موږ د مهاجرینو د پاتې کیدو غوښتنه نه کوو بلکې دا مو ستر ارمان دی چې افغان مهاجرین که په پاکستان کې دي او که په ایران کې دي ؛ په خیر او خیریت خپل وطن ته ستانه شي.

زموږ تېر او راتلونکې لاریونونه د دې هدف لپاره دي چې مهاجرین په عزت او درناوي خپل هېواد ته ستانه شي.

موږ د خپل وطن ګل وطن کمپاین مخالف نه یو او نه په افغان سفیر یا افغان قونسل یا د مهاجرینو په ریاست کوم اعتراض لرو بلکې موږ د دوی هلې ځلې ستایو ؛ په ځانګړی توګه د افغان سفیر د هلو ځلو د زړه نه قدردانی کوو.

موږ غواړو چه دا د دری ميلونه خلکو خبره ده ، هيڅوک ې بايد عادی ونه نيسي .

موږ وايو چې د مهاجرينو په قضيه کې درې اړخونه ( پاکستان ، افغان حکومت او يو اين ايچ سي آر ) شامل دي ؛ دريواړه ې بايد خپل مسووليت ادا کړي .

پاکستان بايد افغانانو ته د ترهغې چه وخت ورکړل شوې دا موقع ورکړي چه ځان تګ ته تيار کړي ، خپل کاروبار راټول کړي ، که کور ، موټر ، دوکان لري هغه خرڅ کړي ، د خپلو بچيو او اولادونو تعليمي اسناد راټول کړي. دا په لس ورځو کې ځای خالي کول او شل ورځو کې ځای خالي کولو خبري ختمي شي . د پوليسو لخوا چاپي او ازارول بايد بند شي.

يو اين ايچ سي آر بايد د افغان مهاجرينو په تنګولو او آزار چپ پاتی نشي . د چيکنګ مرکزونه بايد زيات کړي ، بېرته ستنيدونکو ته امتياز زيات کړي او نا راجستر يا بي کارتونو خلک هم بايد د امتياز نه محروم نه کړي .

افغان دولت بايد د مهاجرينو ورتګ لپاره د منظم پلان له مخی تياري ونيسي . د مهاجرينو وزارت بايد له اوس نه چمتو وي ځکه چه مخته ژمي راتلونکی دی ، د دری ميلونو خلکو هرکلي ته بايد اماده وي.

حکومت که نور نه وي مهاجرينو ته د زون په سطحه يو ډاګ يا دښته نومري کړي تر څو دوی هلته کورونه جوړ کړي…

هغه خلک چې په موږ دا اعتراض کوي چه موږ ولی پيښور کې لاريونونه کوو . هغو ته مو ځواب دی چه افغان مهاجرين لا دلته دي ځکه دلته لاريونونه کوو بل د افغان مهاجرينو غوښتني يوازې د افغان دولت څخه نه دي د پاکستان او يو اين ايچ سي ار څخه هم دي ځکه مو په لومړي قدم کې حرکت لدې ځايه واخيست .

تاسي چې د داخل او په ځانګړي توګه د کابل خبره کوئ ! نو خاطر مو جمع ساتی موږ إن شاءالله دا سلسله تر کابل هم غځوو.

زموږ حرکت زموږ د ذات لپاره نه بلکی د افغان مهاجرينو لپاره دی . زموږ هدف د چا تخريب نه بلکی زموږ هدف د مهاجرينو په خير ستنيدا او ځای پر ځای کيدل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *