د هلمند نږدې ټولي سیمي د دولت له ولکې وتلې وي، یوازي د نږدې ولسوالیو مرکزونه یې د زړه په دوک ساتلي وه. تر لښکرګاه چا ګام نسو اړولای.

خلک مهاجر او در په در وه، شنه کښتونه، ډک کورونه او رمې رمې مالونه یې پر خدای  سپارلي وه، چي بلاخره خبره لښکرګا ته ودرېده، د ۱۳۸۷ کال د تلي ۲۴ مه ماخستن مهال پر ښار برید وسو، تر رکه سهاره، د ښار په څلورو خواوو ښه په خرپ جنګ روان وو. ښار و نه نیول سو، خو په خلکو کي ویره او نا امیدي خورا زیاته سوه.

تر هغه وروسته نه پوهیږم په ایتلافي ځواکونو او افغان دولت کي اراده او که غوصه پیدا سوه. د مظلوم افغان وینې تویدې، مځکي ورباندي رنګیدې او سیمي نیول کېدې.

لنډه دا چي ولس یوې خورا سترې قربانۍ ته ملا و تړل. بیا یې ډیری ځوانان ښخ کړه، ډیر کورونه یې کنډواله سوه، ډیري ښځي یې فقر ته کښېنستې، ډیر تاسیستات یې وران سوه او…
د دوی د سیمي د امن دیوال، چي د دوی د وینو سیلاب وړی وو، بیرته د دوی د وجود په غوښو او هډونو هسک سو.

که یوازي د نادعلي او مارجې لپاره د افغان دولت او ایساف مشترک عملیات را په یاد کړو، سړي پیریان نیسي.
پردې وړه، محدوده او هواره ساحه باندي پنځلس زره مسلح ځواکونه، الوتکي، ټانکونه او… ور خوشي سوه او تر یوه اونۍ په کمه موده کي یې تر زرو ډیري کورنۍ بې ځایه  او له نا معلوم برخلیک سره مخ کړې.

Sangeen, Helmandخلک بیا هم خفه نه وه، ویل: (کور که مو وسو، دیوالونه خو پاخه سوه.) بیا هلته ژوند له صفره پیل سو، مځکي قلبه سوې، کښتونه شنه سوه، کنډوالې کورونه سوه، لاري سرکان او پلچکونه سوه، بازارونه دوکانونه سوه، قرارګاوي مکتبونه سوه  نوي هیلي او امیدونه سوه.

اوس نو تازه په نادعلي، مارجې، ناوه او ګرمسیر ولسوالیو کي ژوند پل اخستی وو. د خلکو مخونه لږ روڼ ښکارېده، خلکو په خپلو کورونو باندي لګښتونه وکړه، ماشومان یې ښوونځیو ته ولیږل، په اقتصادي چارو کي یې پانګونه کوله.

خو چي د کوم جلاد سترګي ورته سرې سوې، لږه موده کیږي، چي بیا دا سیمي د خپلو اوسیدونکو په وینه نا امنه سوې، بیا د کډو قطارونه مخ پر ښار را روان دي او دا دی اوس د جګړې د اور تاوی د لښکرګاه هډونه سوځوي. د لښکرګاه اوسیدونکي په ناوې ولسوالۍ کي د رواني جګړې درنو ږغونو نا ارامه کړي دي.

سبا او بل سبا خبره ښار ته دریږي او بیا تاریخ تکراریږي، بیا به دا اولس یوې خورا عظیمي قربانۍ ته اړایستل کیږي.
د یو څو ټکانو د ټګۍ په مقابل کي به د اولس دا قربانۍ د دوی ټګۍ ته پرده سي.

که خدای مکړه د کندوز په ډول لښکرګاه کي هم کوڅې له لاښونو ډکي سي، بانکونه چور سي، تاسیسات وران سي او هر څه په ټپه و دریږي.
هلته به نو بیا به له سره جنګونه وي، عملیات او بمباري به وي. وروسته به د ښار د نیولو خبر ورکول کیږي، ولسمشر به راځي، تونده وینا به وي، چاته به میډالونه او چاته به زندانونه ورکوي.
بیرته به د پرې ایښو سیمو د نیولو لپاره د اولس وینه پکار وي.

د وحشت دا اره د هلمند  پر سینه پرته ده، لاستی یې د دولت او طالبانو لاس کي دی. د  دوو غاښونو تر منځ واټن کي یې مو لا ساه اخستې نه وي، چي بیا یې بل غاښ ته وربرابر یو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *