تاند- د روسیې سپوتنیک نیوز خبري سرچینه وايي، په لوګر کې د پاکستان د ایم آی ۱۷ څرخکې سپرلي خوشي شوې ده.

د سپوتنیک نیوز پر اساس، د پاکستان جیو تلویزیون نن /پنجشنبه/ وویل، ۵ پاکستانیان او یو روسی تخنیکر پاکستان ته سپارل شوي دي.

مخکې ویل شوي و چې په دغه هیلي کوپتر کې، چې د لوګر ولایت په ازره ولسوالي کې بیړنۍ ناستې ته اړ شوې وه، ۷ کسه سپاره دي.

د څرخکې له کښېناستو وروسته طالبان د پېښې ځای ته ورسېدل، او سپرلۍ یې له ځان سره بېوله.

پاکستاني چارواکي وايي چې دا څرخکه د افغانستان له لارې د ازبکستان بخارا او له هغه ځایه مسکو ته د ترمیم لپاره روانه وه.

د طالبانو یوه قوماندان قاري سیف الله مسود (محسود) پاکستانیو رسنیو ته ویلي چې د الوتکې سپرلي یې ساتلې وه.

5 thoughts on “په لوګر کې د لوېدلې پاکستانۍ څرخکې سپرلي خوشي شوه”
  1. طالبانو خپل باداران خوشي کړل، خو افغانان چي پلاس ورسي وژني یې

  2. طالبان امریکایان روسان او خپل پاکستاني نامشروع پلرونه ژوندي خوشې کوي خو افغانان وژنې، آیا دې ته اسلام ویلی شئ؟

  3. دپاکستانیانو بی قیده او بی شرطه خوشی کول دطالبانو لپاره یو تور تاريخي داغ دی
    دوی کولای شوای چې معامله یی کړی وای او خپل طالب مشران یی پری خوشی کړی واي خو وایی چی زور ته قالب نشته

  4. ښاغلی مطمن صاحب، دادی طلبانو صاحبانو خپل امتحان په ډیر ښه ډول ورکی،ځکه تاسی په ټول
    افعان کی په یوه لیکنه کی لیکلی د دی پاکستانیانو او هلیکپتر په طالیبان صاحبان تر سخت ازمیښ لاندی دی ازمیښت ورکی کما فی سابق ه

    چ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *