ژ محمداکبر حقمل خپلې کورنۍ او ننیو اړیکو ته مو ځیر شئ. اوس د پنځو راتلونکو کلونو په فکر کې شئ یا یې په اړه فکر وکړئ! ۱ که د کورنۍ ژوند مو په پنځو راتلونکو کلونو کې جوړوئ، نو کومې ځانګړنې به ولري؟ ۲ څوک درسره دي؟ څوک درسره نشته؟ ۳ ستاسو د ژوند بڼه به کوم ډول وي؟ ۴ چېرې او څنګه به ژوند وکړئ؟ ۵ که د پنځو راتلونکو کلونو په لړ کې هرڅه په خپل ځای شتون ولري، ستاسو اړیکې به ستاسو له ګاونډیانو سره څه ډول وي؟ کله، چې د خیالي ژوند راتلونکې مو تصوور او جوړه کړئ، یواځې دا پوښتنه درته پاتې کېږي، چې څه ډول؟ دا یوه کلیدي پوښتنه ده. له ځان څخه ددې پوښتنې څو ځله پوښتل تاسو هڅوي او پیاوړتیا مو په خوځښت راولي، تر هغې پورې مو یواځې نه پرېږدي ترڅو، چې خپلې موخې ته نه یئ رسېدلي. نابریالي وکړي تل که د یوې ځانګړې موخې پایلې ته ورسېږي او یا که ونه رسېږي شاته کېږي(ژر ماتې مني). بریالي او پیاوړي وګړي یواځې او یواځې له خپل ځانه پوښتي »څه ډول«؟ وروسته بیا په داسې لارو پسې ګرځي ترڅو خپل خوبونه، خیالونه او موخې په حقیقت بدل کړي. یعنې بریالي کسان، چې هره موخه لري لومړي دا وایي، چې څه ډول دې موخې ته ورسېږو کله، چې رسېدو ته یې لار وپېژني، نو سملاسي پیل پرې کوي او یواځې د خپلې بریا په اړه فکر کوي او په پای کې خپلې بریا ته ځان رسوي.