تاند- په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د امریکا حکومت تایید کړه چې په افغانستان کې د داعش یا د اسلامي دولت د وسله والې سرزورې ډلې مشر وژل شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست تېره میاشت (جولای) ویلي و چې د داعش مشر حافظ سعید د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالي کې وژل شوی دی.
خو آی ایس یا د اسلامي دولت سرزورې ډلې د افغانستان ادعا رد کړه او تاکید یې وکړ چې سعید وژل شوی نه دی بلکې یو بل مهم مشر یې وژل شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د جمعې په ورځ /اګست۱۲/ وویل«دا تصدیقولی شم چې د اسلامي دولت د سختدریځې ډلې مشر حافظ سعید خان له خپلو مهمو قوماندانانو او جګړه مارو سره د جولای په ۲۶ مه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.»
د افغانستان یوه پوځي چارواکي برید جنرال محمد زمان وزیر وویل چې د داعش مشر له ۲۳ نورو سرزورو قوماندانانو سره د افغان ځواکونو په مځکنیو عملیاتو کې، چې د امریکا بې پېلوټه الوتکو یې ملاتړ کاوه، ووژل شو.