تاند- چینایانو د دې لپاره چې د ښارونو په واټونو کې د ترافیک جام مخه ونیسي، دا ډول (ویدیو) بسونه جوړ کړي او په یوه نندارتون کې یې ننندارې ته وړاندې کړل.
د چین ښارونه، د ترافیکو د بیروبار له کبله د نړۍ تر ټولو ناپاک ښارونه ګڼل کېږي. البته د ژوند چاپېریال د ناپاکۍ له پلوه.
د ټي اي بي په نوم بسونه پر نورو موټرونو دپاسه ځي او په هر بس کې ۱۲ سوه سپرلۍ خاییږي.
د دې ډول بسونو لپاره پکار ده چې په واټونو کې د ټرمونو په شان رېلارې (ترموې) جوړې شي.