ډاکټر رحیم هلال

  1. د هر ډول ناروغۍ او روغتيايې ستونزي په اړه له خپل ډاکټر سره په بشپړ ډول مرسته کوونکې او همکار و اوسئ ځکه چې د کره  تشخیص او بشپړې درملني لپاره ډاکټر او د هغه ناروغ د يوه او بل لپاره  لازم او ملزوم دي
  2. داسې و  انګېرئ چې ستاسو ډاکټر نه يواځې ستاسو معالج او طبیب دی بلکه  ستاسو يو خوږ او صميمې دوست دی؛ په واضح او څرګند ډول د خپلې شته روحې، فزيکې  او هري  روغتيايې  ستونزي په اړه  ورسره په خورا مینه خبرې اترې وکړئ او د هر ډول اړوندو رازونو غوټه مو د هغه مخ ته وسپړئ
  3. له بله پلوه د خپلې روغتيايې ستونزې په اړه مو د ډاکټر په انتخاب کې له خورا دقت او غور څخه کار واخلئ، د بیلګې په ډول د خپل ډاکټر د پوهې تجربي، تخصص، مقابل برخورد، د هغه د معالجې او درملنې  د پايلو او همدارنګه د هغه  پخوانيو او اوسنيو ځانګړنو په اړه يې پوره پوره مالومات تر لاسه کړئ  او بیا وروسته ورته  د ناروغۍ په حالت کې د تلو پرېکړه وکړئ
  4. ډېر کله ځينې ډاکټران  د زیات کار او فکرې بوختيا له امله ستړي او په ښکاره غصه ناک مالومېږي  خو په حققت کې داسې نده؛ ناروغ باید کوشش وکړي تر څو په خورا مینه، صمیمیت  او احترام سره خپل ډاکټر ته مراجعه وکړي او په خورا ښه توګه خپله روغتيايې ستونزه ورسره شریکه کړي، د خپلې ناروغۍ د حملو او  ډول په اړه مخکې له مخکې ښه فکر وکړئ  او په ډېر لنډ ډول په  اړه مالومات ورکړئ.
  5. ځينې وخت د شته  روغتيايې ستونزي  په اړه  له ناروغ سره داسې موضوعات او خبري شتون لري چې فکر کېږي د ډاکټر لپاره به ډېري مهمي او اړينې وي، خو په حقیقت کې به ډاکټرته  هومره اړينې او مهمي نه وي لکه څومره چې ناروغ فکر کوي؛ خو  ډېرکله بیا داسې خبري او موضوعات هم له ناروغ سره شتون لري  چې فکر کېږي د ډاکټر لپاره اړينې نه دي،  په داسې حال کې چې د کره تشخیص او درملنې لپاره به ډاکټر ته خورا مهمي او د پام وړ وي په دې اړه باید د ناروغ له لوري ډاکټر ته لازم مالومات ورکړل شې؛ ځينې وخت  ډاکټر ستاسو خبره په نېمی کې قطع کوي  او خپله پوښتنه مطرح کوي، په داسې وخت کې ناروغ باید غلط برداشت  وا نه خلي او په خورا مینه سره د ډاکټر هري پوښتنې ته په خورا دقیق ډول ځواب ووايې چې د ناروغۍ په تشخیص او درملنه کې  له ډاکټر سره د پام وړ مرسته کوي
  6. څنګه کوای شو د ناروغۍ په حالت کې له لږ وخت څخه زیاته استفاده وکړو:
  7. ناروغ باید په پام کې ولري چې د خپلې ناروغۍ په اړه خپل ډاکټر ته تر هر څه وړاندې باید خپل اصلي هدف او بنسټيزو ټکو ته اشاره وکړي او فکر ورکړې چې ګويا د شته ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره له ده سره همکار دی او يا د شته ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره له خپل ډاکټر سره څه کولای شي؟
  8. که چېري د شته ناروغۍ د کره تشخیص لپاره اړوند لابراتواري ازموینې ته اړتيا وي دا پرېکړه يواځې او يواځي ډاکټر کولای شي او په کار ده چې د ناروغ له لوري ورته اختیار ورکړل شې خو ناروغ کوای  شې د ورکړل شويو يا توصیه شويو لابراتواري ازموينو يا Test  د اړتیا، مهموالي، وخت او زمان په اړه له خپل ډاکټر څخه پوره مالومات تر لاسه کړي  او هر ډول لازمه پوښتنه وکړي ځکه چې ځينې وخت  ځينې طبي معاینات چې په لابراتوارونو کې سرته رسېږي دقیق او تثبیت نه وي آن  ځينې يې امکان لري چې د لاندي پايلو لرونکې وي
  9. ۱ـ False Negative : يا سهوا منفي پایله  ( منفي چې اصلا ازموينه يا ټيسټ د عمليې په وخت او پایله کې مثبت مالوم شوی وي)
  10. ۲ـ False positive : يا سهوا مثبت پایله ( مثبت چې اصلا ازموينه يا ټيسټ د عملي په وخت کې منفي ښودل شوی وي )
  11. البته په دواړو حالاتو کې د لیبرانټ له لوري بیا بیا ځلي معاینات سرته رسېږي تر څو دقیق او اصلي پایله لاسته راوړله شې .
  12. د طبي لابراتواري ازموينو په اړه باید لاندې پوښتنې په نظر کې ونیولې شې :
  13. ـ ايا توصيه شوې ازموينه دردناکه ده
  14. ـ ایا درد به يې د څه وخت لپاره همداسې دوام دار پاتي وي ؟
  15. ـ ایا ترسره کوونکې ازموينه خطر لري کنه او ایا خطر به يې د ناروغۍ تر هغه زیات وي ؟
  16. ـ ایاد قیمت او مالي لګښت له نظره ارزانه ده ؟
  17. ـ ایا کوم بل ډول ازموينه چې خطر يې کم وي په عین کیفیت نسبت توصيه شوې ازموينې ته شتون لري  او که نه ؟
  • او داسې نور ……
  1. ځکه چې د ترسره کېدونکو طبي ازموينو د اجرا، پایلو او راتلونکو عواقبو  په اړه مالومات ناروغ ته د دې ځواک ورکوي تر څو پرېکړه وکړي چې ایا دا ازموینه وکړي او که نه (په دې اړه ناروغ خپل تصمیم نیسې).
  • میرمني باید د خپل حمل او جنسې ناروغيو په اړه ډاکټر پوه کړي او همدارنګه باید خپل ډاکټر ته روښانه کړې چې تر دا مهاله يې کوم ډول درمل خوړلې او استعمال کړې دي
  • که چېرته د معایناتو په جریان کې له ناروغ څخه کومه اشتبا کېږي په کار ده چې دا اشتبا له خپل ډاکټر سره شریکه کړي تر څو يې په اړه بیرته له سره غور وشې
  • په عین حال کې کوم درمل چې د درملنې په موخه د ډاکټر له خوا ناروغ ته توصيه کېږي هم د اقتصادي حالت له نظره او هم د درملو د جانبي عوارضو له نظره ناروغ حق لري چې له ډاکټر څخه يې په اړه هر ډول اړوند پوښتنه وکړې او ډاکټر باید بشپړ مالومات ورکړي تر څو پوه شې چې ایا توصیه شوې درمل جانبي عوارض لري او که نه يې لري؟  ایا توصيه شوې درمل د مسکن لپاره دي که د درملنې لپاره ؟ ایا بغیر له درملو د شته ناروغۍ د درملنې لپاره کومه بله لاره شتون لري او که يې نه لري ؟ قیمت يې څومره دی؟  ایا توصیه شوې درمل کم شروع او اهسته اهسته زیات شې او که نه استعمال  ته يې په يوه حال دوام ورکړل شې
  • دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د ډاکټر له لوري د توصيه شويو درملو د څرنګوالي او استعمال په باره کې ناروغ ته ډېر څه له ځانه سره لري
  • د جراحي عملې په صورت کې باید يادونه وشې چې دطب له نظره له هر ډول جراحي پروسې سره خطر تړلی دی ، ناروغ نه يواځي هغه څوک دی چې د جراحي عملي په اړه تصمیم نیسې بلکه د د ې حق هم  لري چې په ده باندي د ترسره کېدونکې جراحي پروسې په اړه له خپل ډاکټر څخه بشپړ مالومات تر لاسه کړي
  • ناروغ د پريکړي حق لري چې ایا له خپلې شته ناروغۍ يا روغتيايې ستونزي سره همداسې د ژوند تر پایه تګ کوي او که د جراحي عملې له خطره سره مخ کېدو ته غاړه ږدي په دې توګه هغه ناروغان چې په دوی باندي کومه جراحي عملیه اجرا کېږي باید لاندي پوښتني په نظر کې ونیسي :
  • ـ د عملیاتي پروسې ځانګړتياوي او نوم په اړه باید پوښتنه وکړي
  • ـ بایدمالومه کړي چې ولي اړينه ده په ده باندي یاده جراحي پروسه اجرا شې؟
  • ـ ایا د ده ناروغۍ بغیر له اجرا کېدونکې جراحي پروسې د درملني بله کومه لاره نه لري ؟
  1. ـ د ډاکټر د تجربي پوهي په اړه باید مالومات ترلاسه کړي او هم مالومه کړي چې د ده د ډاکټر د پخوانيو ناروغانو( چې عین جراحي عملیه پرې اجرا شوې وي )  روغتيايې وضعیت اوس څنګه دی ؟
  • ـ ایا امکان لري چې ډاکټر ده د بیهوښې له ورکړي څخه ډډه وکړي
  • ـ ایا د عملياتي پروسې له اجرا وروسته امکان لري چې ناروغۍ به يې په بشپړ ډول ښه شې او که نه اثرات به يې لا هم شتون ولري ؟
  • ـ څومره وخت ته اړتیا ده چې له عملیاتي پروسې وروسته روغتيا تر لاسه کړي ؟
  • ـ د روغتون مالي لګښټ څومره دی او همدرانګه د ډاکټر د اجورې په اړه باید پوښتنه وکړي
  • ـ د لګښتونو د سرچينې په اړه باید فکر وکړي او هم فکر وکړي چې څوک شته د ده لګښتونه په غاړه واخلي .
  • ناروغ باید دې ته هم فکر وکړې چې ایا د خپلي ناروغۍ د درملنې او اړوند طبي ازموینو د دومره لګښتونو د ورکړي توان لري که نه يې لري ؟
  • همدارنګه ډاکټر ته په کار ده چې مخکې د عملیاتي پروسې څخه د خپل ناروغ د ستونزو او ناروغيو په اړه ځان پوه کړي چې یا بله کومه ناروغي خو به نه لري؛ د بلي روغتيايې ستونزي لرل باید و پلټل شې تر څو مالومه شې چې په شته ناروغۍ باندي کوم تاثر لري او که نه یې لري .
  • د نورو ناروغيو د پلټنې لپاره په کار ده چې ډاکټر خپل ناروغ د مشورې لپاره نورو اړوندو ډاکټرانو ته هم ولیږي او له هغوی سره يې هم په اړه مشوره وشې تر څو په بشپړ ډول ناروغ د عملیاتي يا جراحي پروسې لپاره اماده شې؛ په دې توګه به هم د اجرا کېدونکې پروسې خطرونه را کم شوې وي او هم به د ناروغ ترس او ویره کمه شوې وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *