بریم چند

ژباړه: نسيمه باري –

د کيږدۍمخ  ته پلار او زوی دواړه پټه خوله نغري ته ناست وه. په کيږدۍ  کي دننه د زوی ځوانه مېرمن(بدهیا)د لنګواله دردونو نيولې او  اړخ پر اړخ کېده، تر خوله يې داسي سوځنده چيغي وتلې چي په اورېدو يې د سړي د بدن وېښتان جګ جګ درېدل.  له دې چيغو پرته چوپه چوپتيا وه او ټول کلی په تيارو کي پټ و.

( ګهسو) وویل: فکر نه کوم چي  دا ښځه ديژوندۍ پاته سي، ټوله ورځ يې په چيغو او دردونو تېره کړه، ته ورسه ويې ګوره چي څنګه سوه؟ (مادهو) په دردېدلي ږغ وویل: چي ورسم څه مرسته ورسره کولای سم؟هسي هم مري نه پاته کېږي.

–  زويه ډېر  سخت زړی انسان يې، خپله مېرمن دي ده، پوره يو کال ژوند دي ورسره تېر کړ، اوس يې دومره په کیسه کي نه يې؟

–  نو زه څه وکم؟ ته يې وينې چي څومره په تکليف ده، زه يېد ليدلو زغم نه لرم.

د چمارونو کورنۍ په ټول کلي کي بد نوم  درلود. ګهسو چي به یوه ورځ کار وکړ، نو درې ورځي به په کور کي ارام  ناست و او (مادهو) بیا داسي لټ و چي یو ساعت به يې کار وکړ، نو دوه ساعته به يې چيلم څکاوه، له همدې امله اوس دوی ته چا کار هم نه ورکاوه.  که په کور کي یو مټ اوړه  هم پاته وای، دوی کار نه کاوه. کله چي به يې دوې درې ورځي په وږي نس تېري کړې، نو  ګهسو به ځنګله ته ولاړ، هلته به يې د ونو څو ښاخونه راپرې کړل، کور ته به يې راوړل او بيا به مادهوپه بازار کي خرڅول.

په کلي کي د  خواريکښو خلکو لپاره هر ډول کار پيدا کېده، خو دوی به بيا هم ټوله ورځ لوی لونده او بېکاره ګرځېدل. کليوالو به دوی هغه وخت کار ته غوښتل چي له دواړو څخه به يې د يوه سړي کار اخيست. دوی عجيبه خويونه او ژوند درلود. په کور کي يې له دوو څلورو  لوښو پرته بل څه نه درلودل. کېږدۍ يې شوړېدلې او  له څو ټوټو څخه جوړه سوې وه،  خو دوی بیا هم ډېر بې غمه ګرځېدل. که څه هم پوروړو به ښکنځل او وهل، خو دوی بيا هم چورت نه واهه او بې پروا ګرځېدل.له نژدې مامتو او پټيو څخه به یې روميان او پټاټې را وکښلې، په اور کي به يې پخې کړې او بيا به يې خولې. ګهسو په دغه ډول شپیته کاله ژوند  تېر کړی و او د هغه زوی مادهو  هم د پلار پر پل تللی او آن دا چي تر پلار هم  ډېر لټ  او بې کاره و. يوې خوا ته د بدهيا سوي چيغي او بلې خوا ته دوی  اور ته ناست وه او پټاټې یې په اور کي پخولې او بيا يې خوړلې.  د ګهسو ښځه ډېره پخوا مړه سوې وه، مادهو ته یې تېر کال واده ور وکړ، له کومه وخته راهيسي چي يې بدهيا راواده کړې وه، نو کور منظم او سنبال سوی و.بدهیا به هڅه کوله چي په يو ډول د دې دوو لټانو نسونه ورډک کړي. د بدهيا له راتګ سره دوی نور هم لټ او ټنبل سوي وه، يوه خاشه يې پر بله نه ايښووله، يوازي ټنبل نه، بلکي کبرجن سوي هم وه، که چا به د کار ورته وويل نو دوی به نخرې او پلمې کولې.

هغه بدهيا چي کور يې منظم کړی او د دوی نسونه يې ورډکول، نن د مرګ پر بستر پرته او د ځکندن  وروستۍ سلګۍ يې وهلې، خو دوی ناځوانانو يوازي هغي شېبې ته انتظار ايست چي کله به  هغه مړه سي چي دوی پر ارامه ويده سي. ګهسو يوه دانه پټاټه له اور څخه راوايسته، پوست یې ځنيواړاوه او بيا يې وويل: زويه  ته يو وار ورسه چي بدهيا څنګه سوه؟ ماهو په بې پروايي وويل: تا وانور به څه په سوي وي، پېريانو  نيولې ده، که ملا ورته راولم هغه هم يوه روپۍ غواړي.

مادهو فکر کاوه چي که زه بدهيا ته ورسم، نو دلته به ګهسو پټاټې راڅخه وخوري او زه به وږی پاته سم، هغه و چي پلمه يې وکړه، ويل زه وېرېږم.

ګهسو: له څه شي وېرېږې؟ دا دی زه درسر ه يم

مادهو: خو ته ورسه ويې ګوره

ګهسو: زما ښځه چي مړه کېده زه درې ورځي ورته ناست وم، خو مخ مي يې نه دی ليدلی، نو نن د دې مخ څنګه ووينم؟  که کوچنی يې پيدا سو بیا به څه کوو؟ په کور کي خو نه اوړه، نه غوړي او نه  ګوړه سته.

مادهو: ته اندېښنه مه کوه، هر څه به پیدا سي، کله چي کوچنی په خير پيدا سي، هغه خلک چي پخوا يې پيسې نه راکولې هغه وخت به يې د کوچني لپاره راکوي.دواړو له اور څخه  پټاټې را ايستلې او خوړلې يې. دوی ډېر وږي وه، ځکه له پرون راهيسي يې څه نه وه خوړلي.دومره وږي وه چي آن پټاټې يې سړېدو ته هم نه پرېښوولې، څو واره يې ژبې وسوځېدې. پټاټې په خوله کي دومره تودې او سرې نه معلومېدې، کله چي به ستوني ته کښته سوې، نو ستونی يې سوځاوه،خو کله چي به نس ته ورسېدې، نو هلته يې کومه ستونزه نه پېښوله، ځکه نو دواړو په داسي حال کي چي د ژبي او ستوني د سوځېدو له امله يې تر سترګو اوښکي څڅېدې، ژر ژر  پټاټې خوړلې.

په دې وخت کي ګهسو ته  د (ټهاکر) واده ور په ياد سو چي ده په ماړه نس ډوډۍ پکښي خوړلې وه. دا واده د ګهسو لپاره يوه ښه خاطره وه. ده به تل ویل چي په ټول عمر کي مي داسي په ماړه نس ډوډۍ نه ده خوړلې. د ناوي له خوا  ټولو لويو او کوچنیانو مېلمنو  ته د غوا د غوړو چټني،اچار،درې ډوله وچه کړې ډوډۍ،مستې،ترکاري  او خواږه ورکړل سول، لنډه دا چي چا څومره خوړای سوای هغومره يې ورکول. بله لا دا چي تر ډوډۍ وروسته يې ټولو خلکو ته پان هم ورکړل. مادهو وويل: اوس داسي څوک سته چي موږ  ته هغسيډوډۍ را کړي؟

 – يه يه بچيه هغه بله زمانه وه، اوس څوک کله دومره لګښت کوي. اوس ټوله  خلک وایي چي په ودونو، خيراتونو، فاتحو او ختمونو کي باید لږ پيسې مصرف سي، که څه هم اوس تر پخوا د خلکو ګټه وټه ډېره سوې ده، خو اوس خلک د پيسو شوقيان سوي دومره پيسې نه لګوي

–  تا به په هغه واده کي يو شل پانه خوړلي وي؟

–  شل څه شي دي، زيات مي وخوړل

–  ياره  که ستا پر ځای زه وای، نو پنځوس پانه مي خوړل

–  د هغه واده شل کاله کېږي، سم مي نه دي په ياد، خو خدای مي دي غاړه نه بندوي، ما به هم تر پنځوس کم پان نه وي خوړلي.

 د پټاټو تر خوړلو وروسته دواړو اوبه وڅښلې، وروسته لکه ماران اوږده اوږده وغځېدل او ځانونه يې خوب ته چمتو کړل، خو څو ګامه وړاندي بدهيا هماغسي د دردونو له لاسه چيغي وهلې.

سهار چي مادهو کيږدۍ ته ورغی، نو ګوري چيبدهيایخه پخه پرته ده او پر مخ یې مچیان ګرځي،سترګي یېروڼي پاته او ټول بدن یې په خارو لړلیو، نه يوازي دا چي خپله بدهيا مړه سوې، بلکي په نس کي يې ماشوم هم مړ سوی و.

مادهو په منډه ګهسو ته راغی او د بدهيا د مړيني خبره يې ورته وکړه. له دې سره سم شور او زوږ جوړ سو او په يوه شيبه کي  ګاونډيان هم راغلل.د ژړا  لپاره وخت نه و، ځکه دوی باید لومړی د کفن او سونګ لپاره د لرګيو غم خوړلی وای.  پلار او زوی په ژړا د کلي خان ته ورغلل.  خان پخوا  لا له دوی څخه کرکه کول،آن دا چې څو واره يې د همدې خپلي بې غيرتۍ او ټنبلۍ له امله وهلي او ترټولي  هم وه. خان وويل: ګهسو څه خبره ده ولي ژاړې؟  ګهسو سر پر ځمکه کښېښود او په ژړا يې وويل: خان صاحبزموږ  کور وران سو، تباه سولو.  زما مږور مړه سوه.  ټوله شپه یې په چيغو او دردونو تېره کړه، تر  سهاره پوري يې سر ته ناست  و او دوا مو هم ورکړل، خو ګټه يې و نه کړه.  موږ خو ستاسي مريان يو، د خدای لپاره زموږ لاسنيوی وکړه!  که تاسي له موږ سره مرسته و نه کړئ هغې ته به کفن څوک ورکوي؟

د کلی خان که څه هم يو مهربان انسان و، خو پر ګهسو يې زړه نه سوځېد، زړه يې غوښتل ورته ووايي چي ورځه ورک سه، نن چي اړ سوې نو راغلې، خو دا وخت د درد او قهر نه و، ګهسو ته يې دوې روپۍ وروغورځولې او نور يې څه و نه ويل. د کلي نورو خلکو هم له  ګهسو دوی سره مرسته وکړه، په څو دقيقو کي ګهسو پنځه روپۍ ټولي کړې. پر دې سربېره کليوالو غله او لرګي هم ورکړل. ماپښین مهال مادهو  او ګهسو بازار ته ولاړل چي کفن رانيسي.

د کلي هره  ښځه چي به راغله او د بدهیا مړی به يې وليد، نو د هغې پر بې وسۍ او بېوزلۍ به ژړا ورغله. ګهسو مادهو ته وویل چي د بدهیا د سوځېدو لپاره خو کليوالو لرګي راکړل، اوس بايد يوازي کفن رانيسو.مادهو وويل چي هو يوازي به کفن رانيسو، خو بايد ارزانه کفن واخلو. ګهسو په شيطاني  انداز  وخندل: هو موږ چي کلي ته رسېږو ماخوستن کېږي، په تياره کي کفن ته څوک ګوري.ياره عجيبه رواج  مو دی، په ژوند ولاکه يوه جوړه ښه کالي لري، خو تر مرګ وروسته نوی کفن غواړي. که دا پنځه روپۍ مخکي پيدا سوي وای علاج به مو يې کړی وای.

دواړه یو د بل په مطلب ښه پوهېدل، بسهسی په بازار کي يوې او بلي خوا ته  ګرځېدل. په دې وخت کي يوې شرابخانې (ميخانې)  ته ورسېدل، ګهسو مادهو ته تر بڼو لاندي وکتل او بيا دواړه شرابخانې ته ورننوتل.  ګهسو د شرابو یو بوتل واخیست، دواړه د شرابخانې برنډې ته راووتل  او په څښلو يې پيل وکړ، نيم بوتل شراب يې لا نه وه څښلي چي دواړه مست سول، ګهسو وويل: په کفن به  نو څه سوي وای، هسي به مو سوځولای، بدهیا خو له ځان سره اخيرت  ته نه ووړ.  مادهو آسمان ته وکتل او سوکه يې وويل: که خلکو د کفن پوښته کوله څه ځواب به ورکوو؟  ګهسو په خندا وويل: ورته وبه وایو چي پیسې را څخه ورکي سوې. په دې وخت کي  مادهو په خندا سو: بدهیاډېره ښه ښځه وه، دا دی  تر مرګ وروسته يې هم ډېر  ونازولو.

د شرابو نيم بوتل پاته و،ګهسو پان،غوښي او کبابونه هم راوغوښتل. که څه هم له دوی سره لږ پيسې پاته وې، خو دواړه داسي زړه ور ناست وه لکه زمريان. نه د ځواب ورکولو غم ورسره و او نه هم د بدنامۍ په فکر کي وه.مادهو په اندېښنه وويل: يوه ورځ به موږ  هم له دې نړۍ څخه ځو که نه؟  ګهسو د مادهو دې پوښتني ته هيڅ ځواب ور نه کړ. مادهو بيا وپوښتل: کهبدهیا په اخيرت کي

له موږ څخه  پوښتنه وکړه چي ما ته مو ولي کفن را نه کړ موږ به څه ځواب ورکوو؟

ګهسو په درد وويل: ته څه خبر یېبدهيا به کفن پيدا نه کړي؟ پر ما دي د بې عقل ګومان کړی دی؟ ايا ما په دنيا کي شپېته کاله عمر  هسي تېر کړیدی؟  هغي ته به کفن ورسېږی او  ډېر ښه کفن به ور ورسېږي.

–  څنګه به وررسېږي ؟ پيسې خو ما او تا ټولي په شرابو ووهلې

–  ته ولي زما خبره نه مې؟ زه درته وايم چي هغې ته به خامخا کفن رسېږي

–  ته ولي نه راته وايې چي هغې ته به کفن څوک ورکوي؟

–  هغه خلګ به یې ورکوي چي موږ ته يې دا پيسې راکړي دي.

که له يوې خوا د شپې تياره ډېرېدل نو له بلي خوا د ستورو رڼا هم ډېرېدله.له تيارې سره ورو  ورو د میخانې شور او ګڼه ګوڼه هم زياته شوه.چا نڅا کوله، چا سندري ویلې، چا به د خپل ملګري په غاړه کي لاسونه ور واچول او ځينو به يو بل ته په خوله کي شراب ورکول،يوازي د ميخانې خلک نه، بلکي داسي ښکارېده لکه د ميخانې هوا چي هم مسته سوېاو ناڅي.  پلار او زوی  په  خوند خوند شراب څښل، ځينو خلکو به ورته کتل، ويل دوی څومره نېکمرغه خلک دي چي په دوو نفرو  د شرابو پوره بوتل ورته پروت دی. کله چي يې ډوډۍ وخوړه، نو مادهو پاته سوې ډوډۍ راواخيسته او يوه سوالګر ته يې ورکړه، ويل چا چي ډوډۍ تيارول هغه خو مړه سوه، خو ستا دعا به خامخا هغې ته ورسېږي. مادهو بيا اسمان ته وکتل: هغه به جنت ته ځي او د جنت بي بي به وي. ګهسو ځولۍ ځولۍ ولاړ سو او په خندا يې وويل: هو جنت ته به ولي نه ځي، خامخا به ځي.  که دا جت ته ولاړه نه سي نو څوک به ځي؟  ايا هغه لټان به جنت ته ځي چي بېوزله خلک لوټي او بيا د خپلو ګناهونو  د پاکولو لپاره زیارتونو او مندرونو ته ځي؟ مادهو په دردېدلياوازوویل: هغې بېچارګۍ په ژوند کي ډېر غمونه وګالل او مرګ يې هم ډېر په تکليف و، له دې سره سم مادهو په ژړا سو. ګهسو ورته وويل: ولي ژاړې زویه؟  ته بايد خوشاله اوسې، هغه ډېره نېکمرغه ښځه وه چي  د دې نړۍ له غمونو خلاصه سوه. تر دې وروسته پلار او زوی  دواړو ولاړ سول. کله به يې سندري ويلي او کله به يې نڅا کوله، په نڅا کي به ولوېدله  او  بيرته راپورته سول. د ميخانې ټولو خلکو ورته  کتل. پلار او زوی تر هغو پوري سندري ويلې او نڅېدل چي دواړه بې سده  او پر ځمکه ولوېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *