ژ محمداکبر حقمل

داسې فکر وکړئ، چې ستاسو پروړاند هېڅ محدودیت یا ټاکلی برید شتون نه لري! دا وانګېرئ، چې پروړاندې مو هېڅ ناشونتیا شتون نه لري!

(پیتر دراکر) ویلي دي: موږ ټول زیاتره وخت د هغه څه په اړه مبالغه کوو، چې د ترسره کولو او یا لاسته راوړلو وړتیا یې په یوه کال کې لرو، اما په هغه کچه، چې موږ یې د پنځو کلونو په لړ کې په لاسته راوړلو بریالي کېږو نو له ریښتینې کچې یې لږ اټکل کوو. هڅه وکړئ ترڅو داسې ونه اوسئ!

اوس د یوې غوره هیلې شرایط په یوه انګېرل شوې راتلونکې کې انځور کړئ؛

۱ پنځه کاله نور به په کومه کچه درآمد یا د پیسو لاسته راوړنه ولرئ؟

۲ د ژوند سبک یا لار به مو څه ډول وي؟

۳ په کوم ماډل کور کې به ژوند کوئ؟

۴ کوم ډول موټر به لرئ؟

۵ د ژوند او کور لپاره به مو کوم توکي وپېرئ؟

۶ په بانکي حساب کې مو څومره پیسې لرئ؟

۷ په میاشتني او کلني ډول څومره پیسې ساتئ او څومره پانګونه کوئ؟

داسې فکر وکړئ، چې تاسو یوه جادویي لوحه په لاس لرئ او ددې وړتیا لرئ، چې هرڅه مو په زړه کې وي د هغو پر مخ یې ولیکئ. تاسو کولای شئ هرهغه بدې پېښې کومې، چې مخکې درته پېښې او اوس هم د پېښېدو په دوران کې دي له منځه یوسئ او د خپلې راتلونکې هره غوښتنه په انځوري بدل کې د خپلې لوحې پر مخ رسم کړئ. تاسو کولای شئ هر وخت او په پرلپسې بڼه خپله لوحه پاکه کړئ او بیاځلې یې له سره پیل کړئ.

ستاسو پروړاندې هېڅ ډول کوم محدودیت یا ټاکلی حد شتون نه لرئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *