اوسمهال چې ورځ تر بلې د محصلانو علمي کچه لوړیږي او د بېلابېلو ټولنیزو عواملو په اساس یې ذهنیت پراخېږي نو په خپلو تدریسي او تیوري اثارو کې ګڼ شمېر ستونزې ویني چې د دوی د زده کړو غوښتنو ته سم ځواب نه شي ویلای یا د دوی په تدریسي اثارو کې هغه مسایلو ته پاملرنه نه ده شوې چې د دوی په روزلو کې اساسي رول ولري.

د دې ستونزو په لړ کې د سبک پېژندنې موضوع ده چې په ډېرو تدریسي اثارو کې ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې. د سبک پېژندنې د لارې د یو شاعر او لیکوال سبکي ځانګړنې پېژنو او د همدې ځانګړنو د لارې موږ کولای شو د یو غوره او عالي ادب په رامنځته کېدو کې نوي رنګونه واخلو. په ګڼو تیوري اثارو کې دومر ویل شوي چې سبک د سپینو زرو ویلي کول او په کالب کې اچولو ته وايي د دې تر څنګ د دې یادونه هم ور سره راغلې چې د یو لیکوال یا شاعر د ویلو خاص طرز ته سبک وايي. ایا هغه کسان چې غواړي سبکي ځانګړنې وپېژني یوازې د پورتنیو تعریفونو په اساس نه شي کولای چې د یو لیکوال یا شاعر په لیکنه کې سبکې ځانګړنې پیدا کړي. ښه لاره دا وه چې په هغه لارو چارو بحث شوی وای چې د هغې په اساس موږ سبکي ځانګړنې پېژندلی شو او بیا په یوه لیکنه کې په عملي توګه د یو لیکوال سبکي ځانګړنې ښو دل شوې وای. حتې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ډیر زده کړیالان تر فراغت وروسته هم د یو لیکوال یا شاعر سبکي ځانګړنې نه شي پېژندلای. اصلي ستونزه دا ده چې په تدریسي بهیر کې دوی ته یاده موضوع سمه نه ده تشریح شوې او هم د دوی په اثارو کې ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې لکه ادبي تاریخونه، نثري او نظمي اثار لوستل کېږي، مګر په دې اثارو کې هیڅ داسې عنوان نه لیدل کېږي چې د هغې د منځپانګې د لارښونې په اساس موږ د یو لیکوال سبکي ځانګړنې وپېژنو.

د سبک د پېژندنې د لارو چارو سر بېره په یو شمېر تدریسي اثارو کې د سبک د پېژندنې په اړه هم مبهم تعریفونه وړاندې شوي چې لوستونکو او زده کړیالانو ته سبک په سمه توګه نه شي پېژندلای. د نمونې په توګه  د پښتو ادب په لرغونې دورې اثر کې لیکل شوي : (( په هره اندازه چې سبک د یو لیکوال د طرز تفکر سره ټینګه رابطه لرله په همغه اندازه د لیکوال د ځانګړي ژوند له مختلفو دورو سره کلکې اړیکې لري

))(۲: ۵۱). په دې متن کې زده کړیال نه شي کولای، چې د سبک په اړه سمه پوهه تر لاسه کړي. همدا ډول په دې اثر کې د سبک په اړه نور معلومات هم په دې توګه وړاندې شوي: (( ادبي سبک له موږ سره دا مرسته کوی چې د یوه خاص لیکوال او هنرمند د یوې تاریخي دورې اثر د بلې تاریخي دورې سره مقایسه کړو او په دې مقایسه کې د هنري اثارو د قهرمانانو کرکټرونو تحول او بدلون ښه ولیدل شي))( ۲: ۵۱).

زه د یو محصل یا لوستونکي په توګه فکر کوم چې د سبک په اساس موږ یوازې د دوه تاریخي دورو اثار پرتله کولای شو او د متن وروستۍ برخه : (( قهرمانانو، کرکټرونو تحول او بدلون ښه ولیدل شي)). د سبک د پېژندنې سره سم تړاو نه لري دلته یو لوستونکی دلیکنې د طرز پر ځای محتو په اړه فکر کوي،چې د لیکنې طرز نه بلکې محتوای مهمه ده.

د سبک په اړه همدا ډول راغلي : «لنډه دا چې ادبي سبک د یوه لیکوال او هنرمند د ټولو اثارو او د هغوی پرمختیا تر څېړنې لاندې نیسي» ( ۲: ۵۱). د دې متن په لوستلو سره هغه څوک چې غواړي سبک وپېژني په ذهن کې شکونه را ولاړیږي، چې سبک څه ډول پوهه ده چې د شاعر د ټولو اثارو پرمختیا څېړي؟! په دې ادبي تاریخ (لرغونې دوره) کې د سبک تر سرلیک لاندې کوم مثال نه دی راوړل شوی او هغه نقطې یا ټکې هم نه دی معرفي شوي چې د هغې په اساس د یوې لیکنې سبکي ځانګړنې پېژنو.  د لرغونې دورې په ادبي تاریخ کې د خوشحال د ادبی مکتب او سبک د ځینو ځانګړنو تر سرلیک لاندې لیکل شوي : « د مضمون له پلوه هم په دې سبک او مکتب کې د ژوند ټول اړخونه را بر سېره شوي دي. په دې وخت کې ډېر اثار لیکل شوي دي او د پښتو ادب  دنیا یې رنګینه کړې ده خلک یې د اجتماعي او د ژوند له نورو مسایلو سره اشنا کړل» ( ۲:  ۵۸ ).

د پورتني متن په لوستلو سره ستاسو پام دېته اوړي چې د سبک په پېژندنه کې د لیکنې موضوعي اړخ مهم دی نه لفظي .

څو کاله وړاندې مې د روهي صیب په ادبي څېړنو کې د سبک په اړه مقاله لوستې وه چې د سبک د پېژندنې په اړه یې بېلابېل معلومات وړاندي کړي و زما په اند هغه نقطو ته یې اشاره په کې نه ده کړې چې له امله یې په اسانه توګه د یو لیکوال سبکي ځانګړنې وپېژنو او د لوستونکي د لا پوهاوي په موخه یې کومه لیکنه نه ده وړاند کړي چې په عملي توګه په هغې کې سبکي ځانګړنې په ګوته شوي وي. روهي صیب د هېواد تکړه څېړونکی دی نوموړي د سبک په اړه مقاله د خپلې څېړنې د اصولو له مخې لیکلي وه خو اوسمهال په ادبیاتو پوهنځي کې یاده مقاله د تدریس په برخه کې لوستل کېږي، نو ځکه ما پورتینو ټکو ته اشاره وکړه.

 خو استاد غضنفر د نثر لیکلو په هنر کې د رحمان بابا د شاعرۍ په سبکي ځانګړنو باندې مقاله لیکلې وه په دې مقاله کې کې د نورو لیکوال بر عکس د شعر موضوعي اړخ ته هیڅ پآم نه دی کړی او د سبک پېژندنې په تړاو د رحمان بابا د شاعرۍ ژبنۍ او ادبي ځانګړنو ته یې اشاره کړې وه او یوا ځینې مقاله وه چې د لیکنې د موضوعي اړخ پر ځای د لیکنې د ژبې په طرز باندې بحث شوی دی.

اوسمهال چې په ادبیاتو پوهنځي کې د علو اکادمۍ غړی څېړنوال سید محي الدین هاشمي ګڼ شمېر اثار تدریس کېږي او نوموړي استاد یو ځل بیا ادبپوهنه د نویو زیاتونو سره چاب کړې ده په دې اثر کې هم د سبک په اړه تعریفونه  او ډولونه یې وړاندې شوي دي او د لوستونکو د لا پوهاوي په موخه یې کومه لیکنه نه ده وړاندې کړې چې په هغې کې هغې ټکي روښانه شوي وي چې زده کړیال په عملي توکه وکولای شي د یوې لیکنې سبکي ځانګړنې وپېژني.  خو دا ستونزه استاد غضنفر د نثر په لیکلو کې تر ډېره بریده  حل کړې ده او د ( سبک په څنګه معلومو) تر سرلیک لاندې هغه لارښونو ته اشاره شوې ده چې د هغې په اساس سبکي ځانګړنې پېژندلای شو. نوموړی لیکي: « د سبک یو بل مشهور او معاصر تعریف چې له نورم Norm څخه کږېدلو او انحراف ته سبک وایي » ( ۴: ۳۴).

له پورتني متن څخه معلومیږي کله چې یوه لیکنه د ویونکي له ژبې څخه جلا ځانګړنې ولري همدا ځانګړې سبکي ګڼل کېږي.

نوموړی استاد یو ځای لیکي : « د سبک د پېژندلو له پاره د مفکوري پېژندل ضروري دي ځکه د یو فکرد بیان خاص طرز ته سبک وایي» ( ۴ : ۳۳).

د پورتني متن په لوستلو سره لوستونکي فکر کوي که چېرې په سبک کې مفکورې پېژندل اړین وي نو بیا د لیکنې موضوعي اړخ ته پام پکار دی، کنه د لیکنې کلمات او جملې خو حتمي یوه مفکوره وړاندې کوي. که چېرې په سبک کې مفکوره رامخکې شي نو لوستونکی ترې د لیکنې د پیغام، موضوع او د منځپانګې معنا اخلي.

استاد غضنفر پخپله لیکنه کې د استاد روهي هغه تعریف راوړی چې زما په اند د نوموړي استاد ( غضنفر صیب) د مخکنۍ خبرو سره په تقابل کې واقع ده او لوستونکی په دوو کې حیرانېږي چې پورتنی او دا متن د یوې موضوع د روښانولو په هدف نه دی وړاندې شوی بلکې د دواړو نظریو لید لوري د موضوع په تړاو ډېر لریوالی لري. د نثر لیکلو په هنر کې د استاد روهي د لیکنې دا برخه وړاندې شوې : « په یو سبک کې  هغه څه چې یو لوستونکی درک کوي یوازې لیکل شوې مفکوره نه ده بلکې ځینې نورې ضمني اشارې Connotations ور سره شته . همدا ضمني اشاري دي چې فکرونو ته رنګ ورکوي او د رنګونو توپیر او ترتیب پخپل ذات کې ډېر اهمیت لري. دلته زما مقصد له رنګ څخه د لیکونکي احساسات او ذهني حالات دی چې د یوه فکر د افادې پر ډول اغېزه کوي » (۴ : ۳۱).

په پورتني متن کې کې د سبک په پېژندلو کې مفکوره نه بلکې ځینې نورې ضمني  اشاري ښودل شوي دي چې د بیان خاص طرز ته راجع کېږي نه مفکوري ته.

مجیب الرحمن امیري د پښتو غزلبول شاعر استاد محمد صدیق پسرلي د شاعرۍ په سبکي ځانګړنو مقاله لیکلې او د ځانګړنو په اړه یې لیکلي : « د هندي سبک ځانګړنې د نوموړي په شاعرۍ کې په دوو اړخونو کې په ګوته کولای شو چې لومړی یې فکري او هنري اړخ او بیا پر معنوي او معاني ښایستونو باندې خبرې کوو » ( ۱: ۷۱ ).

په پورتنۍ متن کې د فکري او معنوی برخې یادونه شوې ده کیدای شي یو لوستونکی فکر کوي چې د سبک د ځانګړنو په پېژندنه کې یوازې د وینا طرز نه بلکې د لیکنې معنوي یا موضوعي اړخ هم راتلای شي .

د پورتینو بلابیلو نظریاتو یوه مهمه نتیجه اخلو چې ځینې لیکوال یا شاعران ځانګړې مفکوره لري یا د یو څه په مقابل کې جلا فکر لري که دا فکر د نوموړي په اثارو کې په زیاته اندازه ځان څرګند کړي دا برخه هم په سبکي ځانګړنو کې شمېرل کېږي.

استاد ښکلی چې د ادبیاتو په په برخه کې ګټور تیوري اثار لیکلي دي او د سبک په اړه بېلابیل مسایل په سبکپوهه کې څېړلې دي او په یو برخه کې د سبکې ځانګړنو په پېژندنه کې د شاعر او لیکوال په اړه د ادبیانو پوهه، تصوف او فلسفه، عمومی تاریخ، ژبپوهنه،معاني او بیان او د ادب تاریخ په دې برخو کې معلومات اړین بولي (۵: ۶۸).

استاد ښکلي دا اثر په لوړو معیارونو لیکلی دی او چې ځینې مسایل د تکړه لیکوالو، سبکپوهانو له پاره اړین دی خو هغه کسان چې زده کړه کوي او غواړي د یو لیکوال سبک معلوم کړي او پورتنۍ پوهې د سبک د معلومولو نه مخکې اړینې وبولي کیدای شي د سبک د پېژندنې په اړه یې ذوق مړاوی شي او د زده کړې په دې پروسه کې شاته ګام واخلي.

ځینې کسان سبک د لیکوال شخصیت ګڼي، په دې اړه په سبکپوه کې لیکل شوي : (( سبک د شاعر یا لیکوال د شخصیت هنداره ده، پنځګر چې په کوم ډول غږیږي او څه افکار لري دا دواړه چې د لیک جامه واغوندي سبک شي ) «۵: ۱۳».

همدا ډول د نثر لیکلو په هنر کې د فرانسوي لیکوال نظر د سبک او شخصیت په اړه راوړل شوی: « د فرانسی د اتلسمې پېړۍ لیکوال او فزیکپوه بوفن سبک د لیکوال شخصیت ګڼي مانا دا چې د لیکوال سبک د هغه د شخصیت هنداره ده»(۴:۲۱).

همداسې په ډېرواثارو کې سبک د لیکوال شخصیت ګنل شوی دی. که چېرې سبک د لیکنې ځانګړی طرز و ټاکو چې په لیکنه کې په غالبه بڼه څرګندیږي ، نو دا ځانګړی طرز څنګه کولای شي د یو لیکوال شخصت څرګند کړي. شخصیت د ارواپوهنې له نظره ډېر اړخونه لري او پېژندل یې پراخه مطالعه غواړي او یوازې د لیکنې ځانګړی طرز د چا شخصیت په بشپړه توګه نه شي څرکندولای. زما په اندا دا مسله حتی په تخلیقي پنځونه کې ډېر توپیر لري، ځکه مونږ وایو ډیری شاعران چې کله شعر لیکې دوی ته الهام کېږې او هر وخت دوی نه شي کولای یو شعر ولیکي نو کله چې الهام کېږي دا وخت نو فکر او حواس هم بدلون مومي.

هغه مهال (۱۳۸۸ ل ل) چې د ننګرهار پوهنتون محصل وم د شریعاتو د پوهنخي اول نمره تکړه قاري و، نوموړی ډېر شوخ د ولسي خلکو په اصطلاح عشقي شعرونه یې لیکل. د نوموړي د شعرونو موضوع او د شعر کلمات یې د مینې له خوږو مالایمال و، خو ما به هیڅ فکر نه کاوه چې د دې شعرونو شاعر به قاري صیب وي، ځکه نوموړی تقوادار، دینداره، عاجزه او د خلکو سره د نوموړی نرم چلند دا هغه څه وو چې د نوموړی شخصیت یې د پنځونو سره جلا انځوروه د دې تر څنګ د خپلې سیمې داسې کسان مې لیدلي چې د نوموړو په اړه خلکو د هغوی اثارو څخه بیل برداشت اخیسته مګر کله چې د نوموړو کسانو سره زما نژدې اړیکې پیدا شوې او څو کاله تېر شول، دوی د خپلو اثارو او د عامه ذهنیت په خلاف یو عالي شخصیتونه درلودل. همداسې په هېواد کې د ځینو هنرمندانو په شخصیت یو ډول بحث کېږي او د هغوی په هنري پنځونه بیل بحث. له دې کرښو مې هدف دا و چې د یو لیکوال یا شاعر لیکنه نه شي کولای د هغوی شخصیت څرګند کړي.

استاد ښکلي د استاد صیم او استاد زیار د سبکونو د پرتلې په پایله کې د هغوی د شخصیت تصویر کاږي : « استاد صمیم احساساتي شخصت د ه پر ټولو سبک وزري غوړولي دي او هر کلمه یې  د احساساتو ښکارندوي کوي …

استاد زیار منطق علمي او  د استاد احساساتي دی ، استاد زیار دې جذباتو ته نه ، بلکې عقل ته مخاطب وي او استاد صمیم دې د احساساتو راپارونې هڅه کوي دا خو د استاد زیار د ساړه یا علمي او سخت شخصیت برکت دی، چې ژبه یې سړه، کلمې او جملې یې پېچلې او اوږدې وي»(۵: ۱۵۴).

د پورتني متن په تړاو خپله یوه تجربه شریکوم په ۱۳۸۶ کې ما د خپل سیموال او د هېواد ملي اتل غازي محمد عثمان خان په اړه معلومات را ټولولو او ډېر کوښښ مې وکړ چې د نوموړي کوم انځور هم پیدا کړم. خو د ملي مبارزینو په اثر کې د نوموړي یو تصویر چاپ شوی و چې عکس یې د رحمان بابا سره شباهت درلوده اوډېر سپین ږیري ښکاریده، خو د نوموړي غازي د کورنۍ د غړو د معلوماتو په اساس چاپ شوی تصویر د نوموړي د شخصیت سره هیڅ اړخ نه لګوه.

همدا ډول په ادب تاریخ کې چې کوم شاعران معرفي شوي دي په هغو کې د بیټ نیکه په اړه مې یو انځور ولیده، یو دوست استدلال وکړ چې  دا انځورونه د اثارو ته په کتو سره جوړ شوي دي او د هغوی حقیقي انځورونه، نه دي. زما په اند د ادبپوهانو تر منځ همداسې کانه د سبک او شخصیت په اړه هم شوې ده. اوس د پورتنیو نظریاتو په رڼا کې سبک په دې ډول پېژنو.

سبک: سبک د یو لیکوال د لیکنې ځانګړي طرز ته وايي . د یو لیکوال په لیکنه یا یو شعر کې ځانګړی طرز باید غالبه بڼه ولري که چېرې دا رنګ یې تت وي سبک یې نه شو بللای.

اوس نو سوال پیدا کېږي چې ځانګړی طرز له کومو لارو چارو پیدا کېږي؟ د ځانګړې طرز موخه د یو شمېر جملو، کلمو، ادبي صنعتونو او نورو هغه برخو کارونه ده چې د نوموړي لیکوال په لیکنه کې په زیاته اندازه لیدل کېږي. هر لیکوال د سبک خاوند نه دی، ځینې کسان د سبک خاوندان دی ځکه ځینې لیکوال د ا وړتیا او مهارت لري چې خپله لکنه څنګه ترتیب او تنظیم کړي او کوم رنګونه د دوی د لیکنې په شکل پریوزي . اوس نو کولای شوپ په اسانه توګه د یو لیکوال سبکي ځانګړنې د لاندې نقطو د لارې پیدا کړو:

د جملو کارونه: د یو لیکوال په لیکنه کې د جملو له کارونې هدف دا دی چې د نوموړي په متن کې اوږدې، لنډې سوالیه، معترضیه، یوستوی، غبرګې ، تعجبي، خبري او نورې کوم ډول جملې ډېرې کار ول کېږې. لکه غبرګې او یوستوې جملې چې د استاد رښتین د سبک یوه ځانګړنه ده.

د کلمو کارونه: ځینې لیکوال په خپله لکنه کې سوچه پښتو کلمات ډېر کاروي، ځینې هنري کلمې، مستعارې، نوې جوړې شوې کلمې، عربي یا د نورو ژبو کلمې په زیاته اندازه کاروي چې د نوموړي لیکوال سبکي ځانګړنه ګڼل کېږي، لکه د صمیم صیب په لکنه کې د هنري کلمو زیاته کارونه.

د صفتونو، قیدونو او فعلونو کارونه: په یو شمېر لیکنو کې صفتونه، قیدونه او فعلونه په زیاته اندازه کارول کېږي ، که چېرې د دې درېو واړو څخه یوه برخه په ډېره اندازه په لیکنه کې څرګنده شي نو د لیکوال سبکي ځانګړنه ګڼل کېږي.

د ترکیبونو کارول: په یو شمېر ادبي لیکنو او شعرونو کې لیکوال د ښکلا او ادبي مفهوم د رسولو په هدف توصیفي یا نور ترکیبونه جوړوي او یو شمېر لیکوال اضافي، عددي او نور ترکیبونه په خپله لیکنه کې ډېر کاروي چې د نوموړي په سبکي ځانګړنو کې شمېرل کېږي.

د وییکو کارونه : په یو شمېر لیکنو کې ځینې لیکوال او، خو، نو ، مګر، بلکې او داسې نور ویکي ډېر کاروي، ځینې د ضرورت په اساس او یو شمېر لیکوال یې بې ضرورته ډېر کاروي چې د لیکوال سبکي ځانګړنه ګڼل کېږي.

د لیکنې ژبه: ځینې کسان کیدای شي استدلال وکړي چې د لیکنې ژبه د جملو او کملو د کارونې څخه معلومېږي زما موخه له دې نقطې څخه دا ده چې یو شمېر اثار د ګڼو کسانو له خوا چاپ شوي دي نه یې جمله اوږده ده او نه سخت یا بهرنۍ کلمې کاروي مګر بیا یی هم ژبه روانه نه وي او مطلب ورنه په سختۍ سره اخیستل کېږي، د ځینو لیکنو په ژبه لهجوي تاثیرات ډېر وي د ځینو سره طنز هم ګډ وي.

د ادبي فنونو کارونه: د یو شمېر شاعرانو او لیکوالو په لیکنه کې کنایه، استعاره، مجاز، یو ډول ځانګړې تشبه ګانې، سمبولونه او یو شمېر بدیعي صنعتونه زیات کارول کېږي، چې  د دې هرې برخې زیاته کارونه سبکي ځانګړنه بلل کېږي لکه ډاکټراکبر د شعر یوه ځانګړنه د طباق او تکرار احسن صنعت کارونه ده چې د اوسنیو ټولو شاعرانو په پرتله یې زیات کاروي.

د چاپیریال اغېزې: د ارواپوهنې له پلوه چاپیریال په یو لیکوال او شاعر باندې خپلې اغېزې شیندي د  خپل چاپیریال لیدلي شیان او حس شوي توکي د لکینې پر مهال د ده په اثارو باندې هم خپل اغېزې شیندي که دا برخه د یو لیکوال په اثارو کې په زیاته بڼه ځان څرګند کړي یوه سبکي ځانګړنه ګڼل کېږي.

ولسي اصطلاحات: ځینې کسان د خبرو پر مهال د ولسي اصطلاحاتو نه ګټه اخلي په ادبي لیکنو کې په دې برخه کې له متلونو څخه زیات کار اخیستل کېږي ،چې دا برخه هم په شعر او هم په نثر کې راتلای شي که یو لیکوال په لیکنه کې زیاتره له متلونو یا نورو ولسي یا سیمیزو اصطلاحاتو نه کار اخلي د لیکنې دا ځانګړنه سبکي ګڼل کېږي.

څو ځلې د یو متن لوستل:  لوستونکی څو ځلې د یو متن په  لوستلو سره  د متن د معنا او د متن د ژبې په اړه ډېری معلومات اخیستلای شي . ځینې کسان د یو شمېر شعرونو په منځپانګه نه پوهېږي ځینې وايي د دې شاعر عمیقه شاعري کړې ده ځینې وايي د ده په شعر کې فلسفه پرته ده حقیقت خو دا وي چې ځینې لوستونکي د نوموړي د لیکنې له طرز سره بلد نه وي .

کله چې ما د ډاکټر اکبر اکبر د شاعري په اړه تیزس لیکه زه هم د ورته مشکل سره مخ وم خو څو ځلې مې د نوموړي شعري ټولګي ولوستي ځینې خبرې چې مهمې راته ښکاره شوې یا مې څه په کې ولیدل له ځان سره مې یادشت کول، نو که تاسو څو ځلې یو متن ولولئ کیدای شي د یو لیکوال د سبکي ځانګړنو بیلابیل رنګونه په کې پیدا کړئ.

د پورتینو ذکر شو برخو سر بېره نورې خوا وې هم شته چې د یو لیکوال سبکي ځانګړنې بلل کېږي او پورتنۍ هره نقطه په لسګونه نورې وړې او بیلې برخې لري چې د سبک په جوړښت کې رول لري.

ځینې کسان په دې اند دې چې کله د یو لیکوال سبک پېژنو، نو باید ډیر اثار یې ولوستل شي خو زما په اند که چېرې کوم لیکوال د سبک خاوند وي نو بیا کولای شو په اسانۍ سره  د نوموړي لیکوال په یوه لیکنه کې هم سبکي ځانګړنې پیدا کړو. او س به  د ښه وضاحت په موخه د استاد صمیم د لیکنې یوه براخه  را واخلو او وبه ګورو  چې له پورتنیو نقطو څخه کومه برخه په کې ډېره لیدل کېږي.

استاد صمیم د څېړنې او ژبپوهنې تر څنګ د پښتو ادب لرغونې  آثارو تدوین هم کوي چې د حمید مومند کلیات د ده په سریزې، څېړنې، اوډڼې او ویپانګې سره د دانش کتاب پلورنځي له خوا په ۱۳۸۳ او ۱۳۸۶ هـ ش  کلونو کې چاپ شوی دی.

د دغه کتاب په پیل کې ښاغلي صمیم صیب یوه نثري لیکنه کړې  چې نمونه یې دلته راوړو:

« … د عبدالحمید مومند هنري سبک او ښکلاییزه خوا:

حمید مومند یو نازکخیال او رنګین خیال شاعر دی ، د ده په کلام کې هنري او ښکلاییزه خوا دومره غښتلې او دومره پیاوړې ده، چې دی یې د پښتو ادب د اسمان لوړو مدارجو ته خېژولی دی. د ده د شاعرۍ منشور(غمی) چې له هرې خوا او هروت څخه وکسې،  یوه نوې رڼا او نوې پلوشه ترې پر سترګو لګي. دی د شعر پر ښکلاییزو باریکیو او رنګینیو دومره خپور او را چاپېر دی، چې مینه والو او پلیو نپو یې په حقه وېښته چوونکی بللی او د موشګافۍ پر پلاز او ګدۍ( مسند) یې کېنولی دی.

د پښتو څېړونکیو او سبکپوهانو د عبدالحمید مومند د سبک ښکلا، رنګیني او هنري لوړتیا د هندي ادبي ښوونځي له اغېز بللې ده، خو مخکې له دې چې د دې ارزونې او تقییم په باب څه ووایو په کار ده چې پر ادبي  سبک او ادبي ښوونځي یو څه رڼا واچوو. که څه هم له بده مرغه د دواړو تر منځ د برید او پولې نړېدو او ناځانخبري نه بېلتون، د ارزښتونو او څرنګتیا وو پوهېدا لږه ګرانه کړې ده، خو د دواړو نومونو او اصطلاحاتو د پوهېدنې له پاره دواړه سره په لنډه توګه جلا جلا ځیرو:

سبک : ویلونه، ویلې شوی فلز په سانچه یا قالب کې اچول، کلمې او وییونه په ښکلي ډول اوډنه، طرز، دود.

مکتب: لیکځی،  لوستون، ښونځی.

څرنګه ،چې سبک د طرز او دود په مانا  هم راځي نو ادبي سبک له ادبي مکتب نه مطلب په ښه توګه څرګندولای شي.

د ادبي سبک او مکتب  توپیرونه:

۱- سبک د مکتب په پرتله ځانګړی او  راغونډ دی او مکتب  عام.

خپور(غوړیدلی) او له یو ې ډلې ادبي او هنري پنځوونکیو را چاپېرېدونکی دی.

۲- سبک په خپلو ځانګړیو کلیاتو کې یوازې د همغه پنځوونکي یا ایجادګر څېره ځلو، خو ادبي مکتب بیا د یو شمېر پنځونکیو او لیکوالو د ځانګړنو څرګندوی دی.

۳ – سبک د ادبي مکتب په برید او ونډ کې غږیږي، خو مکتب د سبکونو له یوښت او ورته والي رامنځته کېږي.

۴ – سبک: یوه ټاکلې تاریخي دوره ځلوي، خو مکتب یوه پراخه او غوړېدلې دوره را اخلي.

۵ ـ سبک یوازې د یوه هنرمند او لیکوالو په اثر کې د مضمون او جولې د بېلوونکیو بنسټي ځانګړنو ټولګې یا مجموعې ته وايي، خو مکتب د یوه لیکوال نه، بلکې د یوې ډلې لیکوالو  ځانګړنه ده.

په بله وینا ادبي مکتب د داسې یو شمېر لیکوالو په پنځونو او  ایجادیاتو کې یوښت او وحدت ته ویل کېږي، چې په خپله ایډیالوژۍ او اند دود کې د ربړو او ستونزو په اواري کې  د یو شنان لارو د پېژندنې او لید توګې د پوهندود ( د افادې طرز) په ورته والي او داسې نورو کې سره نژدې وي، یعنې سبک د ځانګړتیا( انفرادیت) نوم دی او مکتب د ټولیزوالي یا جمعیت.

د دغو بیلونو او توپیرونو په رڼا کې بویه، چې (سبک او مکتب) یو د بل پر ځای ونه کاروو، د هندی مکتب یا ښوونځي نومونه هم ځکه ټکنۍ او پاموړده، چې په هند کې ډېر زیات ادبي او فکري مکتبونه دي او هغه څه، چې موږ هندي مکتب بولو، د هند له لرغونو ادبي عنعنو سره زیات توپیر لري.

د (هندي مکتب) پر  ځای هندي  سبک له لغوي امله هم جواز لري (خکه) د فارسي ژبې ټولو ادبپوهانو  هم د مکتب  پر  ځای د خراسانيو، عراقي او هندي سبکونو نومونه منلې ده، نو د هندي سبک اصطلاح د دودېدو له امله هم راوړل او کارول بې  ځایه نه دي.

د هندي سبک ځانګړنې:

۱ – د غه سبک زیاتره ابهام او پېچلتیا لري.

۲ – نویو مضامینو  او تازه فکرو موندلو ته په کې زیاته پاملرنه کېږي.

۳ – ایجاز او لنډون د دې سبک بله ځانګړنه ده، یعنې  ډېرې خبرې په لږو عباراتو کې.

۴ – د تشبیهاتو استعارو ژورتیا.

۵ – د فولکلوري توکیو( متلونو، ګړنو او…) زیاته کارونه.

۶ ـ  د مسرو تر منځ انډول او تناسب ساتنه او د بدیعي صنایعو (تقابل، مراعت النظیر، مدعا و مثل او حسن تعلیل)  پالنه.

۷ – شعر په کې  د یوه ځانګړي وزم او تال  درلودونکی  دی.

۸ – د دې  سبک غزلیزه شاعري زیاتره د مینې پر چورلیز چورلي او موضوعي تیت و پرکتیا په کې زیاته تر  سترګو کېږي.

۹ – د دې سبک شاعران زیاتره په لفظي نزاکت، باریکۍ  او مضمون پنځونې پسې ګرځي، او د شعر د دودیزو ارونو څه ډېره پروا نه ساتي.

۱۰ – افراط، تفریط ،  اغراق او مبالغه د دې سبک په تابع شاعر  کې ډېره لیدل کېږي.

دغه سبک پښتونخوا او افغانستان ته د یوولسمې پېړۍ په شاو  خوا کې لاره وکړه او د پښتنو په فرهنګي ټولیو کې یې  لوستوال درلودل.

په پښتونخوا کې د هندي سبک لومړی پلیونی شاعر عبدالحمید مومند دی د ده په شاعرۍ کې د هندي سبک دغه ټولې ځانګړنې او ارونه یو یو تر سترګو کېږي.

په تلو تلو کې یو څه پر دې کلیات، انګیزو او خپل کار دود:

څرنګه چې د حمید بابا شاعري په لومړۍ ځل د یوې ټولګې، جونګ او غونډ په جامه کې د پښتو شاعرۍ د مینه والو او لوستوالو مخې ته اېښود کېږي. نو بویه هغه یو څو انګېزې او د کار دود څرنګتیاوې په ګوته شي چې د دې کلیات د رامیدان ته کېدو لامل شول:…»)۳:یولس – څوارلسم).

په پورتنۍ نثري نمونه کې موږ ته تر ټولو د هنري کلمو کارول ډېر ښکاري، چې همدا برخه یې سبکي ځانګړنه ده او د همدې کلمو په تړاو چېنور څه لیدل کېږي په لاندې توګه ور ته اشاره کوو:

۱هنري کلمې:    د صمیم صاحب په نثر  کې هنري کلمې ډېرې کارول شوي دي ، که نوموړی معلوماتي نثر لیکي خو بیا هم د هنري کلمو څخه په کې استفاده کوي، چې دا نمونې د نوموړي په ټولو لیکنو کې لیدل کېږي لکه د پورتنۍ نثر سر لیک( د عبدالحمید مومند هنري سبک او ښکلایزه خوا) یا د لومړي پرګراف پیل  کې هنري کلمې ډېرې لیدل  کېږي «…حمید مومند یو نازک خیال او رنګین شاعر دی د ده په کلام کې هنري او ښکلایزه خوا دومره غښتلې او پیاوړې ده ، چې دی د پښتو د ادب اسمان لوړ مدارجو ته خېژولی دی. د ده د شاعرۍ منشور(غمی) چې له هرې خوا او هروت څخه وکسې یوه نوې رڼا او نوې پلوشه ترې په سترګو لګي. دی د شعر پر ښکلاییزو باریکیو او رنګینیو دومره خپور او را چاپیر دی …».

۲ –  همانیزې کلمې:  د استاد صمیم په نثر کې همانیزې کلمې ډېرې لیدل کېږي، نوموړی استاد هڅه کوي، چې نوې کلمې وکاروي، نو د دې کار له پاره نوې او پخوانۍ کلمې دواړه کاروي تر څو لوستونکي ته د مطلب په اخیستو کې ستونزه پیدا نه شي او د نویو کلمو په معنا په اسانه پوه شي. د همانیزو کلمو نمونې د نوموړي په دې بېلګه کې : « ادبي مکتب د داسې یو شمېر لیکوالو په پنځونو او ایجادیاتو کې یوښت او وحدت ته ویل کېږي، چې په خپله ایډیالوژۍ او اند دود کې د ربړو او ستونزو په اواري کې د یو شان لارو د پېژندنې او لید  توګې د پوهندود  په ورته والي او داسې نورو کې سره نژدې وي یانې سبک د ځانګړتیا(انفرادیت ) نوم دی او مکتب د ټولیزوالي یا جمعیت»

۳ – سلاست: هغه مهال چې د پوهنځي محصل وم، نو له هر استاد نه به مې اورېدل چې د ښه نثر یوه ځانګړنه دا ده، چې سلیس او روان وي. سلاست یوه لیکنه ښکلې کوي او متن په اسانۍ سره لوستل کېږي او هم لوستونکی په اسانه ترې مطلب اخلي، نو د ښو لیکوالو په نثرونو کې دا ځانګړنې لیدل کېږي.  د صمیم صاحب  نثر سلیس او  روان دی ، کله چې یو لیکوال ځینې وخت په یوه لیکنه کې هنري کلمو ته مخه کړې نو نثر یی سلاست له لاسه ورکوي مګر د صمیم په نثر کې سره له دې چې هنري کلمې کارول شوي دي، روان او خوږ لوستل کېږي لکه: « که څه هم له بده مرغه د دواړو تر منځ برید او پولې نړېدو او ناځانخبري نه بېلتون د ارزښتونو او څرنګتیاوو پوهېدا لږ ګرانه کړې ده».

۴- موسیقې- تال- اهنګ:  دا توکې دنثر په ښکلا کې ځانګړی رول لري چې په هنري کلمو او جملو کې ډېر کارول کېږي . په یوه لیکنه کې د  ځینو کلمو توري یا یو شمېر داسې کلمې راوړل کېږي چې په متن کې موسیقې رامنځته کوي او کله چې په یوه متن کې اهنګ او موسیقې وي د لوستونکي او اوریدونکي په احساساتو هم خپل اغیز شیندي  او د هغوی پټ احساسات راویښوي. دا ځانګړنه د صیمیم صاحب په نثر کې هم لیدل کېږي، لکه د دې بېلګې په وروستیو کلمو کې: « دغه سبک پښتونخوا ته او افغانستان ته د یولسمې پېړۍ په شاو خوا کې لار وکړه او د پښتنو په فرهنګي ټولیو کې یې لوستوال درلودل».

۵  اطناب: د ځینو لیکوالو په لیکنو کې اطناب لیدل کېږي او یوه خبره بې ضرورته اوږدوي یانې هغه پیغام چې په کمو کلمو او جملو کې وړاندې کوي، دوی بې ضرورته ځینې کلمې راوړي تر څو یې لیکنه اوږده ښکاره شي یا ځان پوه وښایي نو بې له اړتیا ډېر لغات کاروي، مګر کله چې په یوه  لیکنه کې اطناب وي نو لوستونکی بیا په اسانۍ سره له نثر څخه مطلب نه شي اخیستلای او هم  په یوه لیکنه کې د ډېرو کلمو راوړل د لوستونکي وخت  ضایع کوي.  اوسهال د  ژباړو لړۍ ګرمه ده، که چېرې په کې اطناب وي او بیا په کمپیوټر لیکل کېږي نو اقتصادې زیان هم اړوي،نو ښه نثر هغه دی چې اطناب په کې نه وي . د صمیم صاحب په نثر کې هم اطناب نه لیدل کېږي که کومه کلمه یا جمله اوږده وي نو موخه به یی د ښکلا رامنځته کیدل یا د هنري کلماتو کارول وي.

ځینې لیکوال یوه لیکنه د موضوع له مخې  بې ځایه اوږ دوي، خو د صمیم صاحب د نثر استاد دی او لیکنه له اصلي موضوع پیلوي لکه په پورتنۍ نثري بیلګه کې د هندي سبک دځانګړنې او یا د حمید مومند د پېژندنې په اړه چې کوم سرلیکونه وړاندې شوي دي، لیکوال په اصلي موضوع خبرې کړې دي. که چېرې نور لیکوال وای، نو د هر سرلیک وړاندې به یی څو پرګرافونه پرته له اړتیا لیکلي وای.

۶ –لنډون: استاد صمیم هڅه کوي، چې ځینې کلمې یا جملې په لنډه توګه وړاندې کړي او لوستونکي ته د معنا په رسولو کې کومه ستونزه هم پیدا نه شي . هغه مهال چې د ننګرهار پوهنتون د دویم کال محصل وم، نو استاد صمیم د تختي پر مخ  سنه داسې ولیکله:«۱۳۸۸ هـ ش». یا لکه د عبدالحمید مومند په کلیاتو کې د نیرنګ عشق چاپي نسخې په اړه یې لیکلي : « په ۱۲۴۹ ل » کې د پښتو ټولنې له خوا د پوهاند رښتین په زیار او څارنه د ده له سریزې او ویپانګې سره »

اوسمهال په کابل کې د اف ام ځینې راډیو ګانې خپرونې لري چې څپې یې د کابل اړونده سیمو ته رسیږي خو په هر خبري ساعت کې یی ویاند  وايي : تاسي اوسمهال خبرونه د پلازمینې کابل څخه اورۍ. په دې متن کې د پلازمینې راوړل یوه اضافي کلمه ده او متن یې اوږد کړی، ځکه د کابل هر وګړی په دې پوهېږي چې کابل د هېواد پایتخت یا پلازمینه ده. ، خو د صمیم صاحب لیکنه مونږ ته دا رازده کوي چې ځینې کلمې او جملې نه باید بې ځایه اوږدې شي، بلکې په لنډه توګه لوستونکو ته پیغام ورسوي.

۷ –  عربي کلمې:  استاد هڅه کوي، چې په خپل نثر کې نوې پښتو شوې کلمې استعمالې کړې، خو د دې سر بېره په یو شمېر جملو کې عربي کلمې د معنوي نقش له پلوه هم کاروي . لکه، مرغوب، نفیس، نفاست ، مقام او ماحول … خو عربې کلې د نورو لیکوالو په پرتله د نوموړي په نثر کې لږ لیدل کېږي.

۸ – د فعلونو تنوع : د استاد صمیم په نثر کې  د فعلونو او کلمو تنوع ډېره لیدل کېږي، د کلمو او فعلونو تنوع یوه لیکنه له کلیشو هم لرې ساتي چې د لیکنې دا طرز د یو بریالي لیکوال ځانګړنه ده . د نوموړي د نثري ځانګړنو په اړه استاد غضنفر یوه مقاله هم لیکلې ده په هغې کې د صمیم صاحب د فعلونو د تنوع په اړه د د نوموړي د «ادب او ارزښتونو) له مقالې څخه یوه نمونه راخیستې چې په دې ډول ده : « د دې ټول تلولیتوب او تذبذب پایله دا راوځي چې خلک خپلو خپلو ارزښتونو ته ژوند سپاري او چې کله بېلابېل او متضاد ارزښتونه سره ټکریږي، نو فساد ترې پیدا کېږي، ارزښتونو ته پر ژوند، ارزښت او لومړیتوب ورکول کېږي او په دې توګه ارزښت د ارزښت  لپاره ژوندنۍ غوښتنې شاته غورځوي او پخپله یو …»(۴ : ۲۶۶ ).

ماخذونه

۱ـ امیري، مجیب الرحن:( ۱۳۹۴) ل- ل کال، کابل مجله (دویمه ګڼه): د افغانستان علومي اکاډمۍ.

۲ ـ زیور، زیورالدین: (۱۳۹۰) ل – ل کال، د پښتو ادبیاتو تاریخ لرغونې دوه: پښتونخوا، د ساپی د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز(خپرندوی).

۳ ـ صمیم، محمد اصف: (۱۳۸۳) ل ل، عبدالحمید مومند کلیات: پېښور، دانش خپرندویه ټولنه.

۴ ـ غضنفر، اسدالله: (۱۳۹۲) ل ـ ل کال، نثر لیکلو هنر: جلال اباد، مومند خپرندویه ټولنه.

۵ ـ ښکلی، اجمل: (۱۳۹۰) ل- ل کال، سبکپوهه: پېښور، دانش خپرندویه ټولنه.


ښاغلی بهیر د البروني پوهنتون استاد دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *