تاند- راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو په بغلان ولایت کې دوې مهمې سیمې نیولي دي.

د تایید شویو راپورونو پر اساس طالبانو د دهنه غوري ولسوالي یو ځل بیا نیولې ده.

دغه راز د طالبانو لاس ته د مرکزي بغلان د لوېدو خبرې کېږي خو کره سرچینو تراوسه پوري دا خبره تایید کړې نه ده.

د بغلان د ولایتي شورا غړیو د یکشنبې په ورځ ناوخته رسنیو ته وویل چې طالبانو پر دهنه غوري ولسوالي ۴ ورځې وړاندې برید وکړ او دې جګړې تر هغو دوام وکړ چې دا ډله وتوانېده د ولسوالۍ مرکز ونیسي.

تېر ژمی هم طالبانو دا ولسوالي نیولې وه چې د هغې د بېرته نیولو او د طالبانو لاس ته د ولسوالۍ د لوېدو د جګړو له کبله د سیمې اکثره اوسېدونکي بې ځایه کېدو ته اړ وتل، کورنه او شتمنۍ یې ویجاړې شوې.

وسله والو طالبانو په وروستیو ورځو کې د بغلان په ګاونډي ولایت کندوز کې هم بریدونه زیات کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *