دودان افغانستان ګوند مبارکي

 independence

ګرانو هېوادوالو !

دهېواد داستقلال جشن مو مبارک شه !

که څه هم لاتراوسه دګڼو کورنیو ستونزو او بهرنیو لاسوهنو له امله مو دخپلواکۍ له پایلو ګټه نه ده اخیستلې ، لاهم  بېوزله ،  محروم او  احتیاج یو ، خو داورځ مو دملي – سیاسي ارادې دپیاوړتیا اړتیا بیا راپه یادوي ، ځکه خو یې لمانځنه او مبارکي دیوې ملي ورځې په توګه لازمه ده  .

ودان افغانستان ګوند، دلومړي او دوهم مشروطه غوښتونکي نهضت دځایناستي خوځښت په توګه ، غواړي هغه ملي هڅه بشپړه کړي ،چې زموږ ویښو او روښانفکره پلرونو راپیل کړې وه ، هغوی خپلواکي وګټله ، خو موږ یې ثمر ونه لیده ، راځئ دودان افغانستان ګوند د لیکو په پیاوړي کولو سره دخپلواکۍ له ګټې څخه برخه واخلو او  یو داسې ودان ، پیاوړي او پرخپلو تولیداتو موړ هېوادرامنځته کړو ، چې بیا مو هېڅ نړیوال او سیمه ییز ښکېلاکګر دبیاښکېلولو خوب ونه شي لیدلای .

راځئ په هماغه مېړانه چې پلرونو او میندو مو خپلواکي وګټله په هماغه میړانه یې وساتو او ویې پالو ، هغوی دخپلواکي لپاره وینې ورکړې ،موږ یې دساتلو او ورڅخه دګټې اخیستلو لپاره باید خولې وبهوو ، سره یوځای شو او دافغانستان نن او سبا هوسا او ودانه کړو.

تل ودان او ازاد اوسئ

ودان افغانستان ګوند

فرهنګي کومیټه

ځواب دلته پرېږدئ