آنتراتیکا د سهیلي قطب په درلودلو سره د مځکي په تر ټولو لیري جنوبي برخه کي موقعیت لري.

جنوبي سمندر چاپېره کړې ده او د (۱۴ میلیون) کیلومتره مریع مساحت په لرلو سره د نړۍ د لویو وچو(براعظمونو) په قطار کي له اسیا، جنوبي امریکا، شمالي امریکا او افریقا څخه وروسته پنځمه لویه وچه ده.

که په پرتلیزه توګه ورته وکتل سي، آنتراکـتیکا د اسټرالیا د لويې وچي په مقایسه نږدې دوه برابره مځکه تشکیلوي.

د انتراکتیکا  نږدې ۹۸٪ سلنه برخه یخي پوښلې ده او کنګل ده، په اوسط ډول یې د مځکي پر مخ د یخي پنډوالی په عمودي بڼه تر دوه کیلومتره پوري رسیږي.

هوا او اقلیم یې د نورو براعظمونو په پرتله خورا سوړ، وچ او بادیز شکل لري.

د کال په مختلفو فصلونو کي یې د سانتي ګریډ په اندازه د یخوالي درجه له منفي ۶۰ نه نیولې تر منفي ۹۰ درجو پوري رسیږي.

ساینس پوهان پدې باور دي که چیري د نړۍ د آقلیم تودوالی همداسي ادامه پیداکړي نو ښایې د د آنتراکتیکا کنګلونه چي د نړۍ د کنګلونو ۹۰٪ سلنه جوړوي ویلي سي، په ویلي کېدو سره به یې د نړۍ د بحري اوبو سطحه تر ۶۰ مترو پوري لوړه سي او سواحلو ته نږدي ډېر ښارونه به غرق کړي.

څرنګه چي هلته هوا ډېره سړه ده نو د انسانانو لپاره هلته ژوند تېرول هم یو سخت کار دی، له همدې کبله د ۲۰۱۶م کال د احصایې له مخي د انترکتیکا په لویه وچه کي د دایمي وګړو شمېر یواځي ۱۳۵ تنوته رسیږي.

۲خو د کال له پېل نه بیا د کال تر پایه له زرو نه تر پنځو زرو پوري انسانان په نوموړې لویه وچه کي ځای پر ځای سویو څېړنیزو مرکزونو ته د ساینسي څېړنو په موخه سفر کوي.

د آنتراکتیکا کشف او د ملکیت په آړه یې د هیوادونو سیاستونه

که څه هم له ډېر پخوا نه انترکتیکا په افسانوي کیسو او نقلونو کي مشهوره وه او په دغو نقلونو کي ورڅخه د (جنوبي مځکي) په نامه یادونه کېدله، خو په لومړي ځل دا لویه وچه د څو روسي وګړو (فېـبـینګوتلیباومیخایللازریف) لخوا په ۱۸۲۰م کال کي کشف او نړۍ ته ور وپیژندل سوه.

خو د چاپېریال د شدت، د منابعو د کمښت او همداسي د لیري والي له امله نړیوالو په ۱۹ میلادي پېړۍ کي دې لویې وچي ته کوم پام ونکړ.

د شلمي پېړۍ له پېل سره سم څرنګه څنګه چي صنعت پراختیا ومونده، د تېلو او نورو معدني توکو راسپـړنه پېل سوه او امکانات په ډېرېدو سوه، نو د هغه وخت پیاوړو هیوادونو هم دې لویې وچي ته مخه کړه، او هلته یې په راتلونکي کي د معدني توکو د  راسپړني په موخه مستعمرې رامنځ ته کړې.

هغه هیوادونه چي د آنتراکتیکا په لویه وچه کي یې د شلمي پـېړۍ په اوله نیمایي کي مستعمرې جوړي کړې، شمېر یې اوو ته رسیږي چي په لاندي توګه دي:

۲د وخت په تېرېدو سره د ځینو پورتــنیو هیوادونو ترمنځ له یو بل سره د مستعمرو د ملکیت پر سر منازعات منځته راغلل، چي یو له هغو څخه برطانیه وه چي د لاتـیني آمریکا د دوو هیوادونو ( چیلي او آرجنټاین) سره په انتراکتیکا کي د مځکو د ویش پر سر د مخالفت او جنجال تر حده ورسېده.

د دوهمي نړيوالي جګړې وروسته روسیې اود آمریکا متحده آیالاتو هم نوموړي لویې وچي ته مخه کړه او هلته یې د نورو هیوادونو پر اشغال سویو سیمو د تاسیساتو پر جوړولو پېل وکړ، چي دې وضعي هلته حالت نور هم کړکېچن کړ او امکان یې وو چي د هیواونو تر منځ نښته رامنځ ته سي.

محمد شفیق صدیقي
محمد شفیق صدیقي

د دې لپاره چي په سیمه کي د مستعمرو پر سر راټوکېدلي مخالفـتونه په نظامي اخ و ډب تبدیل نسي، نو په (۱۹۵۹م) کال کي ټول شکېل هیوادونه د روسیې او متحده آیالاتو په شمول سره کښېناستل، د مزاکراتو او سلامشورو وروسته یې د د آنټارکټیک تړون (Antarctic Treaty) لاسلیک او منځته راوړ. نوموړي تړون په (۱۹۶۱م) کال کي عملي بڼه غوره کړه، دغه تړون په لومړي سرکي د روسيي او آمریکا په ګډون ۱۲ هیوادونو لاسلیک کړ خو وروسته بیا نورو دولتونو هم لاسلیک کړ چي اوس یې شمېر (۳۸) هیوادونو ته رسېدلي دی.

شکېلو هیوادونو ددغه تړون په لاسلیکولو سره تعهد وکړ چي لاندنیو مادو ته به ژمن پاته کیږي.

  • د انتراکتیکا په لویه وچه کي به هیڅ نوعه نظامي فعالیت نه ترسره کیږي.
  • دغه لویه وچه به یواځي د ساینسي مطالعاتو او څېړنو لپاره استعمالیږي.
  • شکېل هیوادونه به د ساینسي تجربو څخه لاس ته راغلي نتایج له نورو هیوادونو سره شریکوي.
  • د هر هیواد ساینس پوهان کولای سي په خپلواکه توګه د نوموړي لویې وچي په هره برخه کي بېله کومه خنډه او شرطهخپلو څېړنو ته دوام ورکړي.
  • هیڅ هیواد حق نلري چي پدغه لویه وچه کي آټومي ازمویني ترسره کړي.
  • هیوادونه حق نلري چي په نوموړې لویه وچه کي کاني توکي را وسپـړي.

پورتنۍ تړون په (۱۹۹۸م) کال کي د شکېلو دولتونو له لوري بیا نوی سو، اوپه ګډه دې نتیجې ته ورسېدل چي د پنځوسو کلنو لپاره یعني تر ۲۰۴۸م کال پوري به کاني توکي نه استخراجوي.

ژباړه او راټولوونکۍ:   محمد شفیق (صدیقي)

آړیکي:   https://www.facebook.com/moshafiq

[email protected]

سرچینې:

https://en.wikipedia.org/wiki/Antarctica

https://en.wikipedia.org/wiki/Territorial_claims_in_Antarctica

One thought on “انتراکـتیــــکا/ محمد شفیق صدیقي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *