طالبانو د بغلان پر دهنه غوري حمله کړې
تاند- سلګونو وسله والو طالبانو نن /چهارشنبه/ د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالي یرغل ورووړ.
افغان امنیتي چارواکي وايي، اوس په دې ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
دا ولسوالي تېر ژمی هم وسله والو طالبانو نیولې وه چې له کبله یې په زرګونو کورنۍ بې ځایه شوې، په سلګونو کورونه او دوکانونه ونړېدل او بالاخره سیمه له طالبانو پاکه شوه.
یوه افغان امنیتي چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط سینهوا خبري اژانس ته ویلي چې طالبانو ۴ پوستې نیولي او هڅه کوي چې د ولسوالۍ مرکز ونیسي.
د بغلان ولایتي چارواکو تراوسه پوري رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کندوز د ملي امنیت رييس ټپي شو
د کندوز ولایت د ملي امنیت رييس نن /چهارشنبه/ سهار د وسله والو طالبانو په برید کې ټپي شو.
د کندوز د والي ویندوی محمود دانش تایید کړه چې د ملي امنیت ريیس جنرال قسیم انوري له علي اباد ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز کندوز ښار ته راروان و، چې وسله والو طالبانو پرې برید وکړ او ټپي یې کړ.
په کندوز کې د طالبانو یو مشر ووژل شو
د کندوز پولیس وايي، د طالبانو یو مشر عبدالرحمن یې له خپلو ۱۳ ملګرو سره نن /چهارشنبه/ په یو لړ عملیاتو کې وژلی دی.
د کندوز د پولیسو په وینا په دې برید کې، چې په امام صاحب ولسوالي کې وشو، ۲۱ نور وسله وال طالبان ژوبل شول.
په دې عملیاتو کې د افغانستان هوايي ځواک د مځکنیو ځواکونو ملاتړ وکړ.
پر جاني خېلو ولسوالي برید
وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت په جاني خېلو ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي. د جاني خېل ولسوال عبدالرحمن سوله مل وايي، له طالبانو سره په دې برید کې پاکستاني پوځیان ملګري دي.
ده جاني خېل ولسوالۍ ته د کومکي ځواک د ورلېږلو غوښتنه وکړه.
په هلمند کې لا هم جګړه روانه ده
افغان امنیتي ځواکونه وايي چې لشکرګاه ته نژدې یې ځیني سارتاټیژیکې سیمې بېرته له طالبانو نیولي دي.
په همدې حال کې طالبانو په ناوې ولسوالي کې یو شمېر پوستې نیولي.
ناوه د هلمند ارامه او د ولایت مرکز ته نژدې ولسوالۍ ده.
حاضردمه په نادعلي، ګرشک، ګرمسېر، ماوه، مارجه او سنګین ولسوالیو کې سخته جګړه روانه ده.
د وروستي راپور پر اساس، د هلمند مرکز لشکرګاه ته تازه دمه کومکي ځواک نن /چهارشنبه/ ورسېد.