سبا په تور لنډ کروزر کې يو افغان جنرال له دريو تعقيبي موټرو سره د امريکايانو د پوځي واحد مخې ته ودرېد. د دروازې ساتونکي ته يې وويل:

– ريچارډ کرېګ ته ووايه چې داخله وزارت نه يو جنرال راغلی. عاجله غونډه درسره لري.

– د څه شی په باره کې؟

– يره دا څه ډول پوښتنه ده؟

ساتونکی بېرته غرفې ته ننوت. ټلفون يې غوږ ته ونيو. ترلږ ځنډ وروسته راووت:

– يوازې تاسې راتلی شئ. باډيګاردان او موټر دې لرې ودرېږي!

جنرال په چټکو ګامونو د سيارو کانکرېټي دېوالونو اوږده کوڅه ووهله. تر تلاشيو تېر شو. د يو تن ساتونکي په بدرګه انګړ ته ووت. هلته تړلی لېوه وغورېد او په جنرال پسې يې زور ووهه. سور سری کارتر دده له څنګه تېز تېر شو. ساتونکي يوې کوټې ته ګوته ونيوله:

– قوماندان ريچارډ کرېګ دلته دی صيب.

دروازه يې ټېلوهله او خپله شاته شو. دننه دوه تنه نور ساتونکي لکه بتان شخ ولاړ وو. دی د هغوئ ترمنځ تېر شو . ريچارډ کرېګ په پښو ودرېد. په څارګرو سترګو يې لاس د غټ مېز له شا څخه اوږد کړ:

– مېرباني، کېنئ!

جنرال په دېوال کې د امريکې د ولسمشر تر عکس لاندې د افغانستان نقشې ته ځير و. مخ يې د دفتر په بل سر کې د څو چوکيو په وړاندې لوی سکرين ته واړوه. کرېګ غلی و چې د مقابل لوري خبرې واوري. جنرال په موسکا دروازې ته اشاره وکړه:

– يره لکه چې په خپلو عسکرو باور نلرئ.

– هاهاها، د اينسانانو ارزښتونه ثابت نه وي. موږ په خپل سيسټم باور لرو.

د جنرال له تليو نری تپ خوت. هغه د مالوچو مردکی په سږمه ننوېست. د ريچارډ تندی ګونجې شو. ويې پوښتل:

– موږ او تاسې سره ليدلي ندي؟

– يره دادی ومو ليدل. باور لرم چې نه هېرېدونکې خاطره به وي.

ريچارډ په شک ورځير شو. بېرته يې په څېره موسکا وځغلېده. له تکيې لګولو سره يې چيغه کړه:

– هاهاها تاسې سرمحقق شريف يئ. اوح لعنتي! مايک رابرټ به له خوښۍ…

يودم يې زوروره خندا پيل کړه. شريف په موسکا په مېز ګوته کشوله. ريچارډ پرله پسې خندل. دی په آرامه د دروازې په لور وخوځېد. هلته ساتونکي هم چپه چپه اوښتل. شريف ورڅخه تېر شو، انګړ ته ووت. مخامخ په دويم پوړ کې کارتر ولاړ و. همدا مهال سېرېنا او رابرټ له موټره کېوتل. هغوئ افغان جنرال ته په شک وکتل. د ريچارډ د دفتر په لور يې چټک ګامونه واخېستل. د کارتر نظر د اول منزل يوې کوټې ته اوښتی و. شريف د هغې ساتونکي ته نژدې ورغی. له بوټونو يې اوس هم تپ خوت. ويې پوښتل:

– يره ګونګی دلته دی؟

هغه وارخطا شو:

– تاسې څوک يئ؟ ايجازه نشته.

– يره دروازه څنګه خلاصېږي؟

بوی د ساتونکي پزې ته ورسېد. خپلې غټې ګوتې ته په کتو له خندا شين شو. شريف د هغه ګوته په زوره په قلف کېښوده. کړس بېرته شو. منګلي په تشه کوټه کې شا اړولې، غونج ناست و. شريف وخوځوه. هغه اوږې وڅنډلې او په قهر راوڅرخيد. يودم په رډو سترګو نېغ ودرېد. شريف په اشارو وويل:

– يره نه وځو؟

هغه غاړۍ ور واچوله. په اشارو يې وپوښتل:

– ته د کومه شوې؟ دا دې ځان نه څه جوړکړي؟

شريف يې په سږمه د مالوچو مردکی ننوېست:

– يره راځه بيا به کيسه وکم.

دواړه د عسکر ترڅنګ، چې له ډېرې خندا په ځمکه لوغړېده، تېر شول. منګلي په منډه د لېوه له غاړې رسۍ خلاصه کړه. دا وخت د خطر کڼوونکی زنګ جګ شو.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

د پوځي واحد څخه دباندې پوليسو په بې صبرۍ انتظار اېست. افسر به خېټه کله په يو اړخ واړوله کله په بل. خو سترګې يې له پوځي واحد څخه نه شکولې. همدا وخت په مخابره کې غږ شو:

– تاسې چېرې ورک شوئ ګلابه؟

افسر نېغ کېناست:

– صيب! د اډې مخ کې يو کنه.

– د اډې مخ کې؟ شريف دې څه که شريف؟ زه منتظر يم ګلابه.

– تاسې ويلې کنه اډې ته يې بوځه! د جنرالۍ درېشي مې ام ورکړه.

– ماغزه دې خراب دي. کومه دريشي، کومه اډه؟

– د امريکايانو اډه. تاسې سرمحقق صيب ته زنګ ونه وهه؟

– ما؟ غولولی يې يې احمقه. دا غږ د څه شي دی؟

– په اډه کې د خطر زيګنال ښکاري. صيب ما خو…

– وۍ وۍ! لکه چې ويې نيوه. ګوره خره! دوعا کوه چې شريف راووځي. که نه د ژونده لاس ووينځه!

– ښه صيب.

– غوږ کېده د ښه صيب زو! که راووت سيخ يې ماته راوله. که راونه وت بيا ته خر سيخ ماته راشه!

– ښه صيب.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

په پوځي واحد کې منډې رامنډې وې. د ټولو برجونو پهره دارانو د وسلو په دوربين کې باندنۍ ساحه څارله. ځېنې عسکر بام ته وختل چې معلومه کړي خطر له کومې خوا دی. په مخابره کې لارښوونو د ټولو سترګې انګړ ته واړولې.

شريف د بوټونو له تليو ټوټې بېلې کړې او په ميدان کې يې وغورځولې. له هغوئ څخه غليظ تپ وخوت. د خولۍ له منځه يې دوه جوړې سپېرېنګان وباسل. يوه جوړه يې په خپلو او بله يې د ملګري په بوټونو پسې وتړله. منګلي لېوه په اوږو واچوه.

سېرېنا او رابرټ له پوزبند سره په منډه راووتل. شريف او منګلي يو بل له ملا کلک ونيول. په سپېرېنګانو يې لکه نښتي ملخان جګ جګ ټوپونه ووهل. همدا چې له اول کانکريټي دېواله واوښتل، له بامه يو وارخطا عسکر ورباندې ډزې وکړې. سېرېنا او رابرټ د خپلو موټرو خواته په منډه کې چيغه کړه:

– ويم مه يې ولئ احمقانو!

هلته د دروازې پهره دار په هوا کې د هغوئ په ليدو ټوپک ورسم کړ. اولې ضربې يې د شريف پتلون سوری کړ. بيا منتظر شو چې شريف دوئ هوا ته پورته شي. يو تن د شاله خوا ټېلوهه:

– دا څه کوې؟

پهره دار مخ واړوه. کارتر ته يې سلامي ووهله:

– صيب! دښمن دی.

همدا وخت شريف د نژدې دېوال شاته ورک شو. کارتر عسکر ته په قهر وويل:

– وادې نه ورېدل چې مه يې ولئ؟

– ولې؟

شريف د وروستي دېوال شاته پناه شو. کارتر د هوسايۍ سا واخېستله:

– زه ام نه پوېېږم.

دا مهال سېرېنا او رابرټ چيغې کړې چې زموږ موټر ته دروازه خلاصه کړئ. دباندې شريف سپېرېنګان وغورځول. دواړه د پوليسو په موټر ننوتل او حرکت يې وکړ. خېټور افسر په مخکې سيټ کې او سرتېری په ډاله کې ځای په ځای شوی و. شريف د جنرالۍ جامې بدلولې چې افسر ناببره سپېړه ورکړه:

– زه دې وغولولم؟ آ؟ زه به دې پسته خوښ شم! ته ودرې!

منګلی برګ شو. شريف له مټې ونيو. د پوليسو زيګنالونو نور موټران اړ کول چې لاره پرېږدي. خو په پل محمودخان کې پاخه ودرېدل. منګلي له خپل غير معمولي غږ سره په اشارو وپوښتل:

– چېرې ځو؟

پوليسو هکې پکې کتلې چې دا خو ګونګی دی. شريف هم په اشارو هم په غږ جواب ورکړ:

– ظفر ته ځو. لوی جنرال دی.

افسر او سرتېري په آرامه تکيه کړې وه. شريف له جېبه پلاستيکي کڅوړه واېسته. منځ يې لوند ښکارېده. ويې شکوله. تپ ترې وخوت. درېواړو پوليسو په خندا او لېوه په غور غور پيل وکړ. شريف خندېدونکی ډرېور په سختۍ لېرې کړ. خپله يې په ځای کېناست. شترنګ يې وڅرخوه راوڅرخوه. موټر مخ او شاته لاړ. قرار قرار ووت. خو تعقيبي موټر بند پاتې وو. تر پله هاخوا په ټکسي کې کېناستل. د سپينې خولۍ چلوونکي د لېوه خواته په کرکه وکتل:

– چېرې ځئ؟

– يره ارزان قيمت ته.

– سپيان جنګوئ!

شريف موسکی شو:

– نه، دا مو کور ته ساتلی.

هغوئ د عيدګاه مخې ته روان و. هره شېبه يې شاته کتل. د خارجيانو دوه موټر يې وليدل چې په بيړه تر نورو مخکې کېدل. شريف وارخطا شو. د سېرېنا موجوديت يې وارخطايي دوه چنده کړه. ډېرېور ته يې وويل:

– اوستاده! دا شاته تور موټر دې ګير نکي!

– ولې؟

– دښمنان دي.

ډرېور موټر ودروه:

– کېوځئ، اله اله اله، کېوځئ! ماته د اوله چندان سړي ښکاره نه شوئ!

شريف د کېوتو پرمهال منګلي ته اشاره وکړه چې اوسه. تر موټر راتاو شو. په بيړه يې ډرېور وغورځوه او خپله شترينګ ته کېناست. دا وخت يې دواړو موټرو مخه ډپ کړه. هغه يې په سرعت تر څنګ تېر شو. ټکسي وان يې په هنداره کې ليده چې خولۍ په لاس پوليسو ته چيغې وهي. خارجيانو هڅه کوله د سيل کوونکو موټروانانو له منځه ووځي.

شريف له عمومي سرک څخه په سرعت د شا شهيد سيمې ته تېر شو. شاته د بريکونو غژس او هارنونه واورېدل شول. بهرنيان يې په هنداره کې وليدل چې په سرعت نژدې کېږي. دی سمدلاسه يوې کوڅې ته تاو شو. منګلی او لېوه يې په بيړه کوز کړل. پيسې يې په لاس ورکړې:

– يره کونړ ته لاړ نشې! په دا کنډواله ننوځه! اله اله ننوځه!

ده بيا په اکسېلېټر پښه ټينګه کړه. تعقيبوونکي هم ښکاره شول. شريف په کوڅو کې تاور راتاو شو چې د وتلو لار پيدا کړي. په پای کې بند دېوال ته ودرېد. تر څو له موټره کېوت د امريکايانو ډله ترې راتاوه شوه.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

نجيبه د برنډې په ټغر غلې ناسته وه. زړه يې ډک او سترګې نمجنې وې. غټو مېږيانو په کانکرېټ باندې لنډې لنډې منډې وهلې. هغې په ټليفون کې د زرغونې شمېره راوستله. ګوته يې په تڼۍ ونيوله. خو په کېکاږلو کې زړه نا زړه وه. دننه په پخلنځي کې سباوون د مېرمنې تر بريدونو لاندې و. ماشومانو منډې رامنډې وهلې. فريدې له دېګ څخه سړې وريجې په کڅوړې کې واړولې. هغه يې د خزلو ټيم ته واره کړه. ډډ غږ يې واېست:

– چې پلار کره تلمه ښه! لکه ددې برخه چې مې خوړله. مخه ښه يې نه ويله ښه! دې ويلې ټول عمر به زما پاچايي وي ښه!

سباوون اوږد ورمېږ وسولوه. د لاس په اشاره يې هڅه کوله د فريدې غږ ټيټ کړي:

– ځه اوس ستا پاچايي ده. څه کوې؟ وژنې يې؟

– زما کره به نه راتله ښه! الته يې ورور ده، خور يې ده ښه!

– زه يې زوی يم. اغه يې…

– اغه وخت يې زوی نه وې، اوس يې زوی شوې؟

دا مهال ظفر له څو تنو سرتېرو سره انګړ ته ننوت. نجيبې په تعجب وکتلې. هغه د ګلانو ترمنځ په کانکرېټي لارې ور روان شو. په دې ترڅ کې يې غږ کړ:

– ورېندارې! کور تلاشي کوو. چېرې دی سباوون؟

– سباوونه زويه! سباوونه! مالې څه خبره ده وروره؟

– ورېندارې ځان ناګاره مه اچوه! نن به ټول تلوېزونونه ايلانونه ام وکي.

سباوون له اميدوارې فريدې او ماشومانو سره وارخطا راووت. ظفر مخ ور واړوه:

– پلار دې چېرې دی ګلابه؟

– نه پوېېږم. څه يې کړي؟

– اېڅ يې ندي کړي ګلابه؟ تش ميلي خاين دی.

دا مهال سلسله هم له پوهنتونه راغله. د پوليسو په ليدو وډاره شوه چې په دوئ پسې راغلي که څنګه؟ نجيبې په ظفر غږ کړ:

– مالې ته خو ووايه! اوس خبره څه ده؟

– د ځوانۍ فارموله مو وغوښته چې دوا تې جوړه کو، لاړ وتښتېده. دا ځان ته سرمحقق وايي. ولټوئ الکانو!

سرتېري په کوټو کې تيت شول. فريده له ځان سره وبنګېدله (هر کله ددوئ دپاره موږ په بلا ککړ يو) د مېړه يې په سترګو کې د قهر سپرغۍ وبرېښېدې. خو ځان يې کنټرول کړ. سلسله ظفر ته وړاندې ورغله:

– کاکا! ته خو مې پلار پېژنې. دا کار به د وطن په ګټه نه وي. که نه اغه…

– په ګټه نه وي؟ خپله فکر وکه! يو زوړ سرمايه دار به څو روپۍ ورکي چې بېرته ځوان شي؟ آ؟ افغانستان به په پيسو کې غرق شي غرق. شريف اوس اغه پخوانی ندی. غټ خاين تې جوړ شوی.

لږه شېبه پس جوته شوه چې هغه په کور کې نشته. ظفر ټولو ته مخ واوړه:

– ګورئ! ستاسې وظيفه ده چې شريف راشي موږ ته خبر راکئ! که نه تاسې ام په جرم کې شريکېږي.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

تر لويې څپرې لاندې دوه ګاډي ودرېدل. لاس تړلی شريف يې لنډ په ودانۍ ننوېست. په لوی سالون کې يې تور ټوکر له سترګو کش شو. ځان يې د دېوال مخې ته وليد. ويې پوښتل:

– يره چېرې يم؟

– ويم دوزخ کې.

سېرېنا ورڅخه په غرور سترګې واړولې. دی حيران و چې ولې دېوال ته ولاړ دي؟ شاوخوا يې سترګې وګرځولې. په بې فرشه سالون کې درې سيټه کوچونه وو. د يوې خلاصې دروازې له لارې کمپيوټر ته ناست ځوان ښکارېده. په سکرين يې د دنګې ودانۍ نقشه وه. يوازې پاسني درې منزله يې رنګ شوي وو. ځوان له لاندينيو خړو منزلو څخه يو ته ټونګه ورکړه. په لوی تالار کې منظمې ټانکۍ ښکاره شوې. دا مهال د شريف مخ ته دېوال بېرته شو. دی يې روښانه ليفټ ته ټېلوهه. څو منزله لاندې لاړل. شېبه پس سېرېنا رابرټ ته پروت شريف وښود:

– دا در واخله! ويم ما خپله دنده سر ته ورسوله.

رابرټ مننه وکړه. خو هغې شاته وهم نه کتل. دی ولاړو ځوانانو ته موسکی شو. وروسته يې غاښونه وچيچل. په شريف راکوږ شو. تر څو سپېړو ورکولو وروسته يې په انګرېزي وويل:

– حم، ای کثيفه! ډېر دې وځورولو. اخير ګير شوې. فارموله چېرې ده فارموله!

دی سمه تخته پروت و. پرله پسې ستمېده. له پزې او شونډو يې وينه تله. رابرټ کلکه څنګله په ټټر کې ورکړه. دده سا بنده شوه. سخت وټوخېد. هغه د لوی مېز په يوې چوکۍ تر ناستې وروسته غږ کړ:

– ورتاوه يې کئ!

کلسري يې په غاړه کې کړۍ واچوله! د رېموټ تڼۍ يې کېکاږله. شريف په ټول بدن کې د ستنو چوخېدل او سوزېدل احساس کړل. چيغې يې ووهلې، ولوغړېده. دغه حالت دېرش ثانيې دوام وکړ. هغه له نېغو نېغو وېښتو او سور مخ سره سوړ پرېوت. رابرټ غوږ ور واړوه چې ګواکې سم يې واوري:

– حم، څه دې وويل؟ فارموله چېرې ده؟ چېرې؟

شريف يوازې پرله پسې سا اخېستله. د پزې او شونډو وينه يې د زنې له کندې څڅېدله. رابرټ کلسري ته د تکرار اشاره وکړه. بيا چيغې شوې. په پای کې شواړ پروت شريف ته په موسکا راټيټ شو:

– حم، ای سړيه! ته اوس تکړه يې، که فارموله درسره په رښتيا نشته؟

د شريف له خولې په پښتو ژبه په سختۍ ووتل:

– يره خاورې ته تکړه يم.

يو تن ترجمه کړه. رابرټ په افسوس سر وڅنډه:

– دا نو ستا بدبختي ده.

هغه کلکه لغته په خېټه کې ورکړه. له درېواړ ملګرو سره په اوسپنيزې دروازې ووت. شريف پوهېده چې له بدبختۍ څخه د رابرټ مقصد د بدن څيرل و. خو ده ته اوس بې تفاوته وه. آن د ځان د راټولولو وس يې نه درلود. سترګې يې د څراغ سپينې رڼا برېښولې. يو مهال رڼا پيکه شوه. نجيبه راغله. په تندي يې نرم لاس ورتېر کړ. شونډې يې رپېدلې. خو ده يې خبرې نه اورېدلې. بيا يې د تورخال پوست غومبری دده په مخ کېښود. شريف د هوسايۍ په دنيا کې ډوب شو. ناڅاپه ګړنګ پيدا شو. نجيبه لاندې ولوېدله. شريف په چيغه نېغ کېناست. هغه رپېده، سونګېده او له ډاره په ډکو سترګو يې د اوږد مېز شاوخوا تشو چوکيو ته کتل. کټمټ هماغسې ګنګس و لکه د نيکه ځورېدل چې يې په خوب کې ليدل. ورو ورو هر څه روښانه شول. ستړی وغځېد. خپله کورنۍ او هاغه پخوانی ژوند يې په خيال کې وګرځېد. اوښکې يې وځلېدلې. سلګۍ يې ووهلې.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

د سباوون بله لور پيدا شوه. خواښې او خسر يې ليدو ته راغلي وو. سرتړلې فريدې د جېريز له کاسې يو نيم غړپ کوه. نجيبې او سلسلې په پخلنځي کې ډوډۍ تياروله. د سباوون خواښې لمسۍ په غېږ کې نيولې وه:

– وۍ نظر دې نشي، څنګه ښايسته کۍ ده. وړکۍ ده، منوګۍ ده.

ماشومه په ژړا شوه:

– اولولولو، قوربان قوربان، نياګۍ دې ببو شي، لورکۍ دې ببو نشي!

لمسۍ يې په بړستنې کې پرتې لور ته ورکړه. برېتور مېړه ته تاوه شوه:

– بېخي پلار ته راغلې ده. لږه لږه د نيا غوندې ام ښکاري.

فريدې غږ کړ:

– اغې ته دې خدای نه راولي، ښه!

سباوون کږې ور وکتلې. هغې مخ بلې خواته واړوه. مور يې ژر وويل:

– غلې شه جلۍ! څه پې شوي؟ قسمت کې به يې د مېړه نه بېلېدل وه.

هغې مخ زوم ته واړوه:

– زويه! سرمحقق صيب ډېر بې پروا نده؟ د ماشومې ليدو ته ام رانغی.

سباوون يوازې اوږې واچولې. په پخلنځي کې سلسلې غوښتل د هغوئ ټول حيثيت مخې ته ور کېږدي. خو نجيبې وګرځوله:

– مالې زه چې يم تاته حاجت نشته.

– ته خو ورته اېڅ نه وايې. اغه درباندې بلده شوې ده.

– رښتيا وايي کنه، ما غوندې دې خدای نه کوي. سم سړی دې يې په نصيب شي!

د نجيبې ستونی ډک شو. لور يې په قهر د خبرو ضربه وکړه:

– چې هر څنګه وي اغې ته لازمه نده. موږ ورته لګيا يو کار کوو، خوشاله خو نده، کنځلې پې دپاسه اورو.

نجيبه ورباندې برګه شوه:

– څه غواړې؟ چې جنګ جوړ کې؟ موږ دې د ورور دپاره کوو.

– ځه مورې! اغه ام ورسره دی. که نه په دا مخ به يې ورکړې وه چې زما مورته ولې دسې وايې.

– په مخ ولې ورکي؟ اغه يې ښځه ده.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

رابرټ له څلورو تنو نېکټايي دارو متخصصينو سره لوی سکرين ته کتل. هلته شريف په تشه کوټه کې د بدن د تکړه ساتلو تمرين کوه. ښه يې ځان ستړی کړ. وروسته يې د قطغ کاسې ته پلتۍ ووهله. په ښه اشتها يې خوراک پيل کړ. دلته يو متخصص وويل:

– دا افغان د ژوند سره مينه لري. بايد داسې لاره وي چې په اسانۍ فارموله راکي.

رابرټ د شرابو له ګيلاسه غړپ وکړ:

– حم، هرڅنګه چې کوئ، زما فارموله په کار ده.

هغه لا سکرين ته ناست و چې متخصصين له ژباړن سره شريف ته ورغلل. ښه تود روغبړ يې وکړ. يو وويل:

– سر محقق صيب! موږ او تاسې هممسلکه يو. که تاسره دلته څه زياتی شوی وي بښنه غواړو.

– يره ښه طريقه ده. سړی مړ که بيا تې بښنه غواړه.

بل تن موسکی شو:

– اشتبا شوې. بيا نه کېږي. شوکر چې روغ يې. زموږ ټولو هدف انسانانو ته سهولت راوستل دي.

شريف غلي کتل. بل متخصص خبرې وغځولې:

– شک نشته چې د حجرو د شاتګ فارموله لوی پرمختګ دی. خو که کنټرول نشي ناورين راولي. موږ غواړو چې په ګډه د ناورين مخه ونيسو.

شريف ورو غږ واېست:

– يره کاش چې اينسانانو کې اينسانيت پيدا شي.

– ولې نه؟ دا دی تاسې يې ښه نمونه يئ! تاسې کولی شئ د بشريت قهرمان شئ! موږ خپل پيروان وبوله!

هغه سترګې راپورته کړې. درېواړه په ادب ولاړ وو. دا مهال د انګړ په لويه دروازه د امريکايانو موټر د ننوتلو په حال کې و. شاته يې په دوو نورو موټرو کې روسان په سرعت راغلل. د مخکيني په سر لاسي څراغ ته ورته اله ښکارېده. امريکايانو د دروازې بندولو ته بيړه وکړه. مګر له الې څخه راوتو څپو دوئ شخ پخ وغورځول. دننه بل تن غوښتل د خطر زنګ ووهي. خو لاس يې د تڼۍ دپاسه پاتې شو او په غړېدلو سترګو پرېوت. روسان له موټرو راووتل. ځېنو يې فلجوونکې وسلې، لکه د عکاسۍ کمرې، غاړې ته اچولې وې. هغوئ ودانۍ ته ننوتل. څو تنه يې د پرتو امريکايانو په ټولولو بوخت شول. نور يې د ليفټ له لارې د ځمکې لاندې په پينځه لسو منزلونو کې وګرځېدل. يو مهال سرګي له حفاظتي خولۍ او پوزبند سره په يوې ټانکۍ داسې لاس تېر کړ لکه آس چې نازوي. شېبه پس يې په يو تالار کې په خوښۍ وويل:

– اوپا! دوه سترې برياوې مو موبارک! ام شريف، ام د يوارنيمو لابراتوار په لاس راغی.

يو تن غږ کړ:

– لابراتوار خو به افغان دولت رانه واخلي.

– اغوئ پدې خبر ام ندي. فکر کوي چې درې منزله کور خارجيانو په کراه نيولی. اغه سړی ام موږ سره دی چې د کور اسناد يې په نوم دي.

– که امريکايان دا خبره رسوا کي.

– څه به ووايي چې د يورانيمو پټ لابراتوار لرو؟ فکر نه کوم. خو د بېرته نيولو کوشش به ضرور کوي.

يو تن نېغ ودرېد:

– ای چې دا ونه نمانځو زړه مې تور دی.

سرګي سر وڅنډه:

– اول بايد د افغان نه فارموله وباسو!

هغوئ شخ پخ پروت شريف او امريکايي متخصصينو ته پيچکاري ولګوله. ټول د بدن له نرمېدو سره اوږد وغځېدل. شېبه وروسته يې پينځه واړه سرګي ته حاضر کړل. هغه په نرمه له شريف څخه د فارمولې غوښتنه وکړه. ده د نشت وويل. سرګي ګيلاس په سر واړوه. ورپسې يې متخصصينو ته امر وکړ چې د هغه له بدنه فارموله وباسي. که نه، تر سختې ځورونې وروسته به ووژل شي. د هغوئ رنګونه تښتېدلي وو. يو يې وويل:

– صيب په پاس منزل کې ماشينان دي. اغه راته نصب کئ!

سرګي سورورو ځوانانو ته امر وکړ:

– اله، هر څه تيار کئ! افغان هم حمام ته ننباسئ!

ځوانانو پښه تېزه کړه. شېبه وروسته يې شريف په شنو جامو کې ور ټېلوهه. متخصصينو سپينې دستکشې په لاس کړې. شريف ته داسې ځير شول لکه قصاب چې د قربانۍ غوايي ته ګوري. سرګي له څو تنو ملګرو سره د نندارې لپاره په چوکۍ کېناست. شريف متخصصينو ته د هغوئ خپله خبره په انګرېزي کې وکړه:

– تاسې کولی شئ د بشريت قهرمانان شئ!

څلورواړو زيږې ور وکتلې. يو روسي په سندرو له يخچالونو څخه بوتلونه او خواړه راځغلول. دوه متخصصين د شريف په لڅولو اخته شول. يو تن د بې هوښۍ دوا تياروله. شريف يودم له پروفيسر څخه زده کړې روسۍ سندره پيل کړه:

راسڅوېتالي يبلني اي ګروشي     پا پليلي تومانۍ ناد ريکوی

ويخاديله نا بېرېګ کاتيوشه        نا ويسوکي بېرېګ نا کروتوی

سندره د يوې نجلۍ په هکله وه چې خپل سرتيري عاشق ته په ساحل کې منتظره وي. روسانو ته يې د خپلې کړې قهرمانۍ غرور او د ملګرو نجونو لېرې والی ور په ياد کړ. ټولو ورسره د زړه له کومي زمزمه کړه. يوکس متخصصينو ته هم ګيلاسونه ورکړل او د هغوئ څخه يې هم زمزمه وغوښته. شريف په تخت کېناست او تر ټولو په لوړ غږ يې سندره ويله. دا مهال يې سترګې په فلجوونکې وسلې ولګېدې چې د المارۍ دپاسه وه. د يو روسي ورپام شو. د شهادت ګوته يې د (نه) په معنا وښوروله. د ژبې په سر يې چق چق وکړ:

– تڅة تڅة تڅة. پام  کوه!

شريف وپوښتل:

– ولې؟ يره دونه لوی څراغ څه کوئ؟

روسی کټ کټ په خندا شو. بل يې ټېلوهه:

– ای! دا خر فلجوونکي ټوپک ته لاسي څراغ وايي هاهاهاها

په هماغې خندا کې يې نور ګيلاسونه په ستونو کې واړول. لنډه شېبه وروسته شريف وليدل چې هغوئ زانګېږي. متخصصين يې ټېلوهل او د المارۍ په لور روان شو. يو روسي له لاسه ونيو. سرګي ته يې چيغه کړه:

– ای! دا چرګ ونه تښتي.

شريف بيا سندره شروع کړه:

– راسڅويتالي يبلني اي ګروشي   پا پليلي تومانۍ ناد ريکوی

د سرګي په شمول ټولو سندرې ته دوام ورکړ. هغه کس بل ګيلاس په ستوني کې خوشې کړ. شريف ترې لاس خلاص کړ او په موسکا لېرې شو. همدا چې المارۍ ته ورسېد، ټوپ يې کړ. وسله يې راواخېستله. په ټولو يې ونيوله. د سرګي سترګې ټېغې راووتلې. چيغه يې کړه:

– اوپا! اله اغه رذيل مه پرېدئ!

د ټولو مخونه ور واوښتل. شريف شنه تڼی ووهله. وسلې کار ونکړ. هغه وارخطا وارخطا په نورو تڼيو ګوتې وهلې. خو سرګي ورسېد. وسلې ته يې لاس کړ. په شريف يې د سوکانو وارونه هم کول. ده هم  وسله کلکه نيولې وه او هم يې په تڼيو ګوتې ګرځولې. يودم څپې ووتلې. سرګي شخ پخ په ځمکه پرېوت. ده هماغه تڼۍ کلکه نيولې وه. دوسلې خوله يې نورو ته واړوله. ټول لکه نانځکې اوږد وغځېدل. شريف په ليفټ کې کېناست. هرڅوک چې په مخه ورته فلجوه يې. د لويې دروازې په خوله کې وسلې کار پرېښود. هغه وغورځوله او وتښتېد.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

نجيبه د ګلانو تر منځ په کانکرېټي لارې تلله راتلله. په موبايل کې يې ظفر ته وويل:

– وروره! مالې اغه ورځ خو تاسره و کنه.

ظفر د لوی مېز شاوخوا ناستو کسانو څخه د ګوتې په جګولو بښنه وغوښته. دهلېز ته ووت:

– آ؟ هو هو. ما سره و.

– مالې نو څنګه ورک شو؟

– زموږ د افسر نه وتښتېده. خدای خبر چېرې پټ دی؟

– نه وروره، تانه نه پټېږي. مالې چې ته ورسره په مردارۍ کې ګډ نه اوسې.

– دا څه وايې ورېندارې؟ زه ګرد ګرځمه چې پيدا يې کم او ته…

د نجيبې زړه ډک او سترګې ډنډ شوې:

– د خدای په غضب دې اخته شي! اغې مردارې زرغونې کره به وي.

– آ، هو ولا! کور يې چېرې دی؟

د لويې دروازې غنګ شو. نجيبې هغې خواته له مخ اړولو سره په ټلفون کې وويل:

– ماته څه مالوم دی. دفتر ته ورپسې…

خبره يې په خوله کې وچه شوه. سترګې يې راووتلې. دا يې شريف په شنو جامو کې وليد. هغه د ګلانو تر منځ سيخ ور روان و. ظفر د الو الو غږونه کول. شريف په خوله ګوته ونيوله چې مه وايه. نجيبې ټلفون بند کړ. هغه يې مخې ته له ګډووډو وېښتانو سره ودرېد. يو قرار يې په سترګو کې ورکتل. نجيبې پوز جګ نيولی، ژوره سا اخېستله. د ظفر زنګ راغی. هغې سمدلاسه د بندولو تڼۍ ووهله. له نمجنو سترګو سره يې شا واړوله چې لاړه شي. دا وخت يې پام شو چې د شريف پزه پړسېدلې او وښکي شکېدلي دي. بېرته راوګرځېدله:

– دا ولې؟ مالې په وهلو وهلو يې وشړلې؟

شريف په غمجنه موسکا سر وڅنډه:

– د قربانۍ مال څوک شړي؟ وتښتېدلم.

– ماته ولې راغلې؟ زړې بوډۍ ته. مالې بلې ځوانې ته به تلی وې! لږې خو ندي.

– يره کعبه د وخت په تېرېدو نه زړېږي.

– اوس ايمانونه ندي پاتې.

– يره ايمانونه ندي پاتې که شکونه ډېر شوي؟

– ښه نو مالې چېرې ورک وې؟

– په قصابۍ کې. د چړې د خولې نه وتښتېدلم.

نجيبه په سږمو کې وپشېدله. ماشومانو د نيکه په ليدو د خوښۍ چيغه وکړه. اينږور او زوی يې له وړې لورکۍ سره راووتل. شريف په ټيټ غږ وويل:

– کيسه بيا درته کوم.

د دريو لمسيانو تر ښکلولو وروسته يې کمکۍ په غېږ کې واخېستله. شکرونه يې واېستل. په دې ترڅ کې يې زوی او اينږور ته وويل چې له روغتونه وتښتېد. خو نجيبې ته يې په بېلې کوټې کې له زرغونې نيولې تر دلته راتګه ټوله کيسه وکړه. په پای کې يې زياته کړه:

– ماسره د اينسانانو د تباهۍ وسله ده زړګيه. خو نه يې غورځولی شم، نه يې ساتلی.

د نجيبې هېڅ باور نه کېده:

– اوس دا ټول رښتيا په تا تېر شوي؟

شريف په غمجنه موسکا غلی ولاړ و. شونډو يې له وچوالي پتري کړي وو. مېرمنې يې په ډک ستوني وپوښتل:

– مالې ډوډۍ دې خوړلې؟

– يره ستا د لاس، نه.

د نجيبې په اننګو اوښکو لارې وکړې. لويې دروازې ته يې وکتل:

– چې دلته درپسې رانشي. آبله ورځ ام پوليس راغلي وو.

– نو بيا نه راځي.

– نه نه، دا ځای ښه ندی. مالې ځه بل چېرته ځو!

– يره پټېدل په موږ سوړوالی نه راولي.

– څنګه؟

– يوازې يوه لاره لرو. زما د بدن بېرته عادي کېدل.

– څوک يې کولی شي؟

– يره ايڅوک.

– ايڅوک؟ کاش چې اغه خنزير پروفيسر ژوندی وای.

– کنځل مه کوه! اغه ام نشو کولی.

– مالې ښه شو چې تبا شو دا ميراث مړی. موږ يې په مصيبت واړولو.

– څوک چې د ځناورو سره مرسته کوي ممکن وداړل شي. نېک نيت موهم دی.

– ځه بلا ورپسې. مالې دا به نو څنګه شي؟

– يره نه پوېېږم. په زړه کې مې يوه خبره ګرځي. چې…

– څه خبره؟

– بيا درته وايم.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

شريف لونګۍ په سر په اينټرنېټ کلب کې ناست و. پروفيسر ته يې تر سلام وروسته وليکل:

– مريضي مې بې اندازه سخته شوې. مرګ مې په خپلو سترګو وليد.

– ګرانه اوس چېرې يې؟

– د سا اخېستلو دپاره لږ وخت لرم.

– څه غواړې وکړې؟

– ما ويل ستا مشوره واخلم.

– ګرانه! ښه به وه چې زه بېخي پيدا نه وای.

– سم خلک هېڅکله په آرامه نه وي. ته د پلار په څېر په ما مهربانه يې.

– ګټه يې څه ده؟

– ته چې خفه يې زه هم خفه کېږم. هيله کوم. زه وايم هغه نيم بوتل دوا به ځان ته پيچکاري کړم. جنين به بيا حجرو ته د سرچپه حرکت امر وکړي. اوس نو سرچپه کېدل سمېدل دي.

– ګټه نلري ګرانه. لکه چې هغه بوتل دې تراوسه نه دی غورځولی؟

– بښنه غواړم ومې نشو کړای. اوس به يې په دې ډول له منځه يوسم.

– نه نه، پام پام! مريضي به دې نوره هم چټکه شي. په خپله به خپل عمر مياشتو ته رالنډ کړې.

– اوس هم د ګور په غاړه يم. هېڅ د لاسه نه ورکوم.

– ما وبښه ګرانه!

– بښنه بايد زه وغواړم. اشتبا خو مانه شوې.

– د ځان غمه وخوره! خو دې تجربې نه تېر شه! هغه بل ځل دې زما خبره ونه منله. ګوره څه وشوه؟

– همدې دوا ته مې وروستی اميد دی.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *