تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هیواد عواید په داسي حال کې په سلو کې ۲۲ زیات شوي چې حالات خورا سخت دي.

ولسمشر غني نن/شنبه/ د عمومي مالي چارو د مدیریت د لارو چارو د پنځه کلن پلان په غونډه کې همداراز وویل چې د هیواد عواید دوه برابره زیاتېدای شي.

ښاغلي غني وویل، ټولنه له دوامدارو عوایدو پرته په ځان نه شي بسیا کېدای او ټاکل شویو هدفونو ته نه شي رسېدای.

ده وویل، د حکومت دنده د اسانتیاوو رامنځته کول او خلکو ته د خدماتو وړاندې کول دي.

ولسمشر غني افغانانو او نړیوالې ټولنې ته ډاد ورکړ چې د افغانستان حکومت به د اصلاحاتو په راوستلو، د شفافیت په رامنځته کولو او حساب ورکولو کې له هیڅ هڅې ډډه ونه کړي.

افغانستان په وروستیو کې له کورنیو او بهرنیو موسسو او ادارو څخه د مالیې اخیستل پیل کړي دي.

د افغانستان کالنۍ بودجه څه باندې ۷ نیم ملیارد ډالره ده چې حاضردمه په سلو کې ۶۰ د بهرنیو هیوادونو له مرستو ورکول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *