تاند- د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب نن /یکشنبه/ اعلان وکړ چې د افغانستان له حکومت سره د سولې د موافقې لاسلیک ته تیار دی.
د اسلامي حزب له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان له حکومت سره د دغه ګوند خبرې بشپړې شوي او د سولې موافقه نهايي شوې ده.
په دې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د حکمتیار اسلامي حزب تر دې پخوا هم د سولې د موافقې لاسلیک ته تیار و، خو د ځینو ستونزو له کبله د کابل حکومت د سولې موافقه ځنډولې وه.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي«حاضردمه د افغانستان حکومت د سولې د موافقې لاسلیکولو ته د چمتووالي د ښودلو ترڅنګ د اسلامي حزب پلاوي ته بلنه ورکړې چې کابل ته ورشي.»
په همدې حال کې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل، د حکمتیار زوی حبی الرحمن حکمتیار کابل ته راغلی چې د سولې د موافقې د لاسلیک نېټه وټاکي.
د حکمتیار د اسلامي حزب په اعلامیه کې هیله څرګنده شوې چې د سولې د تطبیق تر پروسې وروسته د سولې موافقه هم عملي شي.
حکمتیار ویلي چې د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو، دایمي سولې او د هغې د عادلانه تحقق په هیله یې د سولې خبرې پیل کړې.