تاند- د بلوچستان ایالت د ملکي روغتون د چاودنې د تلفاتو شمېر ۶۳ تنو ته ورسېد.

په دې چاودنه کې، چې نن سهار د روغتون د بیړنیو پېښو په څانګه کې وشوه، لږترلږه ۱۲۰ نور ژوبل شوي دي.

د چاودنې په مهال د بلوچستان د مدافع وکیلانو د ټولنې د رييس بلال انور کاسي له مړي سره ګڼ خلک روغتون ته تللي ول.

کاسي نن سهار په یوه هدفي حمله کې ووژل شو.

د بلوچستان د صوبايي حکومت ویندوی وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې مدافع وکیلان او د رسنیو استازي شامل دي.

د بلوچستان د ایالتي حکومت د کورنیو چارو وزیر اکبر هریفال وویل«چاودنه وروسته له دې وشوه چې یو شمېر وکیلان او خبریالان د بلوچستان د مدافع وکیلانو د ريیس د وژل کېدو په خاطر راغونډ شول. د مدافع وکیلانو د ټولنې رييس په جلا پېښه کې ووژل شو.»

په وژل شویو کسانو کې ۱۸ مدافع وکیلان دي. د هغوی په منځ کې د بلوچستان د وکیلانو د ټولنې پخوانی رييس باز محمد کاکړ هم شامل دی.

د دې پېښې اکثره قربانیان پښتانه دي. د بلوچستان پښتنو ځانونه له تاوتریخوالو، مذهبي، قومي او فرقوي لانجو لیري ساتلي دي.

ویل کېږي چې چې چاودنه د انتحاري حملې په نتیجه کې شوې او ځانمرګي په ځان پوري شاوخوا ۸ کیلو چاودېدونکي مواد تړلي وو.

که څه هم په نننۍ پېښه کې د هر قوم او مذهب خاوندان په نښه شوي خو ویل کیږي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې اکثر وختونه بلوچ ځوانان تښتوی، شکنجه کوي، وژني او مسخه شوي جسدونه یې په دښتو او ډاګونو کې غورځوي، خو څوک نشته چې د هغوی اواز واوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *