تاند- په شینډنډ ولسوالي کې نن /پنجشنبه/ له انتحاري حملې وروسته په وسله واله نښته کې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي او ۹ نور ژوبل دي.
چارواکي وايي، لومړی یوه ترهګر له چاودېدونکو موادو بار موټر د ملي اردو یوې پوستې ته نژدې وچاوداوه، ورپسې نورو ترهګرو ډزې پیل کړې چې په نتیجه کې یې د ۲ سرتېرو په شمول ۵ تنه ووژل شول او ۹ تنه نور، چې ۳ یې سرتېري دي، ژوبل شول.

نور ملکیان دي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویندوی سید احمد محمدي بیا وویل چې ترهګرو په یوه رکشا کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو او د ملي اردو پوستې ته نژدې یې وچاودوله.
د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد پېښه تایید کړه، ویې ویل چې تروریستان له منځه یووړل شول او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.