تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات په چیشت شریف ولسوالي کې د بهرنیانو پر میني بس په حمله کې څوک وژل شوي نه دي.
د کورنیو چارو وزارت وویل، نن /پنجشنبه/ د هرات په چیشت شریف کې د وسله والو طالبانو له لوري د بهرنیو سیلانیانو د سپرلۍ پر موټر په برید کې ۶ تنه بهرني سیلانیان ژوبل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا په میني بس کې، چې له بامیان څخه د تاریخي ځایونو د لیدو لپاره هرات ته روان و، ۱۲ بهرني سیلانیان سپاره ول.
د کورنیو چارو وزارت د دغو سیلانیانو د ملیت په اړه وویل چې ۶ بریتانیایان، ۳ امریکایان، ۲ سکاټلنډیان او یو جرمنی په میني بس کې سپاره ول.
مخکي ویل شوي و چې په دې برید کې۱۰ بهرني سیلانیان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
طالبانو د دې برید په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا برید طالبانو کړی دی.