تاند- د (HAV) هوايي کمپنۍ داسي هوابېړۍ جوړه کړې چې اوږدوالی یې ۹۲ متره دی او تر یوې بوینګ ۷۴۷ الوتکې لویه ده.

د دې هوا بېړۍ یا په هوا او اوبو کې چلېدونکې الوتکې لوی کمال دا دی چې ۵ ورځې پر له پسې په هوا کې الوت ته دوام ورکولی شي.

(HAV) شرکت وايي چې په دې هوا بېړۍ د الوت مصرف د څرخکې یا هیلي کوپتر درېمه برخه دی او دا په داسي حال کې ده چې دا هوابېړۍ د څرخکې ۳ برابره زیات مزل کولی شي.

دا هوا بېړۍ په هیلیوم ګازو چلېږي او په جوړولو کې یې د پنسل له خازنونو څخه کار اخیستل شوی دی.

د دې ګاز زېزمې په نړۍ کې په خلاصېدو وې خو په وروستیو کې تانزانیا کې ومندل شوې. (تفصیل)

د ایچ اې وي کمينۍ یوه مسوول هوفا ګوین وویل«په دې بېړۍ مو د یوې څرخکې د توان او ظرفیت ۳ برابره اوږد سفر وکړ او د ۱۶ سپرلیو په ځای ۵۰ سپرلۍ پکې سپرې وې. دا بېړۍ خورا سپکه او خوندي ده او له هیلیوم ګازو ډکه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *