سهار په هوټلګي کې مېلمه پالو تختونه او مېزونه سمول. په زړو غاليو، ګيلمانو او سطرنجيو کې ځانګړی ظرافت پروت و. هرې خواته د تېر زمان د رښتينولۍ او آرامښت فضا خوره وه. يوازينی مشتري يې سېرېنا وه. کله به يې سترګې دروازې، کله ورېځو ته واړولې. بيا به له سوړ اسويلي سره په مېز پرېوتله. زېړو اوږدو وېښتانو به يې مخ پټ کړ. يو وخت يې غږ واورېد:

– يره تاسې سېرېنا يئ؟

– يره تاسې سېرېنا يئ؟

هغې سر جګ کړ. شريف مخاخ ناست و. شاوخوا نور کسان هم ليدل کېدل. په شونډو يې موسکا وځغلېده:

– اوح، هاهاها ښاغلی شريفه! ويم په ليدو دې خوشاله شوم. سفر څنګه و؟

– بس سرګردانه يو. ما تاسې سره مخکې ليدلي؟

– هو، څو ځله. ای ګارسونه! دلته!

– يره نه نه، سباناری مې کړی. خو ماته ستاسې څېره نا اشنا ده.

هغې خوږه موسکا وکړه:

– محققين چې غرمه څه وخوري بېګا ته يې هېر وي.

له کټ کټ خندا سره يې مېلمه پال ته مخ واړاوه:

– ښه نو يوازې دوه ګيلاسه د انارو اوبه.

بېرته راتاوه شوه. د شريف د زنې کندې ته په ځير کېدو يې وويل:

– ګرانه، د انارو اوبه خو دې خوښېږي کنه؟

دی حيران شو. دا ښځه يې له خوښې هم خبره وه. هغه ځواب ته منتظره نشوه:

– ويم ډېر خواږه لمسيان لرې.

– يره بې اندازه شوخ دي. وخو يې نه ځورولئ؟

– نه نه، ويم په نجيبې ام ډېر ګران يې. ما ته دستي مالومه شوه.

شريف موسکی شو. د انارو ګيلاس يې په يوه سا په ستوني کې تش کړ. هغې خپل ورټېلوهه. ده وانه خېست. هغې وويل:

– موږ په نيويارک کې د نباتي څېړنو نوی بنسټ جوړوو. تاسې د ممکنه غړو په لېست کې يئ.

– يره د کار شرايط وګورم، چې کولی شم که نه.

– امتيازات يې بد ندي. او د پرمختګ ښه چانس دی.

– پيسو ته خاص ضرورت نلرم. خو دا کار… يره مشوره به وکم.

– اوح نه، وخت نشته. ځکه خو کور ته درغلې وم. ويم اوس يې ومنئ! که مو خوښ نشو د زور کار ندی.

شريف په چورت کې د ګوتې په څوکه د زنې کنده سولوله. په پای کې يې ومنله. هغې کټ کټ وخندل:

– ډېر عالي. راځه امدا اوس به تفاهمليک امضا  کو، چې ټول مطمين شي.

– چېرې؟

– ويم دلته نزدې مېلمستون دی.

هغې د انارو د اوبو پيسې په مېز کېښودې. ده ته د ډالرو سلګون د دوو ګيلاسو لپاره بې اندازه ډېر معلوم شو. هغوئ د انګړ د دروازې په لور روان وو. ناڅاپه چا شريف له لاسه کش کړ. دا سرګي و. په ملي جامو کې بېخي د افغانانو په څېر ښکارېده. هغه په کلکه وويل:

– مه ورسره ځه!

شريف يې غټ اوږد مخ ته وکتل. سېرېنا راوګرځېدله. د روسي په ليدو يې آه واېست. سرګي په پښتو غږ کړ:

– اوپا! ګرانې سېرېنا! ډېره ښکلې ښکارې. زموږ لارې نه قطع کېږي. زه په يو روسي پسې ګرځم.

نجلۍ له رسېدو سره شخه ودرېدله:

– ګرانه سرګي! ويم اوس جهان لکه يو کلی دی.

– هاهاها په کلي کې کورونه وي. په کورنو کې شخصي مالونه.

شريف برندې برندې کتلې. نه پوهېده چې دوئ څه وايي. سېرېنا زيږه موسکا وکړه:

– زرک داسې مرغه دی چې چا ونيو د اغه دی. انسان په شخصي مال کې نه راځي.

په دې ترڅ کې يې شريف له لاسه کش کړ:

– اوح ګرانه ويم راځه! ده ډېر سکلي دي.

سرګي د هغه بل لاس ونيو:

– اوپا! پروفيسر ايوانوف به روسيې مورکۍ ته ځي ښه!

د سېرېنا سږمې وپړسېدلې:

– اوح لعنتي! روسيه دې د غاړې تاويز که! خو زما په مېلمه کار مه لره.

– مېلمه! هاهاها چې د پروفيسر پته درکي بيا به ښه مېلمستيا وويني. په اغې دونيا کې. اوو رښتيا! دده په حلالولو ام فارمولې ته رسېدی شې.

د شريف سترګې غټې غټې راووتلې. لاسونه يې کش کړل. مګر هغوئ کلک نيولی و. شريف په ټول قوت وڅرخېد. د کورتۍ لمنه يې جګه واره شوه. موبايل ترې ووت. سرګي په هوا کې ونيو او په جېب يې ومنډه. د شريف لاسونه خوشې شول. سمدلاسه د دروازې په لور روان شو. دواړو ورپسې پښه تېزه کړه. په دې ترڅ کې سرګي سېرېنا شاته ټېلوهله:

– امدلته اوسه! ما په ښځه لاس جګولو ته مه مجبوروه!

هغې داړې جينګې کړې. په يو ټکان يې لېرې وغوځوه:

– ای قطبي يږه! ويم ځان ساته، که نه په خپل نرتوب به پښېمانه شې.

دباندې شريف د موټر په اکسلېټر پښه کېکاږله. سرګي او سېرېنا يې تر شا کتل. وروسته د يو بل په ټېلوهلو هر يو خپل ګاډي ته وخوت. سرګي له جېبه د شريف موبايل راواېست. په خوښۍ يې وويل:

– اوپا! د پروفيسر لکۍ مې تر پښو لاندې شوه.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

ښځو په خوړ کې جامې وينځلې. د سلام جان مېرمن لوند کميس کږو سترګو ته جګ کړ چې پاک شوی که نه. لور يې په ډنګرو لاسو هم کنګالول کول، هم په تيږو غړول. لږ پاس زرکوړي د څېړيو له منځه اوبو ته راووتل. د سلام جان سورکی زوی تېز تېر شو. زرکې منډه کړه. خو زرکوړي لکه تپ، ځای په ځای غيب شول. د سلام جان مېرمن په اندېښنه وپوښتل:

– ای! دا الک ولې په قار دی؟

لور يې نرۍ شونډې ويتې کړې. يوې ښځې له نغري څخه د سرو اوبو سطل واخېست. غږ يې کړ:

– وه جلۍ! سختي پرېدئ! الکانو ته ودونه وکئ! لېوني شوه خواران.

ټولو هررر وهل. د سلام جان مېرمن په کږو کتلو شونډې واچولې:

– هه، زما د الکانو غمه خورې که د خپلو جونو؟

بيا د خندا شور شو. ښځې ځواب ورکړ:

– نه خوارې، ما خو خيرات کې ندي ايښي چې اول حق ستا د ګوډو ماتو شي.

بيا زورورې خندا په خوړ کې انګازې وکړې. لاندې سلام جان له ټيټکي زوی سره اوبه لګولې. په ټيټ غږ يې وويل:

– سبا، پوشوې، پاس پښتې کې کار کوو.

– اغه خو شريکه ده کنه.

– غلی کمقله! وايو ناستې ته، پو شوې، ځای جوړوو.

– نه ابا! خلک پوېېږي.

– پو دې شي. ناستې نه مې منع کولی شي؟ حق پکې لرم.

دا وخت يې سترګې په خپل دويم زوی ولګېدې. په لوړ غږ يې نارې کړې:

– وه الکه! مالونه دې، پوشوې، چاته پرېښودله؟

زوی يې لکه انار سور اوښتی و. ځوړند سر راغی په پوله ودرېد. تر لنډې چوپتيا وروسته يې وويل:

– سپينه وزه او سپی زخمي پراته دي.

سلام جان هم تک سور واوښت:

– آ؟ څه دې، پوشوې، وويلې؟ ولې؟ چا؟

زوی يې غلی ولاړ و. د ټيټکي حوصله تنګه شوه:

– خوله نلرې؟ خبره وکه!

سورکی بياهم غلی و. پلار يې په قهر ور روان شو:

– تا خربوټي، پوشوې، څه ورانی کړی. زه به دې…

– ما نه، تا کړی.

پلار يې په نيمه لاره کې ودرېد. سورکي ځمکې ته په کتو غبرګه کړه:

– دغه کار دی. تلک دې لېوه ته جوړ کړی و، خپل مال دې پې بغرۍ که.

– دا څه خرخر غږېږې؟

– ماته ګولي وويلې.

سلام جان شونډې وچيچلې. د سا اخېستل يې تېز او سخت شول:

– ګولي، پوشوې، دروغ ويلي. زه به د منګلي سره ګورم. ماورسره څونه ښه کړي. دا حرام نمکه زما مالونو ته تلکه ږدي.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

ماسپښين و. يو ځوان د کابل په څېړنيز مرکز کې يو دفتر ته ننوت. پوخ سنې مېرمن يې په ليدو علاقه منده شوه. خو ځوانې نجلۍ د اوږدو نوکانو رنګول ودرول. غټې تورې کړې سترګې يې تروې شوې:

– کريمه! بيا څه دي؟

– راپور مې نېټ کې اچولی. ويې ګوره!

– لار وهه! په دې ټول مرکز کې يوازې زه يم. هر کار دې راسم کړی وي.

د کريم مړاوو سترګو کې نهيلي وبرېښېده. پوخ سنې غږ کړ:

– ای جلۍ! بل چاته وړل به خوند نه ورکوي نو.

– ته غلې شه زېبا جانې! اسې مې تريخی راخوټکېږي.

د نجلۍ په سرخۍ سره شوي غومبري لاسره شول. هلک په آرامه وويل:

– غوسه مه کوه! ريس صيب ويلې سرماکيک شريف نسته، زرغونه جانې ته يې وښيه.

هغې سوړ اسوېلی وکېښ:

– ښه ځه! زه يې بيا ګورم.

– که درته زيامت وي لاړ به سم. خو ريس صيب ويلې ورسره کېنه چې زده يې کې.

زېبا کټ کټ وخندل. زرغونې له قهره سترګې پټې کړې:

– اوح خدايه، ښه نو اغه ميراتمړې چوکۍ راواخله!

کريم په موسکا راتاو شو. خو د زرغونې په ريملو تورې سترګې انګړ ته اوښتې وې. دا يې شريف وليد چې تېز روان و. هغه اول په لابراتوار کې حجره ښود ماشين ته ودرېد. د کمپيوټر حافظه يې وکتله. هېچېرې دده د حجرو د سرچپه حرکت فلم نه و. هک حيران شو چې دا ټوله دنيا له کومه خبره ده؟ د انجينر دفتر ته ورغی. هغه په ترميم بوخت و. ده نېغ وپوښتل:

– يره رښتيا ووايه! په لابراتوار کې خو پټې کمرې نشته؟

– په خير راغلئ صيب! نه نه، دا څه واياست؟ ولې؟ څه خبره…

– کمپيوټر څوک د بل ځای نه څارلی شي؟

– ما ندي اورېدلي.

شريف شا واړوله روان شو. په دفتر کې چورتي کېناست. دده له رازه د خارجيانو غيبي خبرېدو بېخي سربداله کړی و. حيران پاتې و چې پروفيسر ته به څه وايي؟ خپل امريکايي ملګری يې په زړه کې وګرځېد. آيا هغه څه کمک کولی نشي؟ چټک پاڅېد. بېرته يې دفتر بند کړ او روان شو.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

په کلي کې ماشومان داسې پارېدلي وو لکه اختر چې ناڅاپه راغلی وي. غټ او واړه يوې او بلې خواته ځغاستل. آن د کلي سپيانو د خوښۍ غپا کوله. کومې ښځې غږ کړ:

– ای جلۍ! واده شوې؟ زرکوه! درې ټوکرۍ واخله درې! بېل بېل ګورګورې کوو.

اکرم اکا د دالان په کټ کې غلی غلی وټوخېد. چای يې په ګوتو واوښت. زګيروی يې وخوت. لېلما ورور ته مخ واړوه:

– ای ګوليه! ابا نا جوړه دی. تاسې مېلې کوئ.

هغه په موسکا او سر اچولو ځواب ورکړ:

– ګورګورې به ورته راوړو. وبه يې خوري. زړه به يې ښه شي.

مور يې په غټ مخ کې وړه خوله کږه وږه کړه:

– اغه تمام عمر ناجوړه دی. موږ به کار روزګار نه لرو نو.

ټول شغ شغ ووتل. خو د لېلما په نکريزو سرې پښې له ځمکې ونه شکېدلې. د غټو وړو ډله، لکه ورا، په سندرو له کلي روانه وه. منګلي د پاس دريڅې نه کتل. پروفيسر خوسي ته اوبه کېښودې، د هغه څنګ ته راغی:

– څه خبره ده ګرانه؟

منګلي (عاعاعا) کړ. په اشاره يې وويل:

– بيا د ګورګورو مېله ده کنه. هر کال نه وي څه؟

– آ! ښه! ته نه ځې؟

منګلي غټ سر وڅنډه. پروفيسر پوه شو چې ليلما پکې نشته:

– ښه نو راځه ګرانه چې غوږو کې دې دوا واچوم.

هغه غلی روان شو. لاندې په کلي کې لېلما د پلار ملا سولوله. اکرم اکا اوږې واچولې:

– ويح، مه کوه! نه جوړېږي.

– وۍ ابا! وزګاره يمه. نور چای وکمه؟

– نه نه، ويح، مرم، دا زړه مې بېخي سست دی. مرم…

د اکرم اکا سر زانګېده. سا يې داسې غژس کوه لک تبر چې په تيږه تېره کوې. رنګ يې ورو ورو زېړېده. لېلما وارخطا شوه. په منډه ووتله. خو په کلي کې پرته له بوډا ګانو هېڅوک پاتې نه و. بېرته کورته وځغاستله. ابا يې همدا ويل:

– مرم! مرم! مرم!….

– وۍ! خدای دې نکي! ښه کېږې.

ليلما په ګونډو شوه:

– راځه په شا شه راځه! ډاکټر ته دې بيايمه.

د دالان زينې ته رسېدلې نه وه، چې ولوېدله. اکرم اکا وچغېده:

– اخ اخ! ډاکټر ته مې بيايې که ايزرايل ته؟ ويح ويح…

ليلما په منډه ووتله. تر لږ ځنډ وروسته له منګلي سره راغله. ستونی يې ډک و:

– اله جګ يې که!

ځوان د څېړيو تر منځ په نرۍ لاره داسې منډې وهلې لکه ماشوم چې يې په شا وي. تر يو ساعت مزله وروسته يې په کلينيک نظر ولګېد. ناروغ يې په عاجله څانګه ننوېست. ليلما ډکې سترګې سا نيولي منګلي ته واړولې. په اشارو يې د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې کور ته لاړ شي. خو هغه دباندې په تيږه کېناست.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *