ځان وژنه د ذهني جنون یو شکل دی. کوم کسان چې له رواني پلوه نیمګړي، بې منطقه او په مجنون ډول وروزل شي هغوی هرڅه ته تیارېدای سي. د اسلامي نړۍ په تاریخ کې یې د حسن صباح ډله ښه بېلګه ده چې ملاتړي یې حشیشان بلل کېدل. نوموړی د خپلې ډلې روحاني رهبر وو چې د ده په امر به یې د هر هغه چا وژلو ته ملاتړله چې ده به یې ورته لارښوونه کوله.

(assassins)یا  حشاشین هغه ډله وه چې تل یې د نورو په لمسون د خپل اولس، اسلامي امت او مسلمانانو پر خلاف بریدونه کړې، پوهان یې وژلي، سیمې یې ورانې کړې، حاجیان یې لوټل، پر سوداګریزو کاروانونو یې بریدونه کول او د اسلامي نړۍ له هر هغه د ښمن سره یې مرسته کوله چې غوښتل به یې مسلمانان په سیاسي، پوځي، ټولنیز، اقتصادي او پوهنیز ډګر کې شاته پاته سي. د دې کارونو په ترسره کولو هغوی ځانونه هم رښتني مسلمانان ګڼل او هر وخت به یې دا شعار ورکاوی چې موږ تر بل هر چا کلک مسلمانان یو.

د تاریخ الملوک لیکوال لیکي:

یو وخت حسن بن صباح یا حسن صباح ته د هغه وخت د امیر له لوري د سولي استازی ولېږل سوورته ویې ویل چي تسلیم سه! ده خپل یو ملاتړی راوغوښت ورته ویې ویل: ځان ووژنه هغه سمدستي ځان وواژه. بل ته یې امر وکړ چې د کلا تر فصیل ځان وغورزوه هغه هم ځان د کلا ترفصیل وغورزاوی او ووژل سو. استازي ته یې وویل: ورسه! مشر ته دې ووایه چې له ما سره دا ډول شل زره سرتېري دي. همدا زما ځواب دی.

حسن بن صباح یو مصنوعي جنت جوړ کړی وو چې هلته به یې خپلو پيروانو ته د حقیقي جنت نندارې ورښکارولې. تاریخ دا هم وايي چې په دې جنت کې نوموړ ي ګڼ شمېر ځوانې مېرمنې ساتلې وې چې ده حورې بللې، خپلو فدایانو ته به یې د هغوی د تر لاسه کولو وعدې ورکولې. دې حورو به فدایان تل په نشه کې ساتل.

په مدرسو کې هم ځانمرګو ته په دروغو د جنت، حورو او نعمتونو د ترلاسه کولو وعدې ورکول کېږي. د مدرسو منتظمین او استاذان تل د همدې جنتونو، حورو، غلمانو او نعمتونو په اړه ویناوې کوي، دروغ کیسې ورته اوروي او خپل شاګردان هڅوي چې په افغانستان کې د هر هغه چا په وړاندي برید ترسره کړې چې د دوی په اند مخالف یې دی.

په پاکستان کې د مدرسو د نده ښوونه او روزنه نه ده بلکې هلته د استاذانو، مشرانو او له مدرسو سره د تړلو ډلو او ادارو هڅه دا وي چې د خپلو شاګرانو ذهنونه او نفسیات په یو متعصب، کرکجن، سخت دریځه، بې منطقه او داسي تنګ نظره ماحول کې وروزي چې هیڅ کله بیا د هدایت او منطق لاري ته رانه شي. زموږ د هیواد تنکي ځوانان د پاکستان په مدرسو کې همداسي روزل کېږي. له همدې کبله دا مدرسې د حشاشینو روزن ځایونه دي نه د دیني زده کړو د ښوونې او روزنې.

4 thoughts on “مدرسې او حشاشین/ خليل خپلواک”
  1. Hokomat bayyad che pa sarhadono ki afghanan zwanan la nazar terkri aw zan ta swal paida kri che da kasan wale pa zami pakistan ta awri aw pa pasarli berta watan ta ra stanigi aw wrankari kawai….wa Salam

  2. زه ما په اند د اوسنی ستونزولامل مونږپه خپله یو چی د منطق پر ځای د بی سواده پا کستانی او ایرنی ملایانو څرګندونو ته غوږ نیسواو د هغو وینا ګانو ته ا سلام د حکم بڼه ورکوو

  3. De intehari hamlo de wojohato lata ter dai deer kar ghwari che zmong siasi shanonki yee kwai. Har tsah peh Talibano aw de haghoi peh tabligh pori taral faqat domar faida lari che sari pre likwal kigi aw telvision ta ham lar paida kawalai she. Lari ne zam de portani likwal likani ta razm. Da Muhtarm hagha Sabah teh che you riazi dan ham wo aw the alborz peh ghrono ki yee zanta yew markaz jor kari wo ishara kawi. Hagha Sunni ne wa aw zeh fikre na kawam chez de Talibano peh rahbari ke de dasi tsok wei cheh de yewa shia mutabat de wakri. Bala khabara dada che intehari hamli de talibano nawakht ne dai. Misaloona ye peh Pakistan aw philistine kee wino.Zeh de hagha wakht khabera kawam che peh Afghanistan kee la de Zahir Shah Padshahi wa. De intehari hamlo strategy yawazi peh muslumanano poor ham mahdooda ne da. Peh Sri Lank kee Toor Prangano da dawl breedona deer kari di. Lowstonko teh malooma da che Tamilian Musulmanan na balke Hindwan di. Peh dwayam nari wala jakra ki japaniano ter 1500 ziat pilootan peh intehari hamlo kee la lasa warkra. Doi khplai tiari de dokhman peh kishtio war ghorzawali che amrikayano teh yee deer zianoona warwarawl. De de tso misaloono ne da matlab kigi che de intehari hamlo buniadi wajha na andwala jagra da. De yewai khwa peh las ki, dollar, zmeka, hawa aw samander dai, da bel yee bia peh ghrah, dasht, aw biaban ki ausi aw de safar de tswari darak ham ne lagi. Intehari hamloo tah de aksulamal peh hais katal insaan dai tah biai che de mushkil asli wajah tsa da. Yaw tarafa tablighat insaan be lari kawi.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *