تاند- د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې په یوه تروریستي حمله کې د ولایتي شورا د رييس د یوه ساتونکي د وژل کېدو ترڅنګ ۹ تنه ټپیان شول.
په ټپیانو کې د لغمان د ولایتي شورا رييس هم شامل دی.
د لغمان د والي ویندوی سرحدي ځواک وايي، په دې پېښه کې چې نن سهار د مهترلام د ګومین په سیمه کې په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودنې په نتیجه کې وشوه، د ولایتي شورا رييس محمد طاووس عادل له خپلو ۴ ساتونکو او دغه راز څلورو لارویانو سره ټپي شو او یو ساتونکی ووژل شو.
سرحدي ځواک وايي چې د ولایتي شورا ريیس پلی روان و چې په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی بم وچاودېده.
د روغتون ډاکتران وايي چې ټپیان له خطره وتلي او د ولایتي شورا رييس تر جراحي عملیاتو لاندې دی.