ژباړه: حمیدالله حمیدي
ایا تر اوسه داسې غوسه شوي یاست چې ان سترګې مو سرې شوې وي؟
کېدای شي تر اوسه مو هغه لارې چارې نه وي عملي کړې چې د غوسې په صورت کې درسره مرسته وکړي او خپل ځان ګنټرول کړئ.
د لاندې څو ټکو په تمرین او عملي کولو سره کولای شئ د غوسې سرکښ اس مو اېل کړئ:
په دې لیکنه کې تاسو ته په یوه داسې موقعیت کې ځای درکوو چې د غوسې د کنټرلولو تمرین وکړئ، د دېرش سلنه کار مرسته موږ درسره کوو او پاتې اویا سلنه کار تاسو ته سپارو.
غوسه خپله یو احساس دی، داسې احساس چې په کولو سره یې د انسان پر روح او جسم دواړو منفي اغېز پرېباسي.
– خپله غوسه مو ومنئ او د غوسه کېدو لامل مو پیدا کړئ
– مثبت افکار مو په یاد راولئ او هغه بیا بیا په خپل ذهن کې تکرار کړئ
– په ذهن کې د مثبتو افکارو تکرارول درسره د غوسې په سړېدو کې مرسته کوي
– قدم ووهئ، تر څو غوسه مو یو څه سړه شي
– له یو داسې دوست سره مو خبرې وکړئ چې پوهېږئ د خبرو په اورېدو یې د ارامۍ احساس کوئ
– فکر او حواس مو د یوه کار په کولو مصروف کړئ؛ معنا دا چې د یو څو دقیقو لپاره په یو څه باندې ځان بوخت کړئ
– د غوسې په وخت کې مو خپل احساسات پر کاغذ ولیکئ
– په ارامۍ سره تر لسو حساب وکړئ، حساب کول د غوسې د کنټرول لپاره تر ټولو ښه او اسانه لاره ده
– یخې اوبه او یا هم چای وڅښئ، هڅه وکړئ د څه شي په اړه فکر ونه کړئ
کله چې په غوسه کېږئ نو چیغو او بحث ته د دوام ورکولو پر ځای چې خبره نوره هم د خرابۍ خوا ته بیایي، ښه به وي چې ژر تر ژره هغه ځای پرېږدئ، تر څو هر څه خپل اصلي حالت ته را وګرځي.
درېدل او په اور باندې د وچو خاشاکو اچول ستونزه نه حلوي، بلکې اور لا تېزوي.
د خپلې غوسې په اړه مو له بل چا سره خبرې وکړئ، دغه کس کېدای شي ستاسو سلاکار او ملګری وي او سوله مو وغواړي.
د خپلو منفي احساساتو په اړه مو احساسات ولیکئ، له خپل ځان سره صادق و اوسئ او د هغه څه په اړه چې لیکئ یې، د مسوولیت احساس وکړئ، عمل پرې وکړئ تر څو وکولای شئ د غوسې سرکښه اس مو په خپل لاس رام کړی وي.
لوستونکیه! غوسه ستاسو له فهیمې او ښکلې څېرې سره زيب نه کوي، هڅه وکړئ خپله غوسه مهار کړئ.
اساسی مطلب دی خو که څوک به داسې وخت پر ځان د کنترول توان ولري ؟
ــډير په زړه پورى او ګټوره ليکنه ده خو هيله ده چى يو داسى ليکنه هم وکى چى سنګه له غمونو نه ځان واباسو