پر کتاب باندې د مالیې لوړول، د پوهې درمند ته اور اچول دي

زه نه غواړم یو ځل بیا دلته د کتاب، پوهې او مطالعې پر ارزښت بحث را پیل کړم او ستاسو ښاغلو او آغلو وخت ونیسم، خو دومره ویل غواړم چې:

له هغې ورځې چې ما د څه لیکلو په نیت قلم اوچت کړی دی او د نوي نسل د روزنې په موخه مې د کتاب لوستنې، ښونځي او پوهنځي ته د تګ له پاره خپل قلم، ګوتې او ماغزه ستړي کړي دي، زه خپلو دې هلو ځلو ته د یو را ټول کړي درمند په سترګه ګورم، خو دا دی کوم تور کالی او تور مغزی د علم او پوهې دښمن، افغانستان ته، افغان ته، انسان ته اور اچونکی؛ پر کتاب باندې مالیه لګوي، نوره یې هم پسې لوړوي او زما د ټول عمر کرلې او په ثمر رسیدلې کروندې ته له تیلو او اور سره راغلی، اور ور اچوي.

د نوي نسل د روزلو په موخه ما او ما مانندو څو خوارو قلموالو د څومره مقالو په لیکلو او خپرولو سره، ایله د یوه نسل یو څو تنه دې ته اړ ایستلي وو چې مطالعې ته مخه کړي، ځکه چې:

 کتاب او مطالعه ژوند جوړي،

له عالم او نورو خلکو سره مو سیالۍ ته په پښو دروي،

او…

دا کاروان روان شوی دی، خو د تیارو استازي یې د مالیې په نامه مخه ډبوي او غواړي چې د دایمي مزدورۍ په موخه یې د تیارو په څادر کې ور و نغاړي او د تل له پاره یې په تیارو کې و ساتي.
زه د دُنیا له پای نه د یو بې لښکره امپراتور په څیر څه کولای شم؟

یوازې دومره ویلای شم چې:

که نابغه کړي وي، که کودن، زه کار نه ور سره لرم،

چا وکړل، څوک یې کوي او…

د جهالت د تور غوړیدلي څادر په توره دایره کې، که د نا پوهۍ د استازو دا پالیسي روانه وي  تر دې به هم تور کارونه وشي، خو عاملین دې یې په دې پوه شي چې:

دا نه خدمت دی نه داقتصاد غوړیدل، دا د مطالعې او پوهې کاروان ته یو ستر مزاحمت او خنډ جوړول دی، پر ټولنه باندې د یوه بل تور څادر غوړول دي.

که تاسو سل کاله د کتاب مالیه په صداقت سره ټوله هم کړئ، دومره به نه شي لکه د واک په دایره کې تاسو سره د یوه ناست ښاغلي؟ د مصرف کړې بریښنا د نه تحویل شوي بل نیمايي.

پر کتاب باندې مالیه لګول، د علم د کاروان په واټ کې د ډبرو د دیوال جوړول، د نا پوهۍ د ډول سُر کول او د دې ډول په لوړ آواز غږول دي.
نور مو خوښه چې څوک څه ډول پرتوګ ور ته سکڼي.

دا د رڼا او تیارې جګړه ده، دا جګړه پای نه لري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *