فواید هفتگانه هندوانه

ژباړه: حمیدالله حمیدي

 

هندواڼه د هغه (انتي اکسیدانو) تر ټولو بډایه سرچینه ده چې طبیعت یې برابروي، په زیاته کچه د اې او سي ويټامینونه لري، هغه چې دنده یې د بدن د دفاعي سيستم پیاوړي کول دي.

که غواړئ په وجود کې د اوبو د کمښت مخه ونیسئ نو د هندواڼې خوړل یې تر ټولو ښه، اسانه او ارزانه لاره ده. د هندواڼې تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پیدا کېږي. که څه هم چې د هندواڼې اصلي فصل اوړی دی، خو پرمختللې کرنې دغه چاره هم اسانه کړې ده، کولی شئ د کال په هر فصل کې ورته لاسرسی ولرئ، خو یوه څه ته مو باید پام وي چې د اوړي هندواڼې د کفیت او ارزښت له مخې بې ساري دي.

د روغتیا لپاره د هندواڼې ګټې

۱- د نورو مېوو په پرتله یې ګټې ډېرې دي، خوراک یې هم کوم خاص هنر ته اړتیا نه لري، په هر ډول یې چې وخورئ په کې له شته ګټو یې برخمن کېدای شئ.

۲- هندواڼه د اې او سي ويټامینونو سرچینه ګڼل کېږي.

۳- دغه راز پخه او سره هندواڼه په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه (کاروتن انتي اکسیدان) لري چې د (لیکوپن) په نامه یادېږي. (د انتي اکسیدان) دنده په بدن کې د ازادو راډیکالونو له منځه وړل دي، کوم چې شتون یې په بدن کې د خپلسرې ودې او دغه راز د سرطانونو د جوړښت لامل کرځي. (لیکوپن) چې هندواڼې ته سور رنګ ورکوي، د پروستات د سرطان مخه نیسي.

۴- په زړه پورې خو دا ده چې هندواڼه یوازېنۍ مېوه ده چې د نورو مېوو او سبزیو په پرتله په زیاته پیمانه (بتاکاروتن لري)

۵- هغه مواد لکه الکترولیت، سوډیم او پوتاشیم چې ډېر کله یې له بدن څخه د خولې له لارې له لاسه ورکوو، یوازې د هندواڼې په خوړو سره یې بېرته پوره کولی شو.

۶- هندواڼه د ویټامین بي منبع هم ګڼل کېږي چې د حیاتي انرژۍ لپاره اړین دی. د تغذیې د برخې متخصصین او څېړونکي په دې اند دي چې د بدن لپاره د ويټامین بي یو، ويټامین بي دوه او مګنیزیمو د لاسته راوړلو لپاره اسانه لار د هندواڼې خوړل دي. هندواڼه ۹۰ په سلو کې اوبه لري او د کالوري ارزښت یې تر ټولو مېوو لوړ دی.

۷- دا چې هندواڼه په زیاته کچه ويټامین، پوتاشیم او مګنيزیم لري نو د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت دوه برابره کوي.

۸- هندواڼه غوړ نه لر، خو د انرژۍ په تولید کې پوره مرسته کوي او نه پرېږدي چې د بدن د کومې برخې سلولونه تخریب شي، کوم چې تخریب شوي او له منځه تللي په بیا رغولو کې یې مرسته کوي.

د اوړي په ګرمو شپو او ورځو کې د تندې د له منځه وړو او د بدن د اوبو پوره کولو لپاره د هندواڼې ځای یوه مېوه هم نه شي نیولی.

One thought on “!د هندواڼې له ګټو ځان خبر کړئ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *