– يره موجيزه دې وکړه پروفيسر صيب. ټول خلک زړېږي، زه بېرته ځوانېږم.

سرمحقق شريف دا وويل او له موسکا سره يې د زنې اوږده کنده کش شوه. لکه مريد د سپينږيري په لاس راپرېوت. نظر يې په مړوند باندې د غبرګو سترګو په تصوير تم شو. له نېغېدو سره يې د کندې والا زنه بيا وخوځېده:

– کاتېرينا دې خدای وبښي. ستا ابدي مينه.

د پروفيسر تر عينکو لاندې په شنو سترګو کې اوبه وځلېدې. مېرمن يې په دېرش کلنۍ کې ناببره په زړېدو راغلې وه. دوو کالو کې بوډۍ شوه او سا يې ورکړه. دی پوره درې مياشتې په رواني روغتون کې پروت و. همدا چې راووت له زړښت څخه د انسان د ژغورنې په څېړنو بوخت شو. خو دمګړۍ يې ټول پام د سرمحقق شريف بېرته ځوانېدو ته اوښتی و. د مايعاتو د شاربلو ماشين يې چالان پرېښود. د لابراتوار له المارۍ څخه يې توره پټۍ د هغه ملا ته واچوله. سيم يې له لپټاپ سره وصل کړ. په ښيښه کې خوځنده شکلونه پيدا شول. اته څلوېښت کلن شريف د ننوتو غومبرو والا مخ وړاندې کړ:

– ګوره! حجرې مې بېرته يوځای کېږي. يره دغو دوو ته ګوره ګوره! اح، يوه تې جوړه شوه. اغه دی د کروموزوم په سر کې ټيلومېر ام غټ شو. يره کال ته به اوه څلوېښت کلن شم کنه؟

هغه کټ کټ وخندل. پروفيسر په سر خوځولو ومنله:

– ګرانه! زما دوا جنين تشويقوي چې حجرو ته د سرچپه حرکت امر وکي.

شريف د سپين کميس او تور واسکټ لاندې لاس تېر کړ. پټۍ يې له ملا پرانېسته. ويې ويل:

– يره بدن مې دسې خوږخوږ تخنېده. مالې راځه وګوره څه خبره ده. ماشين کې پرېوتم. ائ هئ! څه وينم…

پروفيسر يودم چيغه کړه:

– دا دې څه کړي؟

هغه په شاتګ کې په تړه ولګېد. شريف دی هېڅکله دومره وارخطا ليدلی نه و. د آرامولو هڅه يې وکړه:

– نه نه، ايڅوک راسره نه و. د ماشين حافظه مې ام پاکه کړه. او فلم يوازې د کور کمپيوټر کې دی.

مګر اندېښنې د سپينږيري ببر سر او ببره ږيره هماغسې رپوله. شريف عميقه سا واخېستله:

– يره چې ټوټه ټوټه ام شم، تا چاته نه ښيم. باور وکه!

پروفيسر لاسونه د چج وهلو په دود وار کړل:

– وه ګرانه، احتياط! احتياط! دوا خو ډېر وخت په بدن کې وي کنه. آ رذيلان د اغې نه ام فارموله باسلی شي.

هغه په مېز باندې يو مرتبان ته نژدې ورغی. په ټيټ غږ يې زياته کړه:

– ستا مرګ ام ورسره تړلی دی.

شريف سوړ اسويلی وکړ. د ژوند لويه خوښي يې په څومره اسانۍ په غم بدلېدلی شوه. د نيکه خواره څېره يې مخې ته ودرېدله. هغه به چې د يوازيني زوی د مرګ کيسه کوله، تل به يې ويل (د خوښۍ نه غم ته اسې قدم واخله. خو د غم نه خوښۍ ته سل دښتې دي سل غرونه). پروفيسر اول د مرتبان لوحه وکتله (د حجرو د تجزيې چټکتيا). وړوکی ټيوب يې ورڅخه ډک کړ. د شاربلو ماشين کې يې کېښود. د وخت ستنه يې په نيم ساعت ودروله. شريف يې شاته غلی ولاړ و. ځان ورته داسې ښکارېده لکه د نېکۍ په بدل کې چې يې بدي کړې وي.

لابراتوار په غره کې دننه د طبيعي تونل په ارته برخه کې جوړ و. يو پلو د لوی مېز دپاسه د بېلابېلو اندازو مرتبانونه او برقي ماشين آلات ښکارېدل. بل پلو المارۍ وه. د شاتني دېوال تر څنګ د تړې تر کوږ چت لاندې د ښيښو کوټنۍ ليدل کېده. همالته يې شريف ته د حجرو د سرچپه حرکت دوا پېچکاري کړې وه. سپينږيري په المارۍ کې د پټۍد بېرته کېښودو پر مهال وپوښتل:

– خوب دې څنګه دی؟

د موضوع بدلېدو سرمحقق شريف بېرته تازه کړ. مېز ته په نژدې کېدو يې وويل:

– يره چټ و پټ. اوس د نيکه د ځورولو صحنه نه وينم.

هغه په بې لوحې مرتبان کې مايع ته ځير شو. د اول ځل لپاره يې ليدله. په ښيښه کې يې ډنګر مخ اوږد ښکارېده. تڼۍ يې کېکاږله. وړوکی سرپوښ څنګ ته شو. نري تپ ته يې پزه ونيوله. په تروو بويونو کې دا خوږ ولګېد. خو يودم له خندا چپه چپه واوښت. آن په ځمکه په لوغړېدو شو. پروفيسر ژر په پخته څاڅکي وڅڅول او په سږمه يې ور ومنډل. د شريف خندا ورو ورو سړه شوه. خو سخت ستمېده. ګډوډ شوي شناوي وېښتان يې شاته واړول:

– يره دا څه شی و؟ اېڅ مې ځان کنټرولولی نشو.

– اوو ګرانه! په خفګان اخته مريضانو ته دوا جوړومه. کومه غلطي رانه شوې.

شريف په ځان کټ کټ وخندل. پروفيسر ځوړند سر له لابراتواره ووت. هغوئ په تاو راتاو، خو په څراغونو روښانه تونل کې روان وو. تر غټو او وړو تيږو په احتياط تېرېدل. نمجن او تنګ ځای راورسېد. د سپينږيري پښه بنده شوه. شريف لاس واچوه. زنګون يې په تيږه کلک ولګېد. خو هغه يې له غورځېدو وساته. دی اوس ګوډ ګوډ کېده. سپينږيري په تګ کې کيسه پيل کړه:

– ما د حجرو د سرچپه حرکت فارموله نوې اېستې وه. د مايک رابرټ په نوم امريکايی راغی. تومانچه يې ونيوله چې فارموله راکه! ما ويلې ښه! تڼۍ مې کېکاږله. دروازه تېزه وڅرخېدله. اغه لرې وار شو. مخ يې وشکېده. سر نه يې ام وينه تله. بيا مې ونه ليده. مسکو کې سيمينار ته لاړم. تالار کې تېرېږم يوکس بل ته څه وايي (دوا به امريکايانو ته غذا کې ګډه کو. د وړو زړو ژوند به د نطفې پلو روان شي. نسل به يې ورک کو). اوهوهو! اوس پو شوم چې رابرټ د څه دپاره فارموله غوښتله. دا ما څونه خطرناکه وسله جوړه کړې. ما ويلې دا خلک په زور وي که په رضا فارموله رانه اخلي. بېرته وګرځېدم. لابراتوار ته مې اور واچوه. لاړم کليساکې پټ شوم. بله ورځ چا زما همکار وواژه. پوه شوم چې د مايک رابرټ کار دی. بيا پسته د تاجکستان په پامير راواوښتم. په غرونو غرونو د کونړ ناړۍ ته راغلم.

شريف سر ټيټ کړ چې په ځوړند څراغ ونه لګېږي. ويې پوښتل:

– يره نو مايک رابرټ ستا د فارمولې نه څه خبر شو؟

– ګرانه ډېر ملکونه د اختراعګانو د غلا شبکې لري. تا لويه غلطي کړې چې ځان دې کابل کې چک کړی.

شريف چورت يوړ. دا مهال د پروفيسر پام کومې خبرې ته شو. ځای په ځای ودرېد:

– وۍ! اغه نيم بوتل دوا چې تانه پاتې وه! آ څه شوه؟ د چا لاس ته ورنشي.

شريف هغه په لابراتوار کې د تړې لاندې منډلې وه. زړه يې و چې مېرمنې ته يې پېچکاري کړي. ځان ته ځوانېدو خوند نه ورکوه. خو چورت يې وهه چې په پروفيسر يې څنګه ومني. په موسکا يې له لاسه کش کړ:

– يره! ما او تانه غير بل څوک راځي. امدلته ده.

هغوئ کونج ته ورسېدل. تونل چپ لاس ته تاوېده. له هماغه ځايه د برق سيمان راغځېدلي وو. د اوبو شرهار هم راته. شريف په مېخ کې بنده ګوشي په غوږو کړه. دوربين يې سترګو ته ونيو. لاستی يې وڅرخوه. دباندې په آزاده فضا کې يې دوه سمڅې وليدلې. يوه په خپل پخواني حالت پاتې وه. خوسي پکې مور رودله. په بلې دېوال راتاو و. فرش او نالۍ پکې غړېدلې وې. بنده سمڅه يې بلله. خو کليوالو بيا دا ځای پړانګ غار باله. سپينږيرو په خپلو سترګو ليدلي وو چې پخوا دلته پړانګان اوسېدل. دوربين يې نااواره انګړ ته برابر کړ. يو ځوان او پيغلې تر څپرې لاندې په نغري پخلی کوه. هغې د سرو لاسونو په اشارو څه وويل. ځوان غټ سر وخوځوه او  آواز يې واېست ( عاعاعا). چرګانو د دانې په نيت ور منډه کړه. لېوه يې په پښو پسې وسولېد. نجلۍ روانه شوه. په تګ کې يې بيا د ګونګيانو اشارې وکړې:

– ځمه چې وزې مې لاړې.

هلک ورپسې خوږې خوږې کتلې. دلته په تونل کې شريف پروفيسر ته مخ واړوه:

– يره ليلما بې وخته بې وخته منګلي ته راځي. چې د لابراتوار نه خبره نشي.

– ګرانه! دا الک ته سړی څنګه ووايي؟ نه يې مني. او اکرم اېڅکله لور نه ورکوي.

– يره راځه په رېبارۍ ورشو! اکرم به جواب راکي. دده به زړه صبر شي. جلۍ به ام نوره نه راځي.

سپينږيري اوږې واچولې. ده د تونل په طبيعي دېوال کې وړه تيږه کېکاږله. لوی ګټ د ټايرونو په غژس راخلاص شو. له بهر څخه سپينه رڼا ولګېدله. د مارغانو اوازونه راغلل. دواړه هماغې بندې سمڅې ته ووتل، چې فرش او نالۍ پکې غړېدلې وې. له هغې خوا يې بله تيږه کېکاږله. ګټ بېرته د سمڅې د دېوال له نورو تيږو سره په طبيعي ډول واوبدل شو. شريف د دروازې له درزه انګړ ته وکتل. منګلی يوې سيمسارې ته ځير و، چې د غټې تيږې تر شا چرګوړو ته غلې وه. په غاښچيچي يې دوه ځله لاسونه وپړکول. لېوه لکه مرمۍ ور خوشې شو. د چرګانو کټکټاک وخوت. سيمسارې يوازې دوړه پرېښوده. دوئ له بندې سمڅې ووتل. شريف هم په اشارو هم په غږ وويل:

– يره ليلما ته وايه څوک دې دلته ونه ويني!

د منګلي سپين مخ سور واوښت. د ګونګيانو په ژبه يې د هغې راتګ تش په پخلي کې د کمک لپاره وباله. بېرته په کټوې کې په څمڅۍ وهلو اخته شو. شريف موسکی و. پروفيسر له لاسه ونيو:

– ګرانه! کابل کې به اول اغه ماشين وګورې! چې فلم پکې پاتې نه وي. بيا به وضع ام لږه وڅېړې!

– يره غم مکوه! مانه ايڅوک  نه خبرېږي. که خبر ام شي ملګری مې د امنيې قوماندان دی.

– اوو ګرانه! ساده کېږه مه!

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

په نيويارک کې يو پوخ سنی کس پراخ دفتر ته ننوت. په رېموټ يې پردې کش کړې. له څلوېښتم منزل څخه ټول ښار تر خېټې لاندې ښکارېده. ناببره غږ شو:

– سهار په خير صيب!

سړي شټوهل. د مخ اوږد ټپ يې تک سور واوښت. په کونج کې ناست ځوان تر عينکو لاندې ور ځير و. دی په قهر شو:

– حم، احمقه! بيا دسې ونکې!

– وبښئ! تاريکي مې خوښېږي. ټليفون مو بند دی؟ کابل نه سېرېنا زنګونه وهي.

سړي خپل موبايل چالان کړ. شپږ ميسکاله راغلي وو. ويې ويل:

– يوارنيمو ته به يې خريدار پيدا کړی وي. اغه چې وړوکی کار ام وکي ټيز يې په تبر نه ماتېږي.

عينکي کټ کټ وخندل. سړی په آرامه لوی مېز ته کېناست. د اينټرنېټ  په وسيله له غبرګې نجلۍ سره رخ شو. په اوږو اوښتې پټۍ يې کش او بېرته په شړک خوشې کړه. د بوتل نه يې غړپ وکړ. ويې پوښتل:

– ای سېرېنا! په سکروټو يې؟

نجلۍ لاسونه او بدن خوځول پيل کړل. زېړ اوږده وېښتان يې هم ورسره زانګېدل:

– ويم رابرټ صيب! وبه يې نه منې. دلته يو کس بېرته په ځوانېدو دی. حجرې يې په شاتګ کوي.

– واو! ته بې مثاله يې. دا طالېمن څوک دی؟

– شريف نومېږي. د کابل د څېړنيز مرکز د نباتاتو د څانګې مشر دی.

– حم، مشخصات؟

– ډنګر چوست سړی دی. ننوتي غومبري لري. نرۍ کندې يې زنه په دوو برخو وېشلې. وړوکی يتيم شوی. چا يې په مخ کې نيکه وهلی و. املته يې د زوړوالي نه کرکه شوې. اين په خوب کې وېرېږي. په جمناستيک کې يې واچوه چې هېر يې شي. ګټه يې ونکړه.

– اها، بېرته ځوانېدو حتمن ګته کړې. ای! د پروفيسر ايوانوف بوئ راځي. اوح زما خدايه! بايد امدسې وي. پروفيسر خو په افغانستان کې وخت تېر کړی کنه.

– اغه روسی ايوانوف؟ ستا دښمن؟

– حم، ډېر عالي! ما خو ويلې چې د کي جي بي سره ندی. که نه اوس به زموږ د وړو زړو ژوند بېرته د نطفې پلو روان و.

– ويم که دا کار د شريف وي. اغه ام د نباتي حجرو څېړنې کوي.

– نه نه. چرګ مې نه ليده، مالګه څټل. چټک پې پروفيسر پيدا که، او فارموله تې واخله فارموله!

–  او اغوئ؟

– حم، افغان جنت ته ولېږه! او ايوانوف ماته وساته!

– ويم که ايوانوف د فارمولې راکولو نه مرګ بهتر وګڼي؟

– اغه دوا پيدا که! افغان ته خو يې جوړه کړې وه کنه. بيا فارمولې ته ضرورت نشته.

– که نه وه؟

– بيا خو نو ته د افغانانو په ژبه ښه پوېېږې. شريف ته لږ ناز ورکه چې فارموله درکي!

– ويم که اغه ام د پروفيسر په پل لاړ شي؟ افغانانو زاړه ارزښتونه ساتلي، په دوستۍ ځان قربانوي.

– بدن کې خو يې امغه دوا شته. ويې څيره! راويې باسه!

– ويم که …

– پرېده مړې! د عقل نه کار واخله عقل نه! که يې لرې. خو غوغا جوړه نکې چې نور ملکونه خبر نشي.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

پېغله د سالون په کوچ کې پلنه غځېدلې وه. په پېړو ګوتو يې په لپټاپ کې لوبه کوله. خو د چېپسو په خوله منډل يې هم نه هېرول. ورکوټي هلک او نجلۍ يو بل پسې منډې وهلې. په کونج کې له لوی مېز څخه تر تاوېدو وروسته غېږ په غېږ شول. هلک يې په فرش سملوه. نجلۍ ستمېدله:

– اوس وکه! اوس، اوس، اوس!

پېغلې تروې ور وکتلې. سا نيولي هلک له لاندې نه په کمکۍ ژبه وويل:

– ای ای! ته بيا ووی (اوس)! ته بيا ووی!

هغې وويل (اوس). هلک له غروره ډک غږ واېست:

– زه شاين يم ته ټپوس.

پېغلې په ملنډو وموسل. نجلۍ له کټ کټ خندا سره خوشې کړ:

– ښه ته ووی (بيا)! ته وی (بيا)!

هلک له پاڅېدو سره وويل (بيا). نجلۍ غږ کړ:

– نيا دې مېښه مور دې غوا!

پېغله چټک پاڅېدله او لکه ماشينګڼه چالانه شوه:

– کمقلې! دادې چانه ياد کړي؟ بيا دسې ونه وايي! سمې خبرې کوه!

ماشومانو کټ کټ وخندل. بيا په منډو شول. پېغلې خوله کوټې ته برابره کړه:

– سباوونه! دا بچي دې ونيسه کنه، څه حال يې جوړ کړی.

هلته ځوان د بانک کاغذونه په تخت غړولي وو. سترګې يې ورڅخه وشکولې. شخه شوې اوږده غاړه يې وسولوله:

– تا پورې څه؟ د خپلې نيا کور يې دی.

مېرمن يې يو بچی په غېږ کې بل په خېټه وبنګېدله. په سختۍ پاڅېدله او سالون ته ووتله. د ماشومانو نيا په پخلنځي کې پياز ټوټه کول. د غومبري په تور خال يې د اوښکو نرۍ لاره راغلې وه. هغې غږ کړ:

– سلسلې لورې! وه سلسلې! مالې درسونه ووايه! نه شرمېږې؟ د پلار نوم ته دې ګوره ستا ناکامېدو ته ګوره!

اينږور يې موسکۍ شوه. خو د سلسلې شونډې وځړېدې. دباندې تور موټر دکور مخې ته ودرېد. سېرېنا کېوتله. د دروازې ښيښه کې يې ځان وليد. نصواري ټيکری او سپين نښتی کميس يې تابه ويل بس همدې ته جوړ شوي. مخامخ يې د پوليسو پوستې ته نظر واچوه. په موټر کې يې کلسري ځوان ته سترګه ووهله:

– که دا امنيتي کثافات راغله، ورته وايه علمي ناسته ده!

دروازه ورته سباوون بېرته کړه. هغې په خوږې موسکا او روانه پښتو وپوښتل:

– ويم د سرمحقق شريف کور دی؟

– هو، زه يې زوی يم. تاسې څوک يئ؟

– سېرېنا مې نوم دی، علمي څېړنې کوم.

سباوون تور موټر ته په کتو د ږيرې په نرۍ رښکۍ لاس کش کړ:

– راځئ دننه! چای وسکئ!

سېرېنا مخالفت ونکړ. هغه خپله مور نجيبه، خور سلسله او مېرمن فريده ورمعرفي کړه. مور او لور دواړه په چای پسې لاړې. سېرېنا په کوچ کېناسته. ولاړو ماشومانو ته يې سترګه ووهله. هغوئ وخندل. د فريدې خېټې ته په اشاره يې وپوښتل:

– ويم څووم ماشوم دی؟

د هغې ډډ غږ ووت:

– څلورم.

– ډېر عالي! د واده مو څونه وخت کېږي؟

– څه کم پينځه کاله.

– اوح، کال په کال. ويم شل کاله پس به دلته څه حال وي.

مېړه او ښځې کټ کټ وخندل. هغې بيا له فريدې وپوښتل:

– ټول يو ځای اوسئ؟

سباوون ژر خبره مخکې کړه:

– يو کور دی نو…

فريده يې په خبره وختله:

– نه، بلا مې غم ده. چې خسر مې نه وي ښه! موږ راځو چې دوئ ونه وېرېږي.

– ويم خسر خو دې دفتر کې ام نه و، رخصت يې اخېستی؟

سباوون بيا اول ځواب ورکړ:

– هو، اغه رخصتي ام په علمي کارونو لګوي.

فريدې د کار مېز ته په اشاره غبرګه کړه:

– شپه او ورځ نباتاتو پسې ورک وي ښه! بس امدا يې کار ده.

مېړه يې کږې وکتلې. سېرېنا مېز ته ځير شوه. ددوئ خبرې دباندې په موټر کې اورېدل کېدې. کلسري غاښونه وچيچل:

– لعنتي! اغه کثيف دلته ام نشته.

سېرېنا کټ کټ وخندل. کتل يې فريدې ته، خو کلسري ته يې هم وويل:

– څه وکو؟ ويم زموږ امداسې سرګردانه مسلک دی. بايد زغم ولرو.

نجيبې له وچو مېوو ډکه مېوه داني د خارجۍ مخې ته په وړوکي مېز کېښوده او ويې پوښتل:

– مالې تاسې شريف د کومه پېژنئ؟

سېرېنا يې د غومبري تور خال ته ځير شوه:

– ويم موږ د يو مسلک خلک يو. کله په سيمينارونو کې، کله هوټلونو کې مخامخېږو.

نجيبې سترګې ځمکې ته واړولې. سلسله دچايو له پتنوس سره راغله. سېرېنا د سالون په کونج کې د شريف د کار مېز ته کېناستله. فلش يې په کمپيوټر کې واچوه:

– زه به د خپلې کورنۍ عکسونه دروښيم.

په سکرين کې رنګينې تړانګې تېرې شوې. دا داسې فلش و چې د کمپيوټر مواد يې له واره کاپي کول.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *