د افغانستان د کانونو وزارت د هیواد په شمال کې د تیلو د استخراج د یوې مهمې پروژې د ځنډولو خبر ورکړى دى.

 ټاکل شوې وه چې د دې پروژې له پيل سره به ګڼو کسانو ته د کار زمينه برابره شي او افغانستان ته په اقتصادي لحاظ زياته ګټه ورسېږي.

ددې پروژې قرار داد دوه کاله مخکې د افغانستان د حکومت او چین د یوه شرکت تر منځ لاس لیک شو.

رویټرز اژانس د دې پروژې د یوه کارکوونکي او د یوه حکومتي چارواکي په وینا څرګندوي چې ستونزه له ازبکستان سره د ترانزیت له کبله پیدا شوې ده.

خو د کانونو وزارت وایې ډیر ژر به د دې پروژې چاري له سره پيل شي. کارپوهان وېره لري چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو او له راتلونکو انتخاباتو وروسته ښايي دغه مسئله هم هېره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *