تاند- د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه په خوله کې د ناوې ولسوالۍ په اړه ضد و نقیض راپورنه رارسېږي.

په داسي حال کې چې ځیني راپورونه وايي، نن /چهارشنبه/ وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د ولسوال او د ملي امنیت دفترونه نیولي او د امنیه قوماندانۍ پر سر د دواړو خواو ترمنځ نښتې روانې دي، د کورنیو چارو وزارت وايي چې سیمې ته تازه دمه کومکي ځواک رسېدلی او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي څو شېبې مخکې اعلان وکړ چې په ناوه ولسوالي کې طالبانو ته کلک او سخت ځواب ویل شوي چې په نتیجه کې یې دې ډلې ته سختې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

صدیقي وايي چې د طالبانو پر ضد د ناوې تر پوره تصفیې پوري به عملیات دوام وکړي.

ده همداراز وویل چې افغان امنیتي ځواکونو پر ناوې ولسوالۍ د طالبانو حمله په شا تمبولې ده.

ناوه د هلمند تر ټولو امن او خوندي ولسوالۍ ګڼل کېده. دې ولسوالي ته د طالبانو نژدې کېدو د طالبانو له لوري د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه محاصره بشپړوله او دا ښار یې له جدي ګواښ سره مخامخاوه.

ناوې ته د طالبانو رسېدو په لشکرګاه کې خلک سخت پرېشان کړي وو.

One thought on “د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبان یې له ناوې پسې واخیستل”
  1. د هلمند هر خبریال چې وګوري دځان څخه یو څه ولیکې بیا وایې چې دا د ناوي ولسوال په تلفون کې راته وویل زه حیران یم چې دا اوس تلفونچې دی که ویاند دی اویاهم د جنګ قومندان؟
    #دوړن خبریالان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *