[email protected]

د غازي امان الله خان له ستر او پرتمین نوښت چې د افغانستان د خپلواکۍ تر لاسه کول وو د یوویشتمې پیړۍ تر پیل پورې په پرتمینو مراسمو نمانځل کیده او دا ورځ له ۱۹۱۹ کال راهیسې د هر نظام واکمنانو نمانځلې ده او په ویاړ یې لوی جشنونه په پلازمېنه او ولایتونو کې جوړ کړي دي. ځکه دغه نوښتګر ځوان روڼ اندي غازي وکولای شول د خپلواکۍ ګټلو تر څنګ د شلمې پیړۍ نړیوالې لویې بریاوې او پرمختګونه افغانستان ته راوړي او افغانان د جهل ، ناپوهۍ او شاته پاتې والي له تورتمه راوباسي، خو افسوس چې انګریز د خپل نیرنګ له مخې د وخت په دیني عالمانو کې پراخې غځونې کړې وې او له دې لارې یې غازي پسې راواخیسته او دا نوښتګر غازي یې له هیواده وتو ته اړ کړ، چې د انګریزانو لخوا دیکتې شويو یادو عالمانو په څیر د تنګ او تیاره نظر لروونکي عالمان په یوویشتمې پیړۍ کې هم په افغانستان کې موندل شوي دي، چې څو کاله وړاندې یې د جمعیت اصلاح تخریبي مرکز د هیواد ړنګونې په لمسون په شمال کې یوه غونډه کې غازي امان الله خان وغانده او د خپلو شومو ګټو چې په خلکو کې د نفوذ زیاتول وو په یو شمیر پردي پاله مزدورو رسنیو کې هم مرکې وکړې، خو په دې نه شرمیدل چې عام افغانان ددوي دا ډول څرګندونې یوازې حماقت بولي؛ ځکه ټول په دې پوهیږي چې غازي امان الله خان په افغانستان کې د اسلام مبارک دین ژغورنې لپاره پرتمین نوښت وکړ او د انګریزانو په شړلو سره یې په هیواد کې اسلامي نظام حاکم کړ، خو یاد مخربین په خپل دې حماقت تر اوسه نه دي پوه چې افغانان د دوي ویناوې یوازې د پردیو په لمسون په هیواد کې د شخړو او نفاق لمن وهلو په معنا بولي.

غازي امان الله خان په خپله لنډه دوره کې د پرمختګ او مدنیت سترو بریاوو څخه افغانستان برخمن کړ او د افغانانو د علمي کچې لوړولو لپاره یې هم په هیواد کې دننه پوهنیز او روزنیز مرکزونه جوړ کړل او هم یې د لومړي ځل لپاره بهرنیو هیوادونو ته د زده کړو لپاره افغان ځوانان ولیږل. خو هغه مهال د ټول هیواد په کچه دیني عالمان له لوړو دیني زده کړو څخه نه وو برخمن شوي او نه هم د انګریزانو په غوښتنه پریښودل کیدل؛ ځکه انګریزان له دې ویریدل چې که د ديني او عصري لوړو زده کړو لپاره افغانان بهر ته ولاړ شي نو له هغه ځایه د بشپړ علمیت تر څنګ د خپلواکۍ غوښتلو نظریه هم له ځانه سره راوړي، خو د غازي امان الله خان نوښت د دیني عالمانو لپاره ستره آزادي رامنځته کړه.

بل دا چې افغانانو ذهنیتونه تیاره ساتل شوي وو او ښوونځی ورته د کفریت مرکز ښکاریدو او ښوونځیو ته د ډیرو افغانانو د تګ مخه له ګڼو لورو نیول کیده. د هغه وخت دیني عالمانو ته جدي پاملرنه نه وه شوې او د اوسني عصر په څیر یې لوړې دینې زده کړې نه درلودې او ټول دیني عالمان د عبدالرحمن خان او حبیب الله خان واکمنیو پر مهال نه بهرنیو اسلامي هیوادونو ته د لوړو دیني زده کړو ته لیږل شوي وو او نه هم عامو خلکو ته د دیني او عصري زده کړو بشپړ زمېنې برابرې شوې وې. یادو دوو واکمنانو دیني عالمان او په ټوله کې د افغانستان ټول ملاامامان د خپل ځان او پاچاهۍ مبلغین ګرځولي وو او په وعضونو او خطبو کې به یې د پاچا ستاینې کولې ، ځکه که داسې به یې نه وای کړي نو بیا یې خبره تر زنداني کیدو او وژل کیدو رسیده، چې دا ټول د انګریزانو په خوښه او غوښتنه کیده، ځکه هغه مهال افغانستان بشپړ خپلواکي نه درلوده او د پردیو لاسوهنې پکې آزادې وې او یو په یو د غازي امان الله خان نوښتونه د عامو افغانانو لپاره نوي وو او داسې یې انګیرله چې پرمختګ او ښوونځي ته تګ د انګریزانو په لارښونه کیږي په داسې حال کې چې دغه مهال نور افغانستان په بشپړه معنا خپله ټوله خپلواکي تر لاسه کړې وه.

خو دا چې غازي امان الله خان د خپلو نوښتونو لپاره پرینښودل شو او ورپسې د قدرت واګې داسې غله ته په لاس ورغلې کوم چې د ښوونځي او هر ډول دیني او عصري زده کړو پرمختګ مخالف ؤ او په خپله لومړنۍ وینا کې یې څرګنده کړې ده چې دی د مدنیت ، عصري زمانې سره د هر ډول پرمختګ او په تیره د ښوونځي سرسخت مخالف دی، نو اوس په کومو سترګو یو شمیر کړۍ راپاڅیږي او د هغه په نوم لویه لیسه نوموي. په داسې حال چې غله کلکاني هیڅکله ښوونځی نه غوښت او د هغه په نامه د ښوونځي یا بل علمي مرکز او یا د یوشتمې پړۍ پوخ واټ او څلور لارې نومول به د حبیب الله کلکاني پر شخصیت ملنډې وهل وي او هغه ته به لوی سپکاوی وي. ځکه که موږ په یو چا باندې چې له غره راښکته شوی وي او په ژوند یې قلم په لاس کې نه وي اخیستی ملنډې ووهو نو په رشخند سره ورته وایو چې پوهاند صیب ، ډاکټر صیب ، پروفیسور صیب او هغه به له دې امله سخت ځوریږي او له شرم او غوسې به راسره د فکري شاته پاتې والي له امله په شخړه شي او سپکې سپورې به راته ووایي.

او بیا که چیرې اوس شمالیان په دې هڅه کې وي چې د یاد غله لپاره پر چارواکو زور راوړي څو هغه ته د ویاړ کوم لقب ورکړل شي نو دا به د حبیب الله کلکاني روح په سخت کړاو کې واچوي ځکه چې وايي : چې په ګنځي یا پک سري ملنډې وهې نو ورته ووایه چې څڼیوره نو اوس که یاد غله ته لږ تر لږه یو څوک حبیب الله خان هم ووایي نو دده په شان کې به ستر سپکاوی وي ځکه چې د یو غل او نالوستي له نوم سره یې د خان کلمه اضافه کړل شوې ده او بیا د سست عنصره پخواني ولسمشر کرزي په واکمنۍ او د فاروق وردګ د پوهنې وزارت دندې پر مهال یو ښوونځی چې د حبیب کلکاني په نوم شوی نو له دې امله به هم دده روح په کړاو کې وي ځکه تاریخ پوهانو دده لومړنۍ وینا راخیستې چې په هغه کې یې تر ټولو مخکې د ښوونځي مخالفت کړی دی لکه د افغانستان تاریخ لیکوونکی میرغلام محمد غبار چې د کلکاني لومړۍ وینا داسې راخیستې ده : ((مه اوضای کفر و بی دینی و لاتی گری حکومت سابقه ره دیده، و برای خدمت دین رسول الله کمر جهاده بسته کدم تا شما بیادرا ره از کفر و لاتی گری نجات بتم. مه باد ازی پیسه بیت الماله به تعمیر و متب ( مکتب) خرج نخات کدم ، همه ره به عسکر خود میتم که چای و قند و پلو بخورن، و به ملا ها میتم که عبادت کنن، مه مالیه صفایی و ماسول گمرک نمیگیرم و همه ره بخشیدم و دیگه مه پاچای شماستم و شما ریت مه می باشین، برین باد ازی همیشه سات خوده تیر کنین ، مرغ بازی ، بودنه بازی کنین، و ترنگ تانه خوش بگذرانین)).نو که چیرې دداسې یو وینا وال دې ډول وینا په اړه څوک په تمسخر ووايي چې ډیره عالمانه وینا یې وکړه ؛ پرته له شکه چې به ټول مخاطبین ورپورې وخاندي.

نو ځکه خو تر ټولو مخکې له هغو کسانو څخه چې د کلکاني لپاره مثبت شخصیت او نوم په لټه کې دي دا غوښتنه کوم چې بې ځایه دې ځانونه په ځان او کلکاني پورې نړیوال نه خندوي او د نړیوالو طنز لیکوونکو پام دې ځان ته نه را اړوي؛ ګنې د دوي هر کار به په دې تړاو د کلکاني شخصیت او روح ته سپکاوی وي او نړیوال کمیډین به ددوي کړنو باندې کمیډي فلمونه او طنزونه جوړ کړي او په نړیواله کچه به ځانونه بدنام کړي او نه دې هم یو شمیر کسان د دیني عالمانو بدنامولو په نوم د دیني عالم په نوم راپاڅیږي او د غازي امان الله خان کارنامې غندي؛ ځکه پرته له شکه چې په دوي پسې به هم نړیوال ملنډې جوړې کړي او وبه وايي چې دا ډول کسان په خپل ځان ملنډې وهي.

له ولسمشر څخه هم غواړم چې په ویاړونه او منصبونه لیلام نه کړي او د دیني عقایدو په نوم د اصلاح په نوم مخربې کړۍ دې هم په جدي ډول تر څارنې لاندې راولي او ددې ډول مخربو کړیو لخوا روز شویو کسانو ویناوو ته دې هم متوجه وي.

پاته دې نه وي چې زه د هیواد او په ټوله کې د اسلامي نړۍ ټولو ديني عالمانو ته د دین د پرتمینو او سترو شخصیتونو په سترګه ګورم او درناوی ورته لرم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *