د اته کلنۍ ماشومتوب له خاطرو مې په زړه پورې هغه دا په یاد ده چې له خپل کلي به مې کابل ته د تره کور ته هر کال د زمري یا اسد میاشتې په نیمايي کې ورتلم تر څو د افغانستان خپلواکۍ په جشن کې ګډون وکړم او هغه مهال مې دا جشن د ظاهرشاه جشن په نامه په ذهن کې ثبت شوی ؤ، ځکه د پخواني پاچا د ملت بابا ظاهر شاه واکمنۍ پر مهال به د کابل ښار چمن حضوري لویدیځ لور ته جوړیدو او موږ به یې نندارې ته د پکتیا له ځاځیو ورغلو او دوې اونۍ وړاندې به د خپل تره کره چې پوځي افسر ؤ ورغلو تر څو چې به د زمري اته ویشتمه راورسیده.

دې جشن ته به د خدايي خدمتګار تګلارې بنسټ ایښودوونکی او د پښتنو ملي ویاړ خان عبدالغفارخان بابا هم راغلو او ښایسته وینا به یې کوله؛ د هغه دنګه ونه او اوږده لاسونه چې تر زنګانو به یې رسیدل اوس هم په یاد دي. دا ورځ به په شانداره مراسمو سره نمانځل کیده او زه چې د افغانستان د هغه وخت پوځ امکانات را په یاد کړم او اوس حالت ته وګورم نو داسې احساس کړم چې ګویا خوب وینم، ځکه هغه ټول لوی قدرتمن پوځ او د قاره پیما ، لویو پوځي ټانکونو او پوځي الوتکو درلودوونکی ځواک د شریرو ګاونډيانو او مخربو بهرنیو کړیو لخوا له منځه یوړل شو له خاورو سره خاورې شو. دا ټول هماغه عناصرو وکړل کوم چې د پاکستان ، ایران او نورو لخوا د افغانستان ورانولو لپاره په ځانګړو چوڼیو کې وروزل شول او د خپل ګران هیواد د ورانولو لپاره لکه د اوس ځانمرګو په څیر راولیږل شول تر څو یې د سیمې له هیوادونو سره سیال نظام وننګاوه او د جهاد په نامه یې ټول هیواد له خاورو سره خاورې کړ.

اوس د هماغه عناصرو پاتې شوني او د لارې پیروان غواړي په افغانستان کې د وروڼو قومونو تر منځ د نفاق په خپرولو سره د افغانستان تجزیې ته لاره هواره کړي، ځکه ددوي پلرونو هم د ګاونډیو منلي وو او هیواد یې د سیمې لویو قدرتونو له سیالۍ څو پیړۍ شا ته کړ او اوس یې لمسیان او زامن د ګاونډیو او نورو بهرنیو په لمسون په هیواد کې د نویو ستونزو په رامنځته کولو سره د افغانانو ژوند تریخوي، ځکه متل دی چې وايي : ګرګ زاده ګرګ شود ـ ګرچه با آدمي بزرګ شود، نو دوي ته یې بادارانو په مغزو کې داسې څه ور تزریق کړي دي چې په هیڅ ډول د هیواد ملي وحدت ژمنتیا ته نه تیاریږي. دغه ډول عناصرو د پخواني ولسمشر کرزي واکمنۍ پر مهال په دولت کې ځانونه او نور مخرب عناصر ځای پر ځای کړي او د نورو تخریبونو پر دوام دا ځل غواړي د هیواد ملي ویاړونه د هیرتیا کندې ته ټیل وهي دوي کلونه وړاندې د افغانستان لوی اتل غازي امان الله خان د ویاړونو تخریب پسې راخیستې وه او په یو شمیر داسې دیني تش په نوم ملایانو یې یاد غازي وغانده کوم چې د پاکستاني ځانمرګو استادانو په څیر ځانمرګو ته د جنت قوالې ورکوي او د خپلو ګټو لپاره د اسلام سپیڅلی دین وسیلې په توګه کاروي. او وروسته بیا یاد ملا په مخربو او د افغانانو تر منځ نفاق ته لمن وهوونکو رسنیو خپرونو ته راوغوښته او په دې ډول یې یو ځل بیا یاده موضوع تکرار کړه.

په داسې حال کې چې طالب نه خپلې واکمنۍ او اسلامي امارت پر مهال د غازي امان الله خان غندنه کړې او نه یې هم اوس کوي؛ بلکې طالبانو د خپل اسلامي امارت پر مهال د غازي امان الله خان ستره اتلولي د افغانستان خپلواکي نمانځله او د خپلو شته امکاناتو سره به یې د زمري اته ویشتمه په کابل او ولایتونو کې په جشنونو نمانځله. او د انعطاف پزیره پخواني ولسمشر حامد کرزي واکمنۍ پر مهال د زمري اته ویشتمه له بشپړ امنیتي ډاډمن وضعیت سره سره را محدوده او د ارګ یا دفاع وزارت انګړ کې تر لنډو تشریفاتي مراسمو رامحدوده شوه، چې دا پرته له شکه د هماغه مخربو عناصرو چې د ګاونډیو هیوادونو لاسپوڅي دي د تخریب او لاسوهنو کار دی. ځکه دوي خپل خایینین چې هیواد یې کنډواله وګرځاوه پر حامدکرزي ملي قهرمانان کړل او د سقاو زوی غله کلکاني په نوم یې لیسه پرې ونوموله او اوس په دې هم بسنه نه کوي بلکې په دې هڅه کې دي چې د غلا ، شوکمارۍ او زرګونو نورو جرمونو په تور اعدام شوي کلکاني نوم د بدنامو ملي خایینیونو له لیست راوباسي او نور ویاړونه ورکړي او د سترغازي امان الله خان پرتمینه کارنامه د هیرتیا کندې ته وغورځوي او ولسمشر اشرف غني ته بیلابیلې بهانې مخته کړي تر څو د زمري اته ویشتمې پراخې نمانځنې څخه تیر شي او په لنډو مراسمو اکتفا وکړي.

په پای کې له ګران ولسمشر اشرف غني څخه په ډیر درنښت هیله کوم چې د خپلې واکمنۍ د نوښتونو په لړ کې دې سږ کال د افغانستان خپلواکۍ ورځ د زمري اته ویشتمه په شاندارو مراسمو ونمانځي تر څو د ولسمشر په چارو کې د مخربو کسانو د لاسوهنې لاسونه ور لنډ او بل ځل دا هڅه ونه کړي څو په فکري ډول ولسمشر او افغانانو ته د امنیتي ستونزو په بهانه کولو سره ددې ورځې د نمانځنې رامحدودولو هڅه وکړي؛ ځکه دې ډول عناصرو پر ولسمر غني هم د پخوانی ولسمشر کرزي ګمان کړی دی. نو ځکه خو په تکرار سره بیا هم ددې یادونه کوم چې ولسمشره! ملي ویاړونه مه هیروه!.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *