لوګر ولایت
لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د جامع مسجد چارې د څه کم څلور میلیونه افغانیو په لګښت سره پیل شوې.
(زمری-۱۳) د مسجد د ډبرې ایښودلو په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات او غړو، امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، د حج اوقافو ریس، د خوښۍ ولسوالۍ ولسوال او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د مسجد د بنسټ ډبرې د ایښودلو په مراسمو کې د لوګر والي خوشحالي وښوده چې نن مونږ د خدای پاک د کور او د عبادت ځای د بنسټ ډبره ږدو چې د دې ثواب به یوازې د خوښۍ ولسوالۍ خلکوته نه بلکې ټول لوګرته رسي.
والي د خپلو خبرو په دوام وویل زمونږ او ستاسو ماتې هم شریکه او عزت او افتخارمو هم شریک دي، همدارنګه فدایي په ټول لوګر کې ولس له دولت سره همکاره دی مګر د خوښۍ، ازرې، د مرکز کلنګار او د محمداغې ولس زیات همکار دی چې ترینه یې مننه وکړه او څومره چې ولس د حکومت سره متحد وي هماغه اندازه د بیارغونې پروژې به پلي کیږي.
والي وړاندې وویل په خوښۍ ولسوالۍ کې په کم وخت کې زیاتې پروژې تطبیق شوي او په راتلونکي څو ورځو کې به د حیواني کلینک د چهاردیوالۍ چارې هم پیل شي او هم د لوګرد دهقانانو یوه مهمه غوښتنه چې بضري غنم باید په وخت سره دهقانانو ته ورسيږي چې سږکال به په وخت ورسیږي او همدارنګه د درې نورو کلینیکونو کار هم نهایي شوی چې کار به یې پیل شي او د دې سربیره د حرفوي مرکز کار به هم پیل شي.
فدایي د خپلو خبرو په پای کې د شرکت له مسؤل څخه وغوښتل چې کار یې باید باکیفیته وي ځګه داهم ثواب او هم خرما ده.
د خوښۍ ولسوال عبدالحمید په وینا یاد مسجد د ۱۸×۲۰ متره اوږدوالی لري چې د حج او قافو وزارت له خوا د څه کم څلور میلیونه افغانیو په لګښت به جوړ شي.
د ولایتي شورا رئیس او مرستیال حاجي قسیم خوشیوال د یاد مسجد کار د خوښۍ ولس ته مبارکي وویله او د ولایت والي څخه یې مننه وکړه چې د یاد مسجد په جوړیدو کې هلې ځلې وکړې.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د مرکز مربوط د کلنګار په سیمه کې د محمدیه مسجد چې د حج او قافو وزارت له خوا جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو

بل خبر
د ازرې د پېښي غفلت کوونکي، نظامي څارنوالۍ ته وروپېژندل شول او هر کس چې وظیفوي غفلت کوي هغه به مجازات کېږي.
(زمری-۱۳) نن ورځ د لوګر د والي محمد حلیم فدایي په مشرۍ د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د پیښې څیړلو لپاره د ولسمشر په هدایت غونډه جوړه شوې و چې په غونډه کې د ۳۰۲ تندر قول اردو قومندان ډګر جنرال شریف یفتلي، د زون د همغږۍ قومندان جنرال اسرار، د تندر قول اردو د امنیت امر جنرال سلیمان، د سپین غر زون قومندانۍ مرستیال، د لوګرولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات او غړو، امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، د ملي امنیت رئیس عطامحمد اریوبي، د همغږۍ مرکز قومندان، د څلورمې لوا د اوپراسیون امر، د نظم عامه پنځم کنډک قومندان اود ازرې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.
لومړی شهیدانو روح ته دوعا وشوه او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وشوه.
ورپسې د ازرې قومي مشر حاجي میرویس او ولایتي شورا غړي ډاکټر عبدالولي وکیل وویل چې د ازرې ولس تل له حکومت سره همکاره او ملاتړی دی او وي به ځکه دلته همیشه ولس د امنیتي ځواکونو په خوا کې ولاړ دی او دوی یې تشویق کړي او د امنیتي ځواکونو سره په شریکه ټوله ازره په خپله ساتي چې یادې پیښې د ازرې ولس مایوسه کړی او مونږ له دولت څخه غواړو چې دې پیښه کې که هرچا غفلت کړی باید مجازات شي.
د لوګر والي په خپلو خبرو کې په تیرو څوارلس کلونو کې د ازرې ولسوالۍ د ولسونو سرښندنې یادې کړې چې دوی همیشه د نظام ملاتړي پاتې شویدي اود خپلو ځواکونو ترشا ولاړ دي، والي وړاندې وویل کله چې یاده پیښه رامنځته شوه امنیتي ځواکونو ته مو د څیړلو امر وکړ او وروسته مو ولسوال ته هدایت وکړ چې د فاتحي او غمشریکۍ لپاره د شهیدانو کورنۍ ته ولاړشي، ځکه مونږ همیشه وایو چې زمونږ ناکامي هم یو ده او افتخار هم یو دی، او دغه دردونکې پیښه چې پکې ۵ عام وګړي شهیدان شول دا پیښه به په دقیقه څيړل کېږي او متخلفین به یې څارنوالۍ ته معرفي کېږي.
د ټولو امنیتي ځواکونو د راپور اوریدلو څخه لاندې پریکړې وشوې.
د پیښې څیړلو لپاره یوه کمیټه د ولایتي شورا وکیل ډاکټر عبدالولي وکیل، امنیه قومندانۍ د اوپراسیون امر، د څلورمې لوا د اوپراسیون امر، د نظم عامه د پنځم کنډک قومندان اود ملي اردو د اوم کنډک قومندان یې غړي دي وټاکل شوه تر څو له نن څخه سیمې ته ولاړ شي او ټولې ستونزې له نږدې وڅیړي او تر سبا اته بجو پورې بشپړ راپور ولایت مقام سره شریک شي.
چې یاده کمیټه سمدتي په خپلو منځو کې کیناسته او خپلې د مسؤلیت ساحې یې سره تقسیم کړې.
د یادی جلسې موخه د ازرې – خاکجبار ولسوالۍ د ولس په مخ 24 ساعته د لارې خلاصول او د ماین په انفجار کې د شهیدانو د پیښي هر اړخیزه څېړل او متخلفین او د وظیفوی غفلت مرتکبین چې په هره کچه وي مجازات کول و.
چې ټولو په ګډه پرېکړه وکړه چې د لاري امنیت به په هر قیمت ساتي او مرتکبین نظامي څارنوالۍ ته معرفي شول او دا سلسله به د ولایت په نورو برخو کې هم عملي کېږي.
د تېرې یکشنبې په ورځ د ازرې ولسوالۍ د کږې وږې په سیمه کې په یو ملکې موټر د سړک غاړې ماین چې وسله والو مخالفنیو ځای پرځای کړې و، او د چاودنې له امله یې پنځه عام وګړي شهیدان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *