امین الله عادل

زموږ په هېواد کې یوه اجتماعي ناروغي ډېره عامه او د افغانستان هېڅ کلي او هېڅ ګوټ ترې مستثنی نه دی. کله چې زموږ یو تربور، کلیوال او یا بل نږدې څوک لږ پرمختګ وکړي ځینې نور له هغوی سره حسد کوي. تل په هغوی پسې بد رد وايي. حال دا چې د خلکو په نعمتونو سترګې درنول یوازې د خپلو حواسو له مشغولولو او د ځان له خپه کولو پرته بله هېڅ ګټه نه لري. هر څوک چې کوم موقف ته رسیدلي او یا یې کوم مادي او معنوي امتیاز ترلاسه کړی هغوی زموږ برخه نه ده اخیستې بلکې الله د هغوی په قسمت کې ورته لیکلي. د بل چا په پرمختګ خفه کېدل په الله نیوکه کول دي، چې ولې یې داسې کار وکړ اوڅوک چې په الله نیوکه کوي نور هم محرومېږي. ډېر داسې خلک شته چې ډېر تکړه نه دي او ډېر مهارت هم نه لري خو تل بریالي او لاس یې ډک دی. د هغوی د بریالیتوب راز د هغوی ښه نیت دی.  غواړم، چې په دې اړه د لورینې او بخل روحیه و څېړم.

د ډېروالي فکره او د لږوالي فکره:

دا دوه هغه افکار دي، چې زموږ په ورځني ژوند کې ډېر عام دي. ښاغلي سټیفن کاوي په خپل (د ډېرو بریالیو خلکو ۷ عاتونه) کې لیکلي د د ډېروالي فکره او د لږوالي فکره را اخیستې او ټینګار یې کړی چې په دې باندې ځان پوهول او عملی کول زموږ په ژوند کې ډېر اغېزمن رول لوبولی شي.

د ډېروالي فکره: دا ده چې په دنیا کې خیر او برکت ډېر دی او هم دومره فرصتونه شته چې ټولو ته رسېږي. لازمه نه ده، چې د خپلې برخې په ترلاسه کولو سره نورو ته ضرر ورسوو. بلکې کولی شو، چې خپله ګټه په داسې  ډول ترلاسه کړو، چې نورو ته تاوان و نه رسېږي. څوک چې دا فکر لري، هغوی د نورو په پرمختګ سترګې نه درنوي او که څوک پرمختګ وکړي نوموړی ورسره مرسته کوي او لوره لري چې نور خلک پرمختګ وکړي.

د لږوالي او بخل فکره: دا ده، چې خیر او فرصتونه ډېر محدود دي (ژوند یوه ګوله ده که تاسې پورته نه کړه نو بل راځي او هغه نوشي جان کوي). څوک چې دا فکر لري هغوی وایي، چې په دوو کې به یو متضرر کېږي. او ژوند هم ټول د لږو شیانو د ترلاسه کولو د سیالۍ لپاره دی او هر څه په تضاد کې دي. دوی له بل چا سره مرسته نه کوي، چې پرمختګ وکړي. په بخل سره د هغوی مخه نیسي.

مګر هغه کسان چې د لږوالي فکره ورسره دی هغوی تل په دې ویره کې دي، چې بل څوک بریالي نه شي او د نورو پرمختګ ورته د زغملو نه دی. هغوی فکر کوي هر ډول ښه څیز او امتیاز یوازې د هغوی حق دی او که بل چا ترلاسه کړ نو داسې وګڼه چې د دوی برخه یې اخیستې. دا ډول خلک د نورو له ستاینې وېره لري، د نورو په اړه حقیقي معلومات نه شریکوي ځکه ډارېږي چې دا هغوی ته ګټه ونه رسوي او په دې سره دوی تاوان ونه کړي. همدارنګه کله چې کوم بریالیتوب ته ورسېږي بل چا ته د خپل موفقیت راز نه شي ښودلی داسې نه چې له دوی څخه ترلاسه شوی نعمت وا خلي. هر فرصت چې بل یې ترلاسه کوي، فکر کوي چې همدا وروستی فرصت ؤ او بس، نو کینې او حسد ته مخه کوي، دا  ډول خلک ډېر حسود او بخیل وي او بخیل تل د ورکې احساس کوي او له چا نه چې څه شی ورک شي هغه خو خامخا پرېشانه او خفه وي.

څوک چې د ډېروالي فکر لري هغوی ډېر آرام او هوسا وي، هغوی ته د نورو خلکو بریالیتوبونه ګواښ نه رامنځ ته کوي بلکې هغه هم د ځان په ګټه بولي، د هغوی ستاینه کوياو لا یې د پرمختګ هیله کوي. که خپله بریالیتوب ترلاسه کړي بیا نو تل خپلې تجربې له نورو سره شریکوي او هڅه کوي چې خپل ملګری او دوستان هم له اړونده فرصتونو څخه ګټه پورته کړي. دا خلک تل روحا خوشاله وي. د ډېروالي فکر درلودونکی د بل په نعمت خوښ او د ځان او نورو لپاره له الله ج څخه ډېر او لا ښه غواړي.

څوک چې د ډېروالي فکر لري هغوی ژوند او کاروبار ته د فرصت په سترګه ګوري او له هغو سره په ډاډه ډول تعامل کوي او هڅه کوي چې له دې لارې له نورو خلکو سره مرسته وکړي او هڅه کوي چې په دې فرصت کې نور هم ورشریک کړي. اما څوک چې د لږوالي فکره لري هغوی بیا یوازې د خپل ځان فکر کوي او یوازې خپل مصلحت ورته مهم وي. دا ډول خلک ډېر ځان غوښتونکي، د عاطفې له مخې بخیل او نورو ته یې ورکړه نه وي.

کله کله موږ ټول بې پامه د لږوالي(بخل) فکر کوو  ددې حل دا دی، چې موږ خپل روحي اړخ پياوړی کړو، اسلامي ارشادات په پام کې ونیسو او خپل ایمان قوي کړو او په دې ډاډه و اوسو، چې روزۍ رسوونکي الله او هغه عادل ذات دی. موږ باید د ځان او نورو لپاره د برکت او خیر غوښتونکی و اوسو.  بخل او حسد دواړه په اسلام کې مردود صفتونه دي.  په قرآن کریم کې بخل له خپل ځان څخه د خیر د منعه کولو په مانا راغلی او حسد د مسلمان نیک اعمال داسې خوري لکه اور چې وچ لرګي سوځوي.  نو موږ تل لورینه ولرو او د ښه نیت خاوندان و اوسو. په همدې هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *