لومړۍ برخه
د ورستیو شمیرونو له مخې په افغانستان کې درې نیم میلیونه وګړي په نشو روږدي دي
دا یو غمیزه ده، یوه سونامي ده او د دې سو نامي مخنیوی یا نا ممکنه ده
او یا به ډیره ستونزمنه وي.
طبعي سونامي ګانې د باد باران، زلزلې او… په راتګ سره را منځ ته کیږي او په یوه ډیر لنډ وخت کې لږ یا ډیر داسې ورانی کوي چې ښايي د بیرته جوړولو او ترمیم وړ وي او د هماغه لنډ وخت په تیریدو سره بیرته غلې کیږي؛ خو زموږ په وطن کې د درې نیم میلیونه وګړو په نشې روږي کیدل هغه سونامي ده چې ورانی یې اوس هم محسوس دی، څو راتلونکي نسلونه هم ور نه متضرره کیدونکي دي او که یې غم و نه خوړل شي، ورځ تر بلې یې لمن پراخیږي.
ما د کوچنیانو د ادبیاتو د غوړیدو، غني کیدو او د ماشومانو د پالنې او روزنې غم کاوه، خو هغه کوچنیان چې موږ ور ته د کوچنیانو د ادبیاتو غم کاوه، یو شمیر یې د نشو په ډنډ کې لاهو کړای شول، په داسې ډنډ کې چې نور یې نه قلم، نه کاغذ، نه هم کتاب او سواد په کار دی او نه یې هم د کوچنیانو د ادب په نامه کوم بل څه.
زه او ما ته ورته څو نور قلموال لګیا یو قلم چلوو، هڅه کوو او د مقالو ، شعرونو او کتابونو په لیکلو، ژباړلو او چاپولو سره په دې بوخت یو چې د ماشوم او کوچني او نوي نسل د روزنې په موخه د کوچنیانو ادبیات غني کړو، پراخ یې کړو او د هغوی له پاره لیکلي مواد کورا کور ورسوو، خو په دې خبر نه یو چې له موږ نه مخکې او زموږ له کتابونو او درسي موادو نه مخکې ډیری کورونو ته نشه اي توکي رسیدلي دي او د لو یانو تر څنګ یې ماشومان او کوچنیان هم تر ستوني ډوب کړي دي. په نشو روږدی دا نوي نسل د داسې خاموش قاتل په منګولو کې را ګیر شوی دی چې را خلاصول او را کشول یې هم کیدای شي د هغو د مړینې په بیه تمام شي.
دې ستونزې ته زما پخوا هم پام شوی و او همدې سترې سونامي ته په پام سره مې د ۲۰۱۴ کال په څوارلسمه نیټه د«د روسیې اولمپیک او د نشې اولمپیک، مډالونه او دودونه» تر سر لیک لاندې مقاله ولیکله.
هلته مې په ښکاره خپل نظر څرګند کړ چې نور خلک د اختراعاتو په رامنځ ته کولو سره سیالي کوي، د ژوند د وسایلو د جوړولو له پاره هلې ځلې کوي، د صحت له پاره د سپورت مسابقې کوي، خو زموږ په ټولنه کې د جهالت او ناپوهې د حاکمیدو په وجه د نشې مسابقې روانې دي.
په ۲۰۱۴ کال کې ارقامو ښودله چې په افغانستان کې په نشه اي توکو د روږدو شمیر یو میلیون ته رسیږي، خو دې موضوع ته د سیاسیونو او د دولت د بیلابیلو برخو او په ځانګړي ډول د مسؤلینو نه پاملرنه، خبره دې ته ورسوله چې اوس هغه یو میلیون نشه یانو نور لارویان هم پیدا کړي دي او شمیر یې درې نیم میلیونو ته رسیدلی دی. د هغې مقالېپه یوه برخه کې ما لیکلي وو:
«په افغانستان کې دروانې تپل شوې جګړې په پایله کې،پردې وطن باندې رنګارنګ سونامي ګانې راغلې دي چې یوه یې په نشه اي توکوداخته کیدو سونامي ده.د میډیا دراپورونوله مخې اوس دافغانستان دیومیلیون په شاوخوا کې وګړي په نشه اي توکو اخته دي.له بده مرغه په دیرشومیلیونوکې یومیلیون لویه سلنه ده اوډیره خواشینونکې ده چې پرافغانستان باندې دنوروپرله پسې سونامي ګانوپه څنګ کې دا هم لویه ورانونکې سونامي ده.
په دې یومیلیون کې به ډیره کمه سلنه دهوس دنشې له لارې د تباهۍ دې لوی ډنډ ته ورننوتي وي، خو ډیره سلنه یې د جبرنشه ده. په خوارۍ او په ناپوهۍ کې ډوب افغانان په نه پوهیدنه کې ورپورې وهل شوي دي. په ټول کې د ټولنې هراړخیز وروسته پاتې والی اوپه ځانګړي ډول دسواد نه شتوالی، په خلکو باندې د پخوانیو زړو قوانینو او رواجونو حاکمیت، د سیاسي ثبات نه شتوالی، د دولت او خاصتآ د حکومت بیخي ضعف، دوامداره بیکاري، په کورنیو کې د رنګارنګ ستونزو موجودیت، اقتصادي ستونزې او… دا ټول په ګډه د دې سبب شوي چې دا خلک په نشو روږدي شي اویا یې هم له بهر نه له ځان سر ه د یوه سوغات په ډول راوړلې دي چې هره برخه یې دجلا څیړنې او ژړا وړ ده.
دا هغه سونامې ده چې له پخوا زمانو څخه د افغانستان پر خلکو راماته شوې ده، خو اوس خپل اوج ته رسیدلې ده. د نشه اي توکو د کارولو دغه سونامي د کورنیو له بېوزلۍ نه راپیل شوې ده. موردټولنیزې ناپوهۍ اوبې سوادۍ دبلا دشته والي په سلسله کې،پرته له دې چې دنشه اي توکو دکارولوپه پایلوباندې پوه شي،خپل ماشوم ددې له پاره نشه کوي چې دا خپله کارته وزګاره شي،یا به غوجل پاکوي،یا دکورکارونوته اړم وي او له ټولونه مهمه دا چې خپله ترټولو مهمه وظیفه یعنې د قالینو اوبدل هیر نه کړي.
په ښاري ژوند کې تردې هم دژاړه اوتآسف وړ غمیزې سره مخ کیږو.مور،ماشوم ته نشه اي توکي ورکوي چې بې سده شي،لکه دکوما دحالت ناروغ، بې حاله پریوزي چې دخلکوپام اوزړه سوی ورته واوړي،اوپه دې ډول یې موردهمدې بې حاله ماشوم اوڅونوروبچوروزي ترلاسه کړای شي.هره ورځ په دې ماشوم باندې دا کارتکراریږي. ښځه نشه یې توکي اول خپله کش کوي اوبیا یې لوګی دماشوم خولې اوپزې ته ورپوکوي،د وړوکي ماشوم، واړه حجرات دنشوپه څپوکې داسې په خوب ویده کوي چې لس پنځه لس ساعته ونه ښوري او وروسته له څه مودې هغه ماشوم لا په هماغه کوچنیوالي کې داسې په مخدراتو روږدی شي چې بیا یې را اړول مشکل نه،بلکې ناشوني وي.
بس دا یوه جمله ده:دماشوم پلارنه شته،وژل شوی او…
په دې کور،کوڅه کلي،ښار،هیواد،سیمه اولاټوله نړۍ کې دبشردحقوقوپه دې لویه هنګامه کې، ددیموکراسي بي بي؟ په دې لوی جنتي بڼ کې داسې څوک نه شته چې پوښتنه وکړي چې دا ګدا میرمن چې له غیرتونو؟سره، سره لاس غځوي خیرغواړي،دچا ښځه ده؟دا پروت نشه کړای شوی ماشوم دچا زوی یا لورده؟ پلاریې چې وژل شوی،ولې وژل شوی؟دچا اوڅه له پاره وژل شوی؟ اوچا وژلی؟او نورډیرداسې ولې،ولې او…؟
د دود اونشې دغه المپیک زموږدوطن په هرکلي، کوڅه اوښارکې داډیره موده روان دی؛خوهلته لرې په نوره دنیا کې چې زموږ دوطن په هرکلي اومالت کې هغوته کفاراودکفارو وطن ویل شوی او ویل کیږي،څه نورې کیسې اولوبې روانې دي.هلته هڅه کیږي چې دنشې دالمپیک مخه ونیول شي،ژوند اوآرام ته دتګ په لوري سیالۍ رامنځ ته شي،چې ښه مثال یې همدغه دروسیې دسوچي المپیک دی.
ښايي دا تصادفي پیښه وي چې هغه هیوادونه چې په دې وروستیوکې دالمپیک لوبوکوربانه وو اودي،زموږدهیواد په روانوسیاسي اونظامي پیښوکې مرکزي اومنفي رول درلود اولري یې؛خوزموږدخلکواوټولنې دسواد دسطحې ټیټ والی،ناپوهي،دسیاسي رهبرانوجفا اود دوی خرڅیدل… اودخلکواوټولنې په ذهنونوباندې حاکم افکارهم دهیرولو نه دي.
نوره نړۍ څه کوي اوموږ څه کوو؟
په اِنګلند کې دلندن المپیک،په افغانستان کې دجګړې المپیک،
په روسیه کې دسوچي المپیک،په افغانستان کې دنشې اودود المپیک،
په نوره دنیا کې دتکنالوژۍ،دژوند دښه کیدواوعصري کیدوالمپیک،
خوزما په وطن کې دجګړې المپیک،دبربادۍ المپیک،دنشه اي توکودرواجیدوالمپیک،دبیسوادۍ دزیاتیدوالمپیک،جهالت ته دورننوتوالمپیک،له تکنالوژۍ اوتمدن نه دتښتیدوالمپیک روان دی، ورځ تربلې زورهم اخلي اوموږ ورته هره ورځ د « الحمدلله » په ویلوسره شکرونه هم باسو.
زموږټولنه اوخلک چا داسې کړه اوڅه باید وشي؟…»
د یو میلیون نشه اي ماشومانو او کوچنیانو اوسنی نسل ته څه نوم کیښودای شو؟
چا کړي او ولې یې کړي دي؟ او دې ور ته نورې پوښتنې شته، خو د ځواب ویلو مسؤل او آدرس نه دی مالوم. زه خو وایم چې دا موږ خپله کړي، یا د نه پاملرنې په وجه یا د نه پوهیدنې په تیارو کې. د قرباني شوو کوچنیانو دغو څو عکسونو ته پام وکړئ چې د مشرانو د نه جبرانیدونکو تیر وتنو عکس را ښيي:
دې ماشوم ته چا سګرت په خوله کې ایښی دی؟ یو مشر
دې کوچنیانو ته چا ټوپک په لاس کې ورکړی دی؟ یو مشر
دا کوچنی چا دې شاقه کار ته اړ ایستلی دی؟ یو مشر
آیا څوک حق لري چې دې ماشومانو او کوچنیانو ته سبا ورځ و وايي چې وطن او خلک پر تا حق لري؟
زه خو وایم چې هیڅ څوک د دې حق نه لري چې دې او دوی ته ورته کوچنیانو ته و وايی چې وطن او خلک پر تاسو حق لري. وطن او خلکو دوی ته نه یوازې څه نه دي ورکړي ، بلکې هر څه یې ور نه اخیستي دي.
دا د مشرانو د تیر وتنو عکس دی چې د نشو د نسل په نامه باید یاد شي، د دې نشه اي ماشومانو او د شاقه کارونو او د لویانو د هوسونو ښکار ماشومانو او کوچنیانو د کورنیو د اقتصادي او ټولنیز ژوند د خرابوالي لومړني مسولین همدا سیاسي مشران دي چې د دوی تیر وتنو نن ورځ ټولنه د بدمرغۍ کندې ته ور پورې وهلې او د کورنیو د بې سوادۍ، خراب یا نشت اقتصاد په پایله کې تر دې بریده رسیدلې دي چې مور د ماشوم د ویده کولو له پاره ماشوم ته تریاک ورکوي او یا یې د نشه توکو لوګي په پزه او خولې کې ور پوه کوي.
دا هغه نسل دی چې د کورنیو له بیکارۍ، بیسوادۍ او خراب اقتصاد له وجې په نشو روږدي کړای شوي دي او عوامل یې هم باید په ټولنه او ټولنیز ژوند کې ولټول شي او د له منځه وړولو له پاره یې سمه نسخه ور ته ولیکل شي.
دا په نشو روږدي مشران او کشران زموږ د ټولنې پر تندي باندې هغه تور داغ دی چې د سیاسي واکدارانو د پر له پسې تیر وتنو په اثر، ټولنه، د ټولنیز ژوند بنیاد او اساس ړنګ کړای شوی دی، د ټولنې او کورنیو اقتصاد او امنیت له منځه تللی او په پایله کې یې دا نسل ټولنې ته ډالۍ شوی دی او ټول باید په دې پوه شي چې دا د پټي سر نه دی، اوس ډیره نا وخته ده، ځکه چې د پټي سر اوبه شوی دی، زهر په کې کرل شوي دي او اوس دا د زهرو فصل:
(درې نیم میلیونه روږدي: اته نیم لکه روږدې میرمنې او یو میلیون روږدي ماشومان او تنکي ځوانان)
ښه مست په ګُل کې دی چې بوی یې ټول وطن نه، بلکې ټوله نړۍ یې نیولې ده او نوره به یې هم ونیسي او ډیرې منفي پایلې یې لکه مات لاس د افغانستان او افغانانو په غاړه کې یا ور لویدلي دي او یا په نږدې او لرې راتلونکو کې ور لویږي.
د لومړۍ برخې پای