګښت پروژې پيل شي.

نوموړي وويل، چې په دغو پروژو کې ښوونځي، کلينيکونه، مدرسې، جوماتونه، سړکونه، سربندونه او اصلاح شوي تخمونه شامل دي.

ده وويل، چې اوسمهال به په ياده سيمه کې جنګ ځپلو خلکو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شي.

والي د هسکې مېنې جوړې شوې شورا مسولينو څخه وغوښتل، چې کومو پروژو ته دوی اړتيا ولري په ليکلي ډول دې ولايت مقام ته وسپاري ترڅو د وروستيو اجراتو لپاره ورته زمينه برابره شي.

مشرانو جرګې رييس وايي مرکزي اداره د ننګرهار جګړه ځپلو سيمو سره د هر ډول مرستې چمتووالی لري.

مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، چې يو شمېر نورو مسولينو يې هم ملتيا کوله د زمري په دولسمه يې د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې مرکزي اداره د دغه ولايت جګړه ځپلو سيمو ته د مرستو رسولو په برخه کې بشپړ چمتووالی لري.

د دغه ولایت والي سلیم خان کندوزي د مشرانو جرګې رئیس څخه مننه وکړه،چې وړمه ورځ یې د کابیني مهم یوولس وزیرانو او د ننګرهار ولایت د ۲۲ ولسوالیو پرمختیایي شوراګانو ترمنځ ناسته برابره او د دغه ولایت ستونزې ورسره د حل په موخه شریکې کړې.

هغه زیاته کړه، د مشرانو جرګې د مقام یاده کړنه د دغه ولایت د مسؤلینو او ولسونو د هرکلي وړ ګرځیدلې او ټینګار یې وکړ،چې لا هم مرکزي اداره دغه ولایت ته د ځآنګړې پاملرنې په موخه را وبولي .

ننګرهار والي وویل: د مرکزي ادارې څخه یې دغه ولایت ته د مرستو تر لاسه کولو په موخه یو منظم پلان له ترتیب وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره شریک کړی،ترڅو ورسره بېلابېل وزارتونه مرسته وکړي .

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د ننګرهار والي د هلو ځلو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، مرکزي اداره بشپړ چمتوالی لري،ترڅو د دغه ولایت د جګړه ځپلو سیمو سره ځآنګړې مرسته ترسره کړي .

دغه راز مشرانو جرګې رييس ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې د اړتيا پر مهال به د مرستو جلبولو په موخه د کابينې د مهمو سکتوري وزيرانو ګډه غونډه په جلال اباد کې جوړه کړي.

په بټې کوټ کې له يو کوره يو شمېر مهمات او چاودونکي توکي ترلاسه شول

تېره ورځ د ملي امنيت موظفينو ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د بټي کوټ ولسوالۍ سی پای په سيمه کې د داعش ډلې يو غړي اسد الله، چې په ابوذر مشهور دی له کوره يې يو شمېر وسلې او مهمات تر لاسه کړل.

په ترلاسه شوو مهماتو او وسلو کې يو ميل کلاشنکوف، له چاودونکو توکو څخه دوه بخار ديګونه او يوه بوشکه، يو خود ساخته ماين، دوه کيلو چاودونکي توکي، اته د کلاشنکوف شاجورونه، اوه د ريموټ کنټرول کنډکسرونه، دوه ريموټونه، يو دوربين، څلور سوه نوي فيره د کلاشنکوف مرمۍ، دولس عدده د لاسي بمونو پیسونه، يو شرید شامل دي.

په سیمه کې امنيتي موظفينو له لوري پلټنې رواني دي ترڅو د داعش ډلې غړی اسد الله ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

څلور څلوېښت مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته .

ننګرهار ولایت په هسکه مینه او پچیراګام ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې ۲۷ مخالفین وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوي .

د دوه سوه یو سیلاب قول اردو مطبوعاتي امر ډګرمن شرین اقا وایي د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د پچیراګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي .

نوموړي د ننګرهار رسنیو دفتر کې خبریالانو ته وویل: همدا راز په هسکه مینه ولسوالۍ کې د قهر سیلاب عملیاتو په ترڅ کې اوه داعش وسله وال ووژل شول او اولس نور ټپیان شول.

د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر حضرت حسین مشرقیوال وویل: هسکه مېنې ولسوالۍ کې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر سیمې د مخالفینو له شتون څخه پاکې او زیات شمېر مهمات او وسلې یې د مخالفینو څخه ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه، د هسکې مېنې ولسوالۍ کې د قهر سیلاب عملیاتو په ترڅ کې د شابۍ، تنګي،ګور ګورۍ او د ګور ګورۍ بازار سیمې د داعش له شتون څخه پاکې شوي .

د نوموړي په وینا د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې د جلب او جذب هغه مرکز چې د خراسان ولایت نوم یې ورته ورکړی وو،هم د دوی له شتون څخه پاک او د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی .

دواړو امنیتي مسؤلینو د خپلو خبرو پر مهال د ګڼ شمېر مهماتو،وسلو او نورو توکو د نیولو خبر هم ورکړ.

ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پیل شوو عملیاتو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه،د قهر سیلاب عملیاتو په ترڅ کې د کوټ وروسته په هسکې مینې ولسوالۍ کې د داعش ډلې مهم مرکزونه لمنځه وړي دي .

هغه وویل: کوټ ولسوالۍ ته د لا زیاتو مرستو د رسولو په موخه هڅې رواني او هر مهال چې هسکه مېنه ولسوالۍ د داعش له شتون څخه پاکه شي؛ نو په یاده ولسوالۍ کې به هم بشري او نورې مرستې پیل کړي .

د والي ویاند ډاډ ورکړ،چې د مرستو تر لاسه کولو په موخه یې په سیمه ییزه او ملي کچه د سکتوري او مرستندویه ادارو سره خبرې اترې دوام لري

د کانال په ځمکه د جوړ شوو تاسيساتو ټول معلومات مرکز سره شريک شوي

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د زمري په ديارلسمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د غني خېلو ولسوالۍ د تبليغي مرکز امر سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چې د کانال په ځمکه د ټولو جوړو شوو تاسيساتو معلومات يې مرکز سره شريک کړي ترڅو د مرکزي ادارې لارښوونې سره سم د ځمکې انتقال صورت ومومي.

د غنې خېلو تبليغي مرکز امر له ننګرهار والي مننه وکړه، چې تل يې علماوو سره مشورې ، مدرسو او جوماتونو سره مرستې کړي.

نوموړي وويل، چې څوکاله وړاندې د وخت والي په شفاهي امر غني خېلو تبلغي مرکز ته د کانال اړوند پنځلس جريبه ځمکه ورکړل شوه، چې پکې جومات او ديني مدرسه جوړه شوه او اوس پکې د سيمې کوچنيان په ديني زده کړو بوخت دي.

ده غوښتنه وکړه، چې ياده ځمکه دې په رسمي ډول تبليغي مرکز ته ورکړل شي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، چې ولايتي اداره هڅه کوي پدې ولايت کې مدرسې او جوماتونه جوړ او کوچنيانو ته د ديني زده کړو زمينه برابره کړي.

کندوزي وويل، چې د کانال يو زر شپږ سوه څلور نوي جريبه ځمکه کې، چې دولتي تاسيسات جوړ شوي د دې ځمکې انتقال يې د کابينې غونډې ته د اجراتو په موخه وړاندې کړی.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د تبليغي جومات ځمکې په اړه به د قانون په رڼا کې لازم اقدمات تر سره کړي.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *