د پسرلي اوله هفته په ختمېدو وه۰ ټوله شپه باران ورېدلی و۰ چې راویښه شوم۰مکتب ناوخته شوی و۰ کتابونه مې راټول کړل۰پښې مې چټکې کړې۰ مکتب ته چې ننوتم۰مدیره د دروازې څنګ ته ولاړه وه۰
– جلۍ دا وخت د راتګ دی؟
غوښتل مې ځواب ورکړم، خو دا له خپل مردانه اواز سره دومره مسلطه وه چې هر څوک یې چوپ کول۰ سر مې تیټ کړ۰
-هاخوا ودرېږه۰
د دېوال کونج ته ودرېدم۰پوست مې سړه خو نرمه هوا احساسوله۰ دې له ګارد سره خبرې کولې۰ د یونفورم په زرغون توربخون کمیس کې نېغه ولاړه وه۰ پر اوږه یې چرمي تور دستکول و۰چرم هیڅ ځلا نه درلوده، ته وا د کلونو کلونو لمر وهلی وي۰ کوچینی نازک ټیکری یې پر سر و۰ لنډ وېښتان یې ترې ښکاریدل۰ عینکې یې په سترګو نه وې۰ سترګې یې تر پخوا راته تنګې ښکاره شوې۰ د مخ د تور پوست ګونځو ته یې ځیره شوم۰ دې به سېنګار نه کاوه۰ تندی یې لکه تل تریو و۰ شونډو یې لکه چې له موسکا سره روږدې نه وې۰ کلونه کېدل چې دا مې مدیره وه۰ معلمانو به دیکتاتوره او شاګردانو به عزرایله بلله۰
راته ویې ویل: سلیقه چې نه لرې، ضرور نه ده چې اوږده ویښتان پریږدې۰
نن مې وېښته نه و چوټۍ کړي٠
دې بیا وویل: د مکتب شاګرد مې نه و لیدلی، اوږده وېښتان۰ ځه صنف ته لاړه شه۰بیا ناوخته رانه شې۰ وېښتان دې هم ټول کړه!
څو قدمه مې لا نه ول اخیستي چې دې را غږ کړ: جلۍ کړوپه مه ګرځه، ځان استوار ونیسه!
مخ مې ورواړه ، سرمې ورته وخوځاوه۰ دا له دروازې ووتله۰ صنف ته چې راغلم۰ملګرې مې وویل: جلۍ شکر چې راغلې۰ د اختر ورځ ده۰ عزرایله بل مکتب ته تبدیله شوې۰ نګرانې ویل نن نوې مدیره راځي۰