په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغۍ د مرکز اداره

د وروستیو جګړو د شدت له امله د نادعلي، مارجې، ناوې، ګرمسېر او خانشین په ولسوالیو کي ملکي مرګ ژبله تر بل هر وخت زیاته سوې ده.

هلمند مدني ټولني ته د رارسېدلو راپورونو پر اساس د جګړې د شدت له امله د جګړې په میدان کي د ملکي کسانو په وژنه او ژوبلونه کي ډېروالي ښيي.

د هلمند له جګړې چي بېلا بېل اړخونه لري کلونه کېږي، خو روانه جګړه چي د هلمند ګڼ مېشتي سیمي يې تر اور لاندي نیولي له تېرو دوو – درو اوونیو څخه شدت موندلی دئ.

دې خلکو هلمند مدني ټولني سره په خبرو کي ویلي چي حکومت او په وړاندي ئې جنګېدونکي وسلوال د ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب ته پام نه ساتي.

په عین وخت کي د هلمند مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد د جګړې پر شکېلو غاړو ږغ کوي چي له ملکي مرګ – ژوبلي لاس واخلي او اولس و خپل ژوند ته پرېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *