ځينې کسان شاید له خپل واده او ګډ ژوند څخه تنګ وي، خو دا یو حقیقت دی، منل او نه منل یې د هر چا خپل کار دی.
خو د دې لپاره چې همدا خفه ژوند بېرته په خوښۍ بدل کړئ، دا څو ټکي ولولئ.

په ګډ ژوند کې د اختلافاتو د پیدا کېدو ستر لاملونه د شپې پر مهال د یو ځای کېدو، د اولادونو روزل، ناوخته تګ، یا سهار وختي پاڅېدل، د خوب پر مهال خرهار او ځينې نور ټکي دي.

اوس څېړونکي وایي، د دې لپاره چې دا ستونزې پای ومومي او ښځه او خاوند سره په خوښۍ ژوند تېر کړي، باید د لږ وخت له‌پاره سره جلا شي، په دې مانا چې د خوب خونه دې بدله کړي.

همدارنګه دې ډېر نه سره مخامخ کېږي، د نورو ژوند دې مطالعه کړي، اجازه دې ورکړل شي چې یوازې شي.
له دې وروسته به د یوه بل په قدر پوه شئ او ان د یوه او بل ستونزې به درک کړئ چې له کبله به یې د ګډ ژوند ګډه ښکلې لاره پيدا کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *