لومړى څپرکى
زرغونه ډله
ما احساسول چې د خوَلو څاڅکي مې پر ملا لاندې روانې دي او کميس يې په لندېدو و، ورو پخواني وخت ته ستون شوم، په ميسي پيسي کې زموږ د روزنې په ساحه کې مې ̋د مرګ د کور̋ دهلېز راپه ياد شو.
دا ٢٠٠٤م کال و، د پاکستان ايبټ اباد ته د (Black Hawk) الوتکې تر بوتللو اووه کاله مخکې، [د ايبټ اباد] دا عمليات په تاريخ کې يو ځانګړى تاريخي بريد و.
زه د سمندري ځواکونو د ټاکنې او روزنې د شپږمې ډلې غړى وم، کله- کله يې بشپړ نوم هم اخيستل کېږي:
د امريکا د سمندري ځواکونو د جنګي چارو ځانګړې پرمختيايي ډله، چې لنډيز يې دى: DEVGRU
د ټاکلو دغه نهه مياشتني کورس ته يې زرغونه ډله هم ويله، بس زما او د نورو کانديدانو ترمنځ يو شى ولاړ و، هغه دا چې هر يوه غوښتل د دې ډلې DEVGRU وتلو کسانو کې راشي.
زړه مې په زوره درزېده، په داسې حال کې چې د دروازې خوا ته په خپلو ملګرو پسې روان وم، د بدن د خوَلو له کبله اړ وم چې سترګې ورپوم.
په داسې حال کې چې هڅه مې کوله له ذهن څخه مې بې ارتباطه سوچونه وباسم، په سختۍ مې ساه کښته پورته کېده، زه په وېره کې او زړه نازړه وم، هغه دا چې څومره تېروتنې شوې دي. ما تمرکز ته اړتيا درلوده، خير که په خونه کې چې موږ وردننه کېدو هرڅه هم وي، دا تر هغې لار ډېره نرۍ کرښه وه چې لارښودانو ورباندې تګ ته اړ ايستو او دوى يې ننداره کوله.
ټول لارښودان (روزونکي) د DEVGRU تجربه کاره او عالي جنګي مامورين وو. دوى د دې لپاره ټاکل شوي وو، چې نوي عمليات کوونکي وروزي، زما راتلونکى هم د دوى په لاس کې و.
له ځان سره مې وويل:
درځه د غرمې ډوډۍ وخوره.
دا يوازېنۍ لار وه چې ما خپل اضطراب کنټرولولاى شواى. په ١٩٩٨م کال کې ما د سمندري ځواکونو تر اوبو لاندې د تخريب د اساسي زده کړې يا BUD/S له طريقه دا کار وکړ. ما د خوړو پر وخت ورباندې تمرکز کولاى شواى. هېڅ پروا يې نه کوله په داسې حال کې چې که مو پښې د سر خوا ته د خوځېدو په حال کې دي که د سيند د غاړې سړو اوبو لوند خيشت کړى يم. دا هېڅکله ختمېدونکې نه وه. يو متل دى:
̋ته به يو فيل څنګه خورې̋
ځواب يې ساده دى:
̋هر ګړى يوه ګوله ورڅخه کوم̋ (ټول په يوه وار نه خورم)
زما ګولې سره وېشل شوې وې: د سهار ناشته، د غرمې ډوډۍ چې په يوې سختې روزنې پسې وه او د ماښام تر ډوډۍ پورې مې تمرکز کاوه. دا کار به تکرارېده.
په ٢٠٠٤م کال کې زه د سمندري ځواکونو يو بشپړ غړى وم، خو د DEVGRU غړيتوب زما د شخصيت (راتلونکي) اوج و. د سمندري ځواکونو د ټروريزم ضد ډلې (يونټ) په توګه DEVGRU د ژغورنې ماموريتونه نه کول، جنګي جنايتکاران يې تعقيبول، د سپټمبر د ١١مې تر بريدونو پورې يې په افغانستان او عراق کې د القاعده جنګيالي ووژل او يا هم ونيول.
خو د زرغونې ډلې له طريقه پرته دا هرڅه اسان نه وو، دا زما لپاره نور ډېر غوره نه و، چې يو سمندري پوځي واوسم.
د زرغونې ډلې پر مهال برياليتوب له ناکامۍ سره مخامخ و او دويم مقام د اول ناکام شوي لپاره و… په دې ډله کې بريا پر خپلو اندېښنو او خواشينيو لاسبري کېدل او په لوړه کچه خپل اجراات ترسره کول ګڼل کېدل.
د روزنې تر هرې ورځې مخکې موږ PT يا د فزيکي جزا روزنه بشپړوله، چې په هغو کې د اوږدې فاصلې ځغاسته، ناسته ولاړه او هر هغه حرکات شامل وو، چې روزونکو (چې زموږ له ځورولو يې خوند اخيست) پلان کړي وو. موږ کوچني موټران او حتى په ځينو روزنو کې بس موټرونه هم ټېله کول. کله چې د مرګ کور ته ورسېدو، د ̋نژدې درې مياشتنۍ جګړې̋ يا CQB د تمرين لپاره په بالسټيکي لحاظ خوندي وداني جوړه شوې وه، چې دهلېزونه او خونې يې هم درلودې، زموږ عضلات ستړي او ټپي شوي وو. د PT هدف دا و، چې موږ په فزيکي لحاظ ستړي کول او مخکې تر دې چې د تخنيکي چاپېريال له غوښتنې سره سم په کوم واقعي ماموريت ووځو، موږ وازمويي او له هغسې فشار سره مو مخامخ کړي.
په داسې حال کې چې سالون ته کښته کېدو، ما دومره وخت هم نه درلود، چې روزونکو ته يو اجمالي نظر واچوم. دا د روزنې لومړۍ ورځ وه، د هر يوه اعصاب تر فشار لاندې وو. کله چې موږ په اريزونا ايالت کې له وړې ارتفاع څخه د پراشوت يو مياشتنۍ روزنه بشپړه کړه، د CQB روزنه مو پيل کړ، دلته هم د اجرااتو لپاره پر موږ فشار موجود و، کله چې موږ ميسي سيپي ته لاړه و، دغه فشار نور هم زيات شو.
د يوې شېبې لپاره مې هڅه وکړه له ذهن څخه ځوروونکي دردونه ليرې کړم او پر هغې دروازې مې تمرکز وکړ چې زما په وړاندې وه. دا له څو لايه تختو څخه جوړه شوې وه چې دستګير يې هم نه درلود. دا دروازې زموږ نه مخکې د ټيم له خوا په ضربو او وهلو ماته شوې وه، چې زما د ډلې يوه ملګري په دستکشې د خپل پوښل شوي لاس په مرسته هغه په اسانۍ سره پرانيستله، خو تر ننوتلو مخکې او د هدفونو تر مشخصولو مخکې هلته د يوې شېبې لپاره تم شوو.
دا خونه مستطيل شکله وه، شډل دېوالونه يې درلودل چې د اواز د جذبولو لپاره يې ځانګړي مواد په کې کارولي وو، ما اورېدل چې ملګرى مې راپسې خوندې ته راننوت، د يوه هدف د لټون په خاطر مې د خپل ټوپک خوله مې يوې او بلې خوا ته واړوله.
هېڅ هم نه وو. خونه خالي وه.
ملګرى مې په داسې حال کې خوندې ته دننه ګام کښېښود او د خوندې يو کونج د لټولو په حال کې وو، راږغ کړل: درځه.
ما خپل موقعيت ونيوه چې د خپل ملګري دفاع وکړم. په داسې حال کې چې روانېدم، پاس مې د خوندې په تيرانو کې د غر- غر ږغ واورېد. موږ نه ښايېدل چې ودرېږو، پوه شوم چې په موږ کې کوم يوه تېروتنه کړې ده. د يوې شېبې لپاره مې د روحي فشار کچه ډېره لوړه شوه، خو ما يې ژر د مخنيوي هڅه وکړه. د تېروتنو په اړه د اندېښنې وخت نه و. نورې خونې هم وې چې بايد خوندي (پاکې) شي.
ما په لومړۍ خونه کې د شويو تېروتنو په اړه تشويش نه شواى کولاى….
د ٢٠٠١م کال د سپټمبر تر ١١مې پورې د امريکا د سمندري ځواکونو د جنګي چارو ځانګړې پرمختيايي ډلې يا DEVGRU غړو په عراق او افغانستان کې د القاعده او طالبانو د قوماندانانو په نښه کولو سره ځينې ثابت پرمختګونه ترلاسه کړل.
د سپټمبر تر ١١مې وروسته پر دې ډلې ناڅاپه افغانستان ته د تلو امر وشو او د قوماندې په دې ډله کې عمليات کوونکي د ځينو مهمو ماموريتونو لپاره غښتلي کسان وو، لکه په ٢٠٠٣م کال کې په عراق کې د امريکايي سرتېرې جيسيکا لېنچ Jessica Lynch ژغورنه.
دا به هم د پخوانيو په څېر عمليات وو دا رښتيا دي چې دا ځل د عملياتو لپاره پر ما امر کولو وهڅولم….
مخکې تر دې چې تاسې زرغونې ډلې داخل شئ، دېته اړتيا لرئ چې د سمندري ځواک يو غړى واوسئ، اکثره کانديدان معمولاً دوه ماموريتونه لري. د دې معنى دا ده چې کانديد کس له ضروري مهارت او تجربې څخه برخمن دى او د غوراوي د بهير لپاره ډېر مهم شى و.
کله چې ما د مسيسيپي په توده هوا کې په زينې لوړو څوکو ته ختلم، په دې اړه مې فکر کاوه چې په زرغونه ډله کې تر کار کولو مخکې څنګه امکان لري د ارزونې درې ورځنۍ پروسه کې پاتې راشم.
زما د يونټ د جنګي مهارتونو د روزنې پر مهال د ارزونې نېټې مخکې شوې. زه د کلفورنيا ايالت په پندلتون Pendleton کمپ کې وم، تر يوې ونې لاندې پټېدم، د سمندري ځواکونو ننداره مې کوله چې د يوې پوځي اډې لپاره يې کمپ جوړاوه. دا ٢٠٠٣م کال و، موږ د يوې اوونۍ لپاره د اکتشاف په روزنې بوخت وو، ما ته امر وشو چې بېرته سن دياګو ته بېرته راپور ورکړم، څو د ازموينې درې ورځنۍ پروسه پيل شي. که چېرې زه انتخاب شوى واى، دا به زما ښه بخت و، ما به بيا د زرغونې ډلې نهه مياشتنى روزنيز کورس پيلولاى، که چېرې بخت ياري راسره کولاى او زه بريالى کېدم، ما به د DEVGRU ليکو ته لار پيدا کوله.
په خپله ډله کې زه يوازېنى څوک وم، چې ارزونې ته تلم، په بله ډله کې يو بل ملګرى هم ارزونې ته روان و. په داسې حال کې چې دواړه کښته روان وو، له خپلو مخونو څخه مو شين موږل شوى رنګ پاکاوه. لا مو هم پوځي درېشي په تن وه، په ساحه کې مو د څو ورځو د تېرولو له کبله له بدنونو بوى پورته کېده، له غذا پرته د نورو شيانو د نه خوړلو له کبله مې معده خوږېده، دېته تيار وم چې بيا خوراک وکړم، په داسې حال کې چې کښته روان وو، هڅه مې وکړه لږې اوبه وڅښم. په فزيکي لحاظ هم په ښه وضعيت کې نه وم. زه پوهېدم چې د ارزونې لومړى پړاو به بدني روزنه وي.
بل سهار موږ ليرې په يوه ساحل کې وو، لمر لوړ شغلې خپرولې او ما د څلورو مايلو په اوږدوالي ځغاسته بشپړه کړه. تر لنډې وقفې وروسته تر شلو د زياتو نورو کانديدانو ملګرى شوم، په يوه کتار کې ودرېدو… د نورو ورځو په پرتله نن د ساحل ښايسته سهار و، زه د منډو له کبله ډېر ستړى وم، تر لمېدلو مخکې مې نور سپورټي تمرينونه هم کړي وو.
د سينه کشۍ ازموينه مې په بريا سره تېره کړه. هر تمرين بايد مناسب واى، کنه امتياز نه درکول کېده، اوس مې بل تمرين ته ځان تياراوه.
تر لومړي تمرين وروسته مې واقعاً د ستړيا احساس کاوه. ساحې ته وتلو هم زما له بدني ځواک سره مرسته ونه کړه. په پيل کې مې ښه احساس درلود، خو دا احساس هغه وخت ختم شو، چې لارښود (روزونکي) مې څنګ ته ودرېد او په تکرار سره يې ځينو نمبرونه اخيستل:
̋لس، لس، لس، يوولس، دوولس، دوولس̋
زما تکتيک کوم ليکلى کتاب نه و. ده نمبرونه تکرارول چې مناسب نه وو. د هر نمبر له تکرارېدو سره ما د شرم احساس کاوه.
زه ستړى کېدم، خو نه مې شواى کولاى چې د تمرين له معيار سره ځان برابر کړم.
̋يوه دقيقه̋
کله چې دا ږغ وشو، زه د ټولو شا ته وم، وخت هم په پوره کېدو و. که ما د ناستې-ولاړې دا تمرين په بريا سره نه بشپړولاى، کار مې شوى و. ذهن ته ځينې شکونه راولوېدل، هڅه مې کوله له بې خرافاتي پلمو او عذرونو ځان وساتم، د ساري په توګه ګواکې زه سم نه وم تيار شوى، ځکه له خپل يونټ سره مې تمرين کړى و او تر ډېره حده دې ډول تمرينونو او ازموينو ته تيار نه وم.
̋دېرش دقيقې̋
يونيم دقيقې مخکې زه له حداکثر نمبرونو څخه لس نمبره شاته وم، څنګ ته مې کس هغه نمبر پاس کړى و، څومره چې يې کولاى شواى ځان يې مخته کاوه. زما باور نه راته چې زه دې ناکام شوى يم. پر تاکتيکونو مې تمرکز وکړ.
̋لس ثانيې̋
زه [هدف ته] نژدې وم. نس مې درد پيل کړ. ساه مې لنډه لنډه کېده. ستړيا مې په وېرې او تشويش بدلېده. ټکام مې وخوړ چې امکان نه لري زه ناکام شم. هېڅ امکان نه و، چې زه دې بېرته خپلې ډلې ته ستون شم او دوى په دې پوه شي چې زه ناکام شوى يم او نه يم توانېدلى د بدني روزنې ازموينه په بريا سره تېره کړم.
̋پنځه، څلور، درې…̋
په داسې حال کې روزونکي وخت په لوړ ږغ سره وايه، ما خپل تمرين بشپړ کړ، ما په دوو پرله پسې ناستې- ولاړې سره ځان هدف ته ورنژدې کړ…
وروستى کار په سن دياګو ساحل کې لمبا وه. اوبه ولاړې وې، زموږ کالي لانده وو، د اوبو سوړوالى مې ډېر نه احساساوه. د قوت احساس مې کاوه، يو کس چې د دې جريان څارنه يې کوله د سمندري ځواکونو لامبوزن و او تر ما ډېر مخکې و، زه دويم وم، مخکې تلم، خو احساس مې کړ چې ورو يم، لکه چې په ډېره سختۍ او زحمت سره لامبو کوم.
کله چې د پاى ليکې ته ورسېدو، روزونکي راته وويل چې زه ناکام شوى يم. دې خبرې د اکاډمۍ له لامبوزن پرته نور کسان غلي کړل…
دې مسئلې د روزونکو پام ځان ته واړاوه، دوى مهالوېش بيا چک کړ. د روان بهير تر بېړنۍ کتنې وروسته د دوى په لحن کې بدلون راغى. زما د تسکين په خاطر يې وويل:
̋موږ دا ټول ټسټ سبا ته يوځل بيا کوو̋
د ستونزې يو علت دا و چې ته دا مهال ستړى يې چې نه شې کولاى نور تمرينونه وکړې. ځکه نو د لمبېدلو تمرين بيا نه شو تکرارولاى.
زه پوهېدم چې د ناستې-ولاړې تمرين به بيا کوم دا هم ناممکنه وه چې په يوه شپه کې دې زه [په بدني لحاظ] مناسبه بڼه خپله کړم.
دا يوه ذهني مسئله وه.
زه دلته په دې نيت لاړم چې د بلې ورځې له تمرين څخه ځان خلاص کړم، خوشحاله وم چې زه به امتيازونه واخلم. پوهېدم چې نومرې به مې ډېرې ښې نه وي. اندېښمن وم چې بله ورځ به د شفاهي ازموينې له هيئت څخه به دا نتايج څنګه ترلاسه کوم. ځکه ما لږې نومرې درلودې چې دا د لويو طرحو لپاره ډېر غټ شى نه و. دا د تر ټولو غوره لپاره د ټاکنې کورس و، ما خپلو روزونکو ته دا نه وه ثابته کړې، چې زه چمتو يم.
نور هم شته…