(دویمه برخه)!
غصب او عایدتي سرچینې:
۱.د وریجو او غنمو منډي (۱۳) جریبه دولتي او شخصي ځمکه چې تقریبآ د (۱۰۰۰) دکانونو او هټیو درلودونکې ده، هر دکان درلودنکئ د ښاروالۍ او نور دولتي محصول پرته د میاشتۍ (۲۵۰۰) افغانې د اجاری په توګه د ښاغلي ابراهیمي د عوایدو دفتر ته سپارل کیږي.
۲. د حیواناتو منډي چې د سپین شرکت اړوند دولتي ځمکه ده د ښاغلي ابراهیمي د عوایدو ټولنې د دفتر له خوا په اجاره ورکول کیږي.
۳.د سپین زر شرکت سلګونه جریبه ځمکه په خلکو توزیع او په بدل کې یی پیسې ترلاسه کوي همدارنګه سلګونه جریبه ځمکه د ښاغلي ابراهیمي د عوایدو ټولنې د دفتر د باغ او زراعتي ځمکې په توګه کارول کیږي.
۴.د حلقه کول او بته کشان دولتي او شخصي پراخه ملکیتونه چې د آمو سیند پر غاړه پرته ده، د ولسوالې د امنیې قومندان او یو لړ نورو غیر مسولو قومندانانو له لورې نیول کیږي او خرڅیږي، د یادونې وړ ده چې په دغه ځمکو کې کابل میشتي ډیرې سیاستوال په سلګونو جریبه ځمکې لري چې یوه بیلګه یی د مرحوم استاد رباني ځمکه ده چې د وخت د ولسوال ښاغلي جمعه خان باوري چې مرحوم رباني بچه خان باله په لاس نیول شوئ او دوي ته سپارل شوئ ده.
۵. د بزکشئ شخصي لوبغالې چې د امام صیب د ښار په زړه کې تر (۵۰) جریبو ځمکه رانغاړلئ، چې د بزکشۍ له موسم وراخوا د دهقانانو له خوا په عرضي توګه د زراعتي ځمکې په توګه کاریږي.
۵.د آمو سیند د غاړو د نه او یا ناسم مدیریت له امله سیند په څو بیلو ویشل شوئ، چې په دې توګه سیند د ۲ دریاچو په شکل بهیږي، د ۲ واړو دریاچو ترمنځ زرګونه جریبه د خلکو شخصي او دولتي ملکیتونه له خپلو ځمکو د اوبو له امله جدا شوي، د مثال په توګه تورپي ځنګل او قرول ځنګل کې د ښاغلي ابراهيمي کورنۍ په خلکو د پیسو په بدل کې ویشلي، د قرول ځنګل کې تقریبآ د (۶۰۰) جریبه او تورپي ځنګل کې هم په سلګونو جریبه ځمکه په واک کې لري چې د زراعتي ځمکې په توګه ترې ګټه پورته کوي.
د یادونې وړ ده چې په دغه سیمه کې ډیر میشت شوي خلک د ښاغلي ابراهیمي مافیايې او قاچاقبره ډله تشکیلوي چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ له دغه استراتیژیک موقعیت څخه په لویه کچه استفاده کوي او پدې توګه د ښاغلي ابراهیمي د عوایدو دفتر یوه له لويو سرچینو تشکیلوي.
نوموړي (۱۲۰) جریبه دولتي ځمکه په کالباد کې غصب کړئ چې اوس یی په دولت د ولسوالۍ اړونده دولتي تاسیساتو د جوړولو په خاطر د یوې برخې د استملاک په هڅه کې دې او په پاتې ځمکه کې د بازار جوړولو تابیا نیسي.
بیلګه: د امام صیب ولسوالۍ د سمت مامور او د حوزی پخوانی امر مرحوم احمدشاه ولد فراموز چې د ښاغلي ابراهيمي اوخې (خور یی عبدالروف ابراهیمي کورودانی ده) د ملا روزي په ګډون د قرول له لارې ګاونډي هیواد تاجیکستان ته پوډر انتقالول او په بدل کې یی د شراب واردولو هوډ درلود د تاجیک پوله ساتونکو له خوا وویشتل شو او ملا روزي خوندي پاتې شو، ملا روزي دم ګړۍ ښاغلي ابراهیمي د محلي پولیسو په چوکاټ کې تنظیم کړئ. د وخت والي موضوع له مرکزي حکومت سره شریکه کړه خو د مرکزي حکومت لخوا غلې شوه.
د شیر خان بندر ګمرک سرحدي مدیر ښاغلی روح الله ناظري چې په خټه پښتون دی، د ښاغلي ابراهیمي له خوا ګمارل شوی، د ګمرک له عوایدو (۳) برخې د ښاغلي ابراهیمي د عوایدو راټولني دفتر او (۴) برخه یې نوموړي مامور ته ځي.
د یادونې وړ ده چې سرحدي مدیر صلاحیت د ګمرک له ریس لوړ او باصلاحیته دی.
ترور او قتلونو کې لاس درلودل:
– قومندان لال محمد چې په سیمه کې د لال محمد دیوانه په نامه مشهور وو، امرلطیف په قومنده (امرلطیف د عبدالروف ابراهیمي مشر ورور او د ټولو لوبو طراح دی، چی وروسته به ترې مفصله یادونه وشي) د خپل قومندان محمد مراد چې پورته تری یادونه شوی په قتل ورسول شو. د مرحوم لال محمد ورور باز محمد پر ابراهیمي کورنۍ د دښمنی دعوه وکړه، له اوږدې دښمنې وروسته د مجاهدینو په دوره کې باز محمد چی د لال محمد ورور و، د ابراهیمي د ګروپونو لخوا چې تعداد یی د (۵۰۰) نه تر (۶۰۰) کسانو رسیده ،د باز محمد په کور برید وکړ. جنګ ۱۳ ورځې دوام وکړ، د باز محمد د ماتې وروسته د هغه ټول شتمني لوټ او باز محمد یې ژوندی ونیو.
هاغه مهال د کندز والي عارف خان چې په قوم ذاخیل او تکړه مجاهد و، امام صیب ولسوالۍ چې د ابراهیمي کورنۍ پلرنی ټاټوبی دی د یو شمیر جهادي قومندانانو سره سفر وکړ.والي د باز محمد د خوشی کولو غوښتنه کوله خو امر لطیف د هغه له شتون نه انکار کاوه، د کندز اړوند یو جهادي قومندان چې قدوس چپه باندی مشهور و او لا هم ژوندی دی، امرلطیف له ګریوانه ونیو او د کلکوف مرمۍ په تیرولو یی ورته د مرګ ګواښ وکړ، چې د امرلطیف د ژغورنی په پار د ابراهیمي کورنۍ له خوا یرغمل شوی باز محمد خوشی شو.
د کرزي په حکومت کې ابراهیمي کورنۍ، بازمحمد مطلق انزوا ته یووړ، چې په پایله کې یی نوموړی د طالبانو سره یو ځای شو، د ابراهیمي کورنۍ له خوا روزل شوی طالب لطیف نامی چې د معاون خال بای ځوی او په خټه ازبک و،قومندان باز محمد د دولس کسانو سره یو ځای د امام صیب ولسوالۍ اړونده ګورګورۍ سیمه کې د شپې پر مهال ووژل شو.
-قومندان عبدالجبار د قومندان بسم الله (مشهور په بابا قومندان) ځوی د امام صیب د آق مسجد اوسیدونکئ یو برجسته او زړور ځوان و، نوموړی د یو بل جهادي قومندان حاجی عرب نواز خاکسار سره د یو ډلګي قوماندان و چې د ابراهیمي کورنۍ په لمسون یی له نوموړي قومندان جدا او د خپل سرحدي کنډک قومندان وټاکه، چې د تاجیک لوري سره د ښو اړیکو د تامینولو په پلمه یی نوموړې ته د تاجیکستان د تللو لارښوونه وکړه چې د سفر پر مهال د تاجیک لوري له خوا ووژل شو.
-قومندان محمد نبی چې په خټه صافی او د مولوي خالص برجسته قوماندان و، د مجاهدینو د حکومت پر مهال د الف بردي سیمې اډه کې د نوموړي د ناست ځای (تخت) لاندی د ځای پر ځای شوي ماین له کبله په شهادت ورساوه، دا هاغه مهال و چې لطیف خان نوم ته د امر کلیمه وراضافه شوی وه یعنی امر صاحب لطیف خان، چې د امام صیب د مجاهدینو امر او د سیمې مشر وو.
دا کورنی د مهلک فساد او جنایت ځاله یا ډنډ دی ،کوم کس یی که فاسد نه وی کیدای شی له دوی نه یی فرار کړی وی خو ۹۹٪یی په فساد،جنایاتو ،قتل،قاچاق ،غصب او سلګونو نورو رذایلو ککړ خلک دی او هغی خلکو چه دوی ته رشد ورکړی او د ظالمانو ملګری یی کړی پخپل اسلام دی وډار شی.
په کندز کی میرعلم او په امام صاحب کی د ابراهیمی کورنی دتنظیمونو هغه اخبثه بقایا ده چه حتی تنظیمونه یی باید ورباندی محاکمه شی .
اذکرالفاجر بما فیه لکی یحذره الناس الحدیث