په تیرې نږدې یوې نیمې لسیزې کې بهرنۍ مرستې له بیلابیلو لارو د افغانانو جیبونو ته ورسیدې او مخالفین هم ترې بې برخې نه شول تر هر چا د دې مرستو رسیدو لپاره بهرنیانو په خپلو بیسونو کې یو پیاده ته هم له پنځو سوو تر زرو ډالرو معاش ورکولو او د کابل قندهار لویې لارې کې به یې په خپلو اکمالاتي لویو بار وړوونکو موټرو کې مخالفینو ته هم د خپلې پیروزینې له مخې پراخه برخه ورکوله چې اوس د ټانکرو او ټیلرو اور اچوونکي د دوبۍ ، سعودي عربستان ، پاکستان او اروپا په کچه لوی تجاران شوي دي او د مخالفینو پر اوسنیو جګړو د مسخرو په ډول خاندي؛ په داسې حال کې چې دوولس کاله وړاندې همدوي له بهرنیو ځواکونو او افغان دولت سره په مخالفت کې وسلې اوږو ته کړې وې او د خپل په نوم سپیڅلي جهاد خبرې به یې په هر مجلس کې تودې وې. خو نا خبرو افغانانو په دوي د رښتینو مبارزینو او جهادیانو ګمان کړی ؤ او اوس پته ورته ولګیده چې په میدان وردګو ، غزني او زابل کې پر لوی سړک د بهرنیو ځواکونو اکمالاتي کتارونو سوزولو ، ددې موټرو له موټروانانو او د خصوصي امنیتي شرکتونو څخه د رشوتونو اخیستلو ، د تیلو او کانټینرونو کې او نورو وسایلو پلورلو څخه یې په میلیاردونو ډالر تر لاسه کړل او خپلې دا سرمایې یې له ۲۰۱۴ کال څخه مخکې بهر ته ویستلې، چې اوس یې په مزو مست کړي دي.
ددې ډول مخالفینو دا بیلګه مې ځکه په پیل کې راوړه چې د همدوي په څیر په افغانستان کې رسنیو د نړیوال ایئتلاف په ملاتړ مټې رابډ وهلې او له دوي څخه یې د مرستو په غوښتلو خپلو خپرونو ته دوام ورکړ، خو وروستو کې چې کله دا مرستې پرې بندې شوې نو د افغانستان دښمنه ګاونډيو او د امریکا له سیالانو سره یې د پردې تر شا ګوتې پټې کړې او اوس د همدې ډول سرچینو په ملاتړ خپل کار پر مخ وړي؛ ګنې هیڅ یوه یې په خپل ځان دا یوې ورځې خپرونو د لګښت باور هم نه لري. یو شمیر دا ډول رسنۍ د ایران په خوښه په افغانستان کې د فرهنګي یرغل او د افغانانو تر منځ د نفاق رامنځته کولو لپاره لمن وهي او یو شمیر نور یې هم د پاکستان ، روسیې او چین لپاره کار کوي، تر څو په خپل رنګ کې کوټ نه شي.
دا ډول رسنۍ د بهرنیو ځواکونو اکمالاتي کتارونو سوزوونکو مخالفینو په څير اوس د سیمې په کچه پانګه وال دي او خپلې سرمایې یې په ګاونډیو هیوادونو ، دبۍ ، اروپا او امریکا ته لیږدولي او په لږ څه په افغانستان کې دننه کار کوي. ځینې یې په تیرو کلونو کې له دې لارې میلیونران شوي هم دي او ددې تر څنګ چې د افغانستان دښمنه ګاونډیو هیوادونو لپاره منفي تبلیغات کوي د روان نظام د حاکم لالهانده ولسمشر پر وړاندې د پخوانۍ دورې حکومتي مشرانو ، وزیرانو او … منفي غبرګونونو او پروپاګندو ته ښه انعکاس ورکوي ځکه هغوي پرته له دې افغانستان شموله مثبته نظریه نه لري او دا چې د پخوا په څیر په ډالرو مالامال نه دي نو ځکه خو یې د نظام پر وړاندې په منفي تبلیغاتو لاس پورې کړی. دوي تر دې مخکې د بهرنیانو په پراخ شتون کې لوړ پوړي دولتي چارواکي وو او د بهرنیانو په ډالري معاشونو او نورو امتیازاتو مست وو او هغه وخت یې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو راتګ او برید په اړه چوپه خوله وو، خو اوس وايي چې امریکا په نوي ډول افغانستان خپله مستعمره ګرځولې! رښتیا وايي چې خپل عیب د ولو منځ دی. پر دې سربیره د اوسني نظام پر وړاندې دریدلي او د خنډونو په رامنځته کولو سره غواړي ستونزې جوړې کړي ، د خلکو لپاره یې بد نام کړي، خو په دې اړه به یوازې دا ووایو چې له دوي څخه ځکه ګیله نشته چې وايي : سړی چې وزګار شي یا غل شي یا بیمار شي.
د دې ډول عناصرو هر ډول منفي د حاکم نظام ضد څرګندونو ته هماغه رسنۍ غبرګون ورکوي کوم چې له چین ، ایران ، پاکستان او … لخوا تمویلیږي او دا رسنۍ هم ددې ډول وزګارخیلو زړونه په راتلوونکي کې د مرستې په تمه ساتي ، هم د خپلو باداري تمویل کوونکو هیوادونو په خوښه خپرونې ، خبرونه او د حاکم نظام ضد څرګندونې خپروي او هم له مالي اړخه ځانونه پړسوي او د نړۍ په کچه د میلیونرۍ او میلیاردرۍ هڅې ګړندۍ ساتي او په دې توګه په یو غشي درې نښې ولي. دوي د اسلام مبارک دین ، ملي ګټو او د هیواد خپلواکۍ څخه د دفاع په نوم افغانانو ته دا څرګندوي چې ورسره خواخوږي لري او نیت یې پاک دی، خو ولس ددوي له شومو موخو او تورو زړونو څخه نه دی خبر او په دې نه پوهیږي چې د حاکم نظام ننګولو او یوې لويې تباهۍ ته د هیواد ورټیل وهلو نیت تمویل کوونکو سرچینو او اپوزیسیون ته ورته ډلو په ذهن کې ورپیچکاري کړی دی. دوي د ایران ، چین ، پاکستان او… هیوادونو په خوښه د افغانانو تر منځ نفاق اچوي او د وروڼو ولسونو بیلولو په هڅه کې دي.
خو زه په دې ډاډه یم چې د افغانانو ولسي سیاسي شعور اوس د نولسمې او شلمې پیړۍ په څیر نه دی چې د غازي امان الله خان په څیر د اوسني نړیوال تیورسن سرکار د غندلو او تخریبولو پسې مټې را بډ وهي؛ بلکې افغانانو یوازې په تیرو څلورو لسیزو کې ډیر څه زده کړل او هر څوک یې په تمامه معنا وپیژندل، ددوي له سپیڅلو احساساتو څخه اوس څوک ناوړه ګټه نه شي اخیستی او نه یې هم څوک په منفي تبلیغاتو سره روڼ اندۍ ته زیان رسولای شي.
په پای کې له اپوزسیون ډوله ډلو څخه غواړم چې هڅکله دې د شلمې پیړۍ د وروستیو پیښو د تکرار هڅه نه کوي او په هیواد کې د نظام خلا رامنځته کولو هیڅ ډول مخربه هڅه دې نه کوي، ځکه بیا به نه افغانان او نه نړیوال ددوي په پوهې ، د هیواد پالنې او رښتینولۍ باندې اعتبار ونه کړي او که چیرې په راتلوونکي کې نوماند هم شي ، نو ولس به ددوي کړنو له امله هیڅ ډول اعتبار پرې ونه کړي.