تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف وايي، د کوټې انتحاري حمله د پاکستان د استخباراتو د ناکامۍ او د طالبانو او داعش ترمنځ یووالي ته د اهمیت نه ورکولو نتیجه وه.

راحیل شریف دا خبره نن /چهارشنبه/ په اسلام اباد کې د صدراعظم نوازشریف په مشرۍ د کوټې پر تروریستي حملې د غور لپاره په ځانګړې غونډه کې وکړه.

په غونډه کې د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال رضوان اختر او د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم ګډون درلود.

احیل شریف
احیل شریف

دوی په خپله غونډه کې دې نتیجې ته ورسېدل چې د کوټې حمله د پاکستان د استخباراتو د ناکامۍ له کبله وه او له بلې خوا پاکستاني استخباراتو د داعش او پاکستانی طالبانو ترمنځ شوي اتحاد ته ارزښت نه و ورکړی.

په غونډه کې راحیل شریف وویل چې په ټول بلوچستان کې به د سختدریځو پر ضد د کومبینګ په نوم عملیات وشي.

راحیل شریف وویل، د کوټې حمله د ضرب عضب د عملیاتو د سبوتاژ کولو په هدف شوې ده.

په همدې حال کې د بلوچستان اعلي وزیر ادعا وکړه چې د دغه ایالت په حملو کې د افغانستان او هند استخباراتي ادارې لاس لري.

له پاکستاني طالبانو څخه د بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار ویندوی احسان الله احسان د کوټې د حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

په دې برید کې ۷۲ تنه ووژل شول او ۱۱۲ نور ژوبل شول.

One thought on “راحیل شریف: د کوټې حمله د استخباراتو د ناکامۍ او د داعش او طالبانو د یووالي نتیجه وه”
  1. هلته هم زه مرم او دلته هم زه مرم . څنګه کیدای شی دافغانستان دولت د خپلو خواخوږو او ملاتړو پښتنو لپاره داسې پیرزوینه وکړی؟
    پنجابیان غواړی پدې ډرامي سره کوم بل ناولی پلان د پښتنو او بلوڅو پرضد عملی کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *