پنځمه برخه
ولاړ شو، طوطي يې ور واخيست، څو ګامه مخکې لاړ، له ونو لويدلې وچ ښاخونه يې راټول کړل، بېرته هوارې ډبرې ته رواګرځېد، وچ واښه يې تر لرګيو لاندې کړل، لايټر يې ورته ونيو، وچو وښو خوله واخيسته. طوطي ته يې وکتل، په سترګو کې يې سره لمبه ښکاريدله.
سړي خپل لاسونه اور ته ونيول، ويې ويل:
_زه او زرو په همدې وخت کې دلته راغلو، واوره د غرو له لمنو ټوله وه، خو لا هم سوړ باد لګېده. موږ به دلته اور بلاوه، تر ډېره به ورته ناست وو، انګار به مو غار ته ووړ.
سړي وټوخل، ټوخی يې تېز شو، له خولې يې لاړې راغلې، اوږد وغځېد، لستوڼی يې پر خوله تېر کړ.
چوپه چوپتيا وه، کله کله به يوه کونګ ناره کړه.
سړي سړه سا وايسته، ويې ويل:
_درې ، څلور ورځې ښه وم، خو يو ماښام بيا تبه راباندې راوګرځېده، د شپې لړزې ونيولم، سهار ته په جومات کې د مزدور سپين ږيرې تندی تريو و، ويل يې چې ټوله شپه دې زګيروي ختل….
تر غرمې مې ايله د يوې دروازې چوکاټ جوړ کړ، نه کېده، سېکه رانه ختلې وه. مبايل مې راواخيست، چارچ نه و پکې پاتې.
دوه ځله مې د باندې وکتل، بايسکل نه ښکارېده، شريف لا له مکتبه نه و راغلی.
کېناستم، د زرو کوچنی ورور په چوتره ګرځېده، لمن يې ټوله نيولې وه، پرتوګ يې نه و اغوستی، ژامه يې خوځېدله….
ورغږ مې کړل. راغی، تر کړکۍ لاندې راته ودرېد، په لمن کې يې وچه ډوډۍ پرته وه.
تليفون مې ورته ونيو، ومې ويل چې کورته يې يوسه، چارج يې کړه.
د زرو دوی د کور پر سر دوې شمسيانې ولاړې وې، برق يې درلود، پخوا مې هم مبايل د چارج له پاره شريف ته ورکړی و.
ماشوم وچې سترګې راته نيولې وې.
د زرو غږ مې واورېد:
_نادره، مبايل راواخله.
ماشوم هماغسې ولاړ و.
_زرو راغله، مبايل يې زما له ګوټو وايست. بېرته چوترې ته وخته، په وره کې يې مخ راواړاوه، کوټې ته ننوته.
مازديګر ته بيا لړزې واخيستم، پلار ته مې تليفون وکړ، را ياده يې کړه چې سهار وخته درځم.
ماخستن د سپين ږېرې د شکايت له لاسه د بوټو د ايستلو په ځای کې پرېووتم. سهار مې پلار راغی، ويې ويل چې ډاکټر ته لاړ شه، تر هغو مه راځه چې ښه شوی نه يې.
له شريفه مې خپلې جامې وغوښتې، لنډه شېبه وروسته يې تړلې غوټه راوړه، د کلاه په دروازه کې مې ورمېږ کوږ کړ، زرو په چوتره ولاړه وه. ماته يې کتل…
طوطي يودم کرېژې کړې، سړي ډبرې ته لاس ور وغځاوه، شاوخوا يې وکتل، ګيدړه غار ته نږدې ولاړه وه، سترګو يې سپينه رڼا کوله.
سړي ورو پلتۍ ووهلې، طوطي يې پر خپل ځنګانه کېناوه، ګيدړې ته يې وکتل، نه وه.
سړي د اور پر سر څو وچ لرګي کېښودل، لمبه تر وچو لرګو راوګرځېده. ورو يې وويل:
_نېغ د ولسوالۍ بازار ته لاړم، ډاکتر له معايناتو پرته دوا راته وليکله، د تبې علايم يې ملاريا ګڼله.
غرمه خپل کور ته راغلم، ټول کور مو يوه خيرنه کوټه، وړوکی دهلېز او تشناب و. نيغ کوټې ته ننوتم، پلار خپله بستره نه وه ټوله کړې، کاسه او پياله ناولې پراته وو.
پښې مې مړې وې، خو مجبوره وم، لومړی مې کوټه جارو کړه، بيا مې د ګاز پر ډبه د ناولو لوښو د پرېمينځلو له پاره اوبه کېښودې.
اوږد وغځېدم، تېرو يادونو ته لاړم، يو وخت به په همدې کوټه کې له مور، پلار او کوچني ورور سره ګډ ويدېدم، خو وروسته چې يو څه غټوکی شوم، د خوب له پاره به له مشر ورور سره جومات ته تلم.
د دروازې ټکېدا له تېرو يادونو راوايستم، ورغلم، ادکې ترور پر تندي ښکل کړم، ويې ويل چې ماشومانو کور ته د راتګ په وخت ليدلی وې.
ادکه ترور عمر خوړلې ښځه وه، زموږ په ګاونډ کې اوسېدله، زما د مورکۍ له مرګه وروسته يې پر موږ پام وو، ځکه مې ادکه ترور بلله.
غرمه يې د شيدو چای او وچه ډوډۍ راوړل، را ياده يې کړه چې ناروغ يې، د شيدو تود چای به دې هډونه تاوده کړي.
تر ناوخته ويده وم، ماښام جومات ته لاړم، جمعه تېره وه، د جومات ملا په وره کې په مخه راغی، وار له واره يې راته وويل:
_سور شوروي، جمه تېره شوه، ته اوس راغلې!
ملا سپين ږيری و، له شلو کالو راهيسته يې زموږ د کلي ملايي کوله، کليوال خوشاله ورنه ښکارېدل، ويل يې چې له نيستۍ سره سره سېرچشمه انسان دی، د ځمکې د حاصلاتو په وخت مو دومره نه ځوروي، تر اوسه درمند ته نه دی راغلی چې د غنمو تللو ته کينې، خروارونه وشمېرې او د غنمو د اندازې له مخې خپله برخه بېله کړي. خو له ما سره يې نه لګېده.
زه له رنګه سور وم، سور شوروي به يې بللم. لومړی يې زما خپل نوم راته اخيست، کامران، خو وروسته مې نوم بدل شو، سور شوروي. دا نوم پخوانۍ کيسه لري، يو وخت مې د کوچيني ورور تبه شوه، د څلورو ،پنځو کالو وو، په دوو ورځو کې يې د سرو غومبرو پر ځای هډوکي راوختل، پلار مې همدا ملا ورته راووست، ملا صيب مې د ورور تبه وچکۍ وبلله، ويې ويل چې د غزني د اولياوو په زور به يې زما دم ټک پتری کړي.
پلار مې له کوټې وايستم، خو شېبه وروسته يې بېرته راغږ کړل، پيسې يې راته ونيولې، ويې ويل چې د کلي له دوکانه درې اصيل چاقوګان راوړه.
دوکان ته مې منډه کړه، هغه وخت زړې پيسې وې، يو اصيل چاقو يې په اتيا زره اوغانۍ را بيه کړ.
د پلار په راکړو پيسو دوه چاقو ګان کېدل، درېيم مې په پور واخيست. د کور دروازې ته له مشر ورور سره يو ځای ور ورسېدم، د هغه په لاس کې هم دوه چاقو ګان ول، راياده يې کړه چې دا دوه پنج ټکه چاقوګان يې له سردار خانه امانت راوړل.
کوټې ته ورغلو، د ملا صيب تر مخ يو چاقو او د پيازو د سپينولو زړه چاړه پرته وه.
چاقو مې وپېژاند، زما د پلار چاقو و، پلار به مې يواځې د نوکانو اخيستلو ته له صندوقه را ايست، ويل يې چې چاريکاري چاقو دی، ان د دروازې ځنځير هم خوري.
ملا صيب شپږ چاقو ګان او يوه چاړه ور واخيسته، شونډې يې وخوځېدې، له چاقو ګانو ډک لاس يې خولې ته ور نږدې کړ، له چوف سره يې بيا څه وويل، وروسته يې زما پلار ته اشاره وکړه چې زوړ فرش ټول کړي.
ماشوم يې پر ساړه غولي پرې ايست، په هر چاقو يې يوه ليکه ترې راوايسته…
له کوټې د وتو په وخت کې يې ټول چاقوګان جيبونو ته واچول، چاړه يې په لاس کې وه، زما مور ته يې وويل چې کوټې ته به رڼا نه راځي او ماشوم بايد تر څلوېښتو ورځو له ساده چای او وچې ډوډۍ پرته بل څه ونه خوري.
د ملا صيب له تګ وروسته مې مور د کوټې په يواځينی دريڅه کې زوړ بالښت کېښود، ورځ راباندې شپه شوه، د لاس ګوتې نه ښکارېدې. له چوترې مې د پلار غږ راغی، ور ووتم، د پلار تندی تريو و، له مشر ورور سره مې له سردار خانه په پور د راوړو چاقوګانو په اړه غږېده.
مور مې دوه سطله راته ونيول، ويې ويل چې د کلي له کارېزه اوبه راوړه.
کارېز ته نرۍ لار تللې وه، يو ځای ودرېدم، د لارې پر غاړه له شنې سپاندې زموږ د پيازو د چاړې ژۍ راوتلې وه.
چاړه مې کورته راوړه، پلار مې سپک کړم، د ملا صيب د خولې خبره يې راته وکړه، ويل يې چې دم مه بې تاثېره کوه، د دم چاقو او چاړه بايد له کوره بهر تر خاورو لاندې شي.
پرچاړه مې د کور مخې ته خاورې واړولې.
په درېيم سهار مې مور چيغې کړې، په بېړه کوټې ته ورغلم، مور مې د خپل کوچني زوی سر پر خپل زنګانه ايښی و، ژړل يې.
پلار او مشر ورور مې د نجارۍ دوکان ته تللي وو، مجبور شوم، ګاونډيانو ته مې چيغه ور ورسوله. راغلل، يوه د ماشوم نبض وکوت، ويل يې چې ساه پکې چلېږي.
بل کته شوې خره راوسته، نه مې هېرېږي، مور مې د خرې د کتې پر سر سره بړستن وغوړوله.
کليوالو زما ورور ځنځولی خرې ته ور پورته کړ. ما د خرې پړی ونيو، خو يوه ځوان راته وويل چې ډاکټر ليرې دي، کوچنی يې، نه شې تلای.
ورور ته مې وکتل، سر يې پر بړستن لګولی و، د سترګو سپينوالي يې خړه پرده نيولې وه.
له کلي ووتم، پورته پراخه دښته پرته وه، د يوې سپرغې ( د کارېز څا ) پر سر کېناستم، لمر تود و، د ارخېړکو ( زرکو ته ورته يو ډول خړ مرغان چې په دښتو کې ګرځي ) کورړا خته.
کلي ته مې وکتل، په خړو کورونو کې د جومات مناره سپينه ښکارېدله.
غرمې ته يې زما ورور مړ راووړ ، دومره پوه شوم چې تر ډاکټره نه و رسېدلی.
په هدېره کې ملا صيب نصيحت کاوه، همدا يوه خبره يې ټينګه نيولې وه، ويل يې چې اجل په ډاکټرانو نه راګرځي.
شېبه وروسته هديره تشه شوه، د څلور کلن ورور پر سر مې څلور خرواره خاوره پرته وه.
د ورور پر قبر پرېوتم، د زړه له اخلاصه مې وژړل….
ورور مې کوچينی و، خوږې خبرې يې کولې، مچو يې په سخته راکوله، ويل يې چې مخ مې لندېږي، خو ما به په يوه ځل پنځه مچې ترې اخيستې، دواړه سره غومبري، تندی، زنه او د پزې څوکه.
د پزې د څوکې په مچو بې يې وخندل، په وړه ژبه به يې راته وويل:
_مردار خوره.
د ورور د مرګ په درېيمه د ولسوالی بازار ته لاړم، سودا مې اخيسته، په يوه دوکان کې مې شناخته چاقوګان وليدل، ورغلم، د ګوړې د ټوکری تر څنګ زما د پلارچاريکاري چاقو او د سردار خان دوه پنځه ټکه چاقوګان ايښي ول.
دوکاندار شناخته سړی و، ډېر وخت به مې سودا په پور ترې وړه، راياده يې کړه چې دا چاقو ګان مې ستاسو د کلي له ملا صيبه واخيستل، نغدې مې څلور نيم لکه ور وګڼلې.
مازديګر جومات ته لاړم، ملا صيب ته مې د کليوالو تر مخ وويل چې د دم چاقوګان مې په بازار کې وليدل.
کليوالو سپک کړم، ماخستن مې پلار يوه جانانه څپېړه راکړه، ويل يې چې په عالمانو پسې دومره لوی تور مه تړه.
بس، له هغې ورځې د ملا صيب راسره ولوېده. کامران په سور شوروي بدل شو.
سړي وټوخل، په سره انګارکې يې لښته ووهله، نيم سوځېدلی دوګن لرګی يې ترې ليري کړ، شاوخوا يې وکتل، يوه پلنه اوږده تېږه يې راواخيسته، انګار يې پکې ټول کړ، طوطي يې پر اوږه کېناوه ، انګار يې ور واخيست، غار ته ننوت.