ښاغلی محمد نعمان دوست

جګړه تازه دریدلې وه، ماتې څانګې پرتې وې. شاوخوا ځمکه سره وه. یوه څاروي پر ملا پرچه خوړلې وه، نا طاقته و. مخکې یې خپل مړ بچی پروت و. په ډنډ سترګو یې ور کتل. غوښتل یې په وروستیو شیبو کې څه ووايي، خو ویریده. ژبه یې د غاښونو منځ کې ټینګه نیولې وه. شاید ویل یې:

حضرت انسانه!

اشرف المخلوقاته!

او…

نو موږ ولې وژنئ؟ موږ خو یوه ډله کې هم نه یوو!

محمد نعمان دوست/ جلال اباد

د زمري ۲۰م، ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *