د نړۍ په ټولو ادبیاتوکې منظوم او منثور هنري ژانرونه موجود دي. ځینې محققین د ژانرونو شکلي او فزیکي جوړښت ته ارزښت ورکوي او ځینې بیا محتوا او منځپانګې ته.

د غني خان او الفت د شعرمعناییزه برخې پر بېلا بېلو مواردو کې سره ورته والی لري او همدارنګه د دواړو پوهانو شعرونه د فزیکې جوړښت له مخې هم یو له بله سره رابطه لري او هم سره د بېلوالي نقطې.

غني خان شاعر دی، د خپل زړه خبرې په بې باکانه ډول کوي، دده په اشعارو کې د عروضي (ختیزې شاعرۍ)، نوې شاعرۍ او ولسـي شاعرۍ ډولونه موجود دي. په عمومي ډول یې اشعار نه د ختیزې شاعرۍ د ځیلونو پابند دي، نه د ولسي اشعارو او نه د نوې شاعرۍ د کالبونو پابندي کوي.

ډاکټر حنیف خلیل،(ایینې)اثرکې  وايي: غني خان د اشعارو شکلي خوا باندې که نظر واچوو، دده شاعري، بحر، وزن، تشبیه، استعارې، قافیه، ردیف (لفظي او معنوي صنایعو) نه یې ډېره استفاده کړې نه ده، د ده اشعار باید د یادو توکو په تله ونه تلل شي، هغه د فکر شاعر دی، د هغه په شاعرۍ کې د وزن او بحر نه پریوتې مسرې هم شته، او داسې مسرې یې په اشعارو کې هم شته، چې قافیه او ردیف پکې نه دی مراعات شوي، د ده په اشعارو کې داسې اشعار شته، چې ادبي صنایع په کې نشته.

د شعر لپاره ازاد وي او که پابند،جذبه او تخیل ورته ضروري ده، وزن د شعر لپاره د اساسي توکو څخه یو توک دی، د غني په شاعرۍ کې ادبي صنایعو ته دومره پام شوی نه دی خو دده په اشعارو کې د جذبې او تخییل ریښتینولي او صداقت موجود دی.

ځینې لیکوال، عالمان، پوهان او شاعران د غني خان د شعر دغې خوا ته د انتقاد ګوته نیسي خو غني خان یې په ځواب کې وايي: (په شاعرۍ کې ډېرې تجربې شوي دي. ازاده شاعري رواج شوه، زه په خپلو اشعارو کې د تخییل طرفداریم.)

رحمان بونیری،(غني خان د فکر او اهنګ عظیم بوتا) مقاله کې وايي: د غني ټوله شاعري «امد» نتیجه ده، ځکه نو په ډېرو ځایونو کې د قافیې د فني نقطو د نه مراعت باوجود هم ښکلا لري، هغه په هر وخت کې خپل احساسات او جذبات څرګندوي، کله نا کله د بحر، وزن او قافیې غوندې نازک توکي په نظر کې نه نیسي، د غني خان په خیال د شاعرۍ دوه حصې دي، او له حصه هغه ده، چې په عقل کې راځي او بله حصه هغه ده، چې په شعر کې تاثیر اچوي، د غني ددې خبرې په رڼا کې لاندې یو بیت راوړو:

وګوره یوه ورځې تور تارو په سجده پرېوتو
وه یې کړله رب ته عجیبه غوندې دُعا

دغه یو بیت د عقل پر بنسټ ویل شوي دي، اوس به یو داسې بیت راوړو، چې د حسن تاثیر، پیغام او په ناشعوري ډول جذبه او احساسات لري، لکه:

زه به تل حسین یم او ښکاري به تل یزید وي
لاس کې کله دام کله ټوپک کله لینده

غني خان ته ځینو شاعرانو او لیکوالو ولسي شاعر ویلی دی، د ده په اشعارو کې غزلې، رباعیات، قطعې، مثنوي،  ترانې او د ولسـي نظمونو ځینې کالبونه موجود دي.

غني خان په اشعاروکې ازاد شعرونه او ازاد نظمونه هم موجود دي، دغه ډول شعرونه هم خان په خاص ادبي مهارت ویلي دي چې له فکري خواوو سره سره هنریت اوشعریت هم لري او د پښتو د نوي شعر د مطالعې په دوران کې په خاص ډول د یادونې وړ دی.

غني خان شعر او شاعري کې منځپانګې ته زیات ارزښت ورکوي او د ده په وینا چې شعرباید د معنا له مخې پیاوړې وي نو هماغه دی چې د ده د شعر ډيره برخه د عروضي او ولسـي شعري ژانرونو برعکس ازادې شاعرۍ ته ورته ده او همدارنګه د شعر زاړه اصول ماتوي اوکوښښ کوي چې شعر یې نوې فلسفي خبرې ولري. سره له دې چې د عروضي شعرونو ځینې کالبونه او فورمونه یې کارولي دي خو دغه برخه یې نسبتا ازاد شعر ته کم رنګه ده.

الفت صاحب هم مفکر او مبتکر لیکوال او شاعر دی، د درېیمې دورې د فکر پیاوړی شاعر ورته ویلای شو. د شعر د اساسي توکو نه یې په شعر کې ټول توکي پیدا کېږي خو د مفکورې برخه یې ځواکمنه ده.

د الفت ټوله ډېره وينا هنريت او شعريت لري او د هر لوستونکي او اورېدونکي د زړه اواز دی.

الفت صاحب شاعر و، د خپلې ټولنې له ټولو نيمګړتياوو خبر او د هغوی اميدونه او ارزوګانې يې بېرته ټولنې ته وړاندې کولې.

د شکلي او جوليز جوړښت له مخې د استاد الفت شعرونه په درېيو برخو وېشلی شو، هغه شعري کالبونه، چوکاټونه او ځېلونه چې له عربي ژبې پښتو ژبې ته راغلي دي، دې ته عروضي، مشترک او ختېزې شاعرۍ ډولونه وايي، پښتو ژبې ته دغه کالبونه ځينې له عربي ژبې نه فارسي او بيا پښتو ته راغلي دي.

دغه کالبونه (غزل، قصيده، څلوريزه، مثنوي، مستزاد، مربع، مخمس، مسدس، مثمن، معشر، ترکيب بند، ترجيح بند، ترکيب بند ذوالقافيتين او داسې نور) له عربي ژبې پښتو ژبې ته راغلي دي.

 الفت د شعري کلياتو ډېر شعرونه د شکلي او جوليز جوړښت له مخې غزلې، قصيدې، مثنوي، مستزاد او څلوريزې لري.

د ګل پاچا الفت په شعرونوکې دويم ډول د هغو شعري کالبونو چوکاټونه دي، چې له انګرېزي ژبې پښتو ژبې ته راغلي دي، دې ته (نوي شعرونه) وايي، په (نوې شاعرۍ) کې له ټولو مهم ژانر آزاد شعر دی، چې د الفت شعري کليات (د نوې شاعرۍ) کالبونه او ځېلونه هم لري.

د الفت په شعري کلياتو کې درېيم ډول د هغو شعري کالبونو چوکاټونه او کالبونه دي، چې د پښتنو خپل مال دی او له نورو ژبو پښتو ژبې ته نه دي راغلي، دې ته ولسي، فولکوريک او شفاهي ادبيات وايي.

ختيزه شاعري: د غني او الفت په شعرونو کې د دې شعري ډولونو نه بېلا بېلې بېلګې شته دي، لکه:

 غزل: پښتو ادب تاريخ کې د غزل تاریخ لرغونې دورې ته رسېږي. د غني خان په دېوان کې د ختیزې شاعرۍ، د کالبونو نه غزل ډېر پیدا کېږي.

دده په غزلونو کې د مينې، محبت، عشق، او رندي مسايل زخښت ډېر موجود دي. بې له شکه غني خان د مينې او ښايست شاعر دی.دده دغزلونو عمومي موضوع حسن او ښايست دی او د جمالیاتو منظم تصوير يې په شعرونوکې مرکزي رول لري، دده په غزلونو کې د فکر او خیال ازادي او سرکشي موجوده ده، لکه:

قسمت

چې څوک سوال د پلاو وکړي ورکړي دال
اکثر خور کړي په ښکاري د ښکاري جال
چا ته جام کې د سرو خاورې شګې واچئ
چاله ورکړي د ایرو په ډهير کې لال
یو وبال چې څوک په صبر صبر تیر کړي
ورله راولي د هغې لويې وبال
څومره بار چي څوک وړي دومره ور اچئ
د زمري خطرې نه تیرۍ شغال
چې کوم کال خلک زاري د باران وکړي
په باران پسې ړانده کړي هغه کال
لیوني نه خفه مشي در قربان شم
اکثرو راغی د خر په ځای کلال

غني خان په دېوان کې بې درېفه غزلې ډېر پیدا کېږي،چې یاد غزل یې ښه نمونه ده،  او ردیف لرونکي غزلې هم لري، لکه:

بند

نن چې څومره کړي حرص و هوا بند
سبا غواړي د هغې نه سودا بند
د توبو قلا کې مینه نه ګیرېږي
څنګ به بند کاندي سیلاب د هوا بند

د غني خان د دېوان  او شعارو نه مې د ردیف لرونکي غزل دوه بیتونه راوړه. ده په ډېرو غزلونوکې د مينې او عشق وینا په مفکرانه ډول وړاندې کړې دي او فلسفي رنګ هم لري.

د الفت شعرونه هم غزلې او د غزلو ځينې ډولونه لري، په پښتو شاعرۍ کې غزل يوله هغو شعري چوکاټونو څخه دی، چې ډېر شاعران د خپل شعر ليکلو ابتدا له دې کالب يا چوکاټ ځنې کوي.

د الفت ډېرې غزلې عشقي او غنايي مسايل نه لري او د غزلو ډېره برخه يې اصلاحي، انتقادي، رياليستک، اخلاقي، ديني، ټولنيز، ښوونيز او روزنيز او داسې نورې محتواييز او منځپانګيز ډولونه لري.

د غزلو هغه پخوانی عنعنوي پېژندنه د ګل پاچا په غزلونو نه تطبيقېږي، ځکه چې د الفت صاحب غزلې له عشقي مسايلو سربېره نور هر ډول مضامين لري، لکه:

په زړه کې عشق د ښکلي يار ښه دی
په سر کې فکر د دلدار ښه دی
چې مرور آشنا پخلا کاندي
يوې جرګې ته يو ريبار ښه دی
ټولو سازونو سرودونو څخه
د مهرويانو شرنګهار ښه دی
چې ښکلي ناست وي او نازونه کوي
د مکېزونو تود بازار ښه دی
د اشنا مينه کې چې هرڅه هېر شي
هسې جنون هسې خومار ښه دی
په دروېزه کې ديدن مومي د يار
عاشق ملنګ او خوار و زار ښه دی
چې په حجرو کې يې د عشق سندرې
هره شپه اورم ننګرهار ښه دی

د ګل پاچا الفت ډېرې غزلې عشقي مسايل نه لري، بلکې نور ډول ډول منځپانګې لري، چې لاندې نمونه يې يو ښه مثال دی:

لاس به وانه خلم له ژوند که مې دواړه لاسه پرې کا
ځم په سر د ژوند په لاره که مې څوک پښې ارې کا
که مې وکاږي دوه سترګې ژوند ته ګورمه په مينه
زړه له ژونده نه تورېږي که ژوندون تورې تيارې کا
د نمرود په اور که سوځم له ژوندونه بېزار نه يم
د بلا په خوله کې هم لا ژوندون ماته اشارې کا
ژوند مې خوښ دی په هر حال کې د ژوند مينه راسره ده
همدغه مينه په زړه کې را پيدا ښې ښې اسرې کا
ژوند قوت دی حرکت دی مخکې تلل دي محبت دی
د ژوندون د باغ بلبله شپه او ورځ دغه نارې کا
مايوسي لويه ګناه ده مرګ دی مړينه ده فنا ده
په اميد ژوندون ته ګورم که چړې راته تېرې کا
ژوند چې هر څنګه وي ښه دی، هر څوک غواړي چې ژوندی وي
مګر ژوند د غلامۍ دې خدای برباد خاورې ايرې کا
که نور هيڅ نه شئ کولی وچ او شنډ شئ غلامانو
غلامان چې پيدا نه شي باداران به بېچارې کا

د الفت پورتنی غزل ټولنيزه محتوا لري او ژوند پر اهميت غږېدلی دی، د الفت په شعرونو کې د غزل له ډولونو ځنې لاندې ډولونه شته دي:

بې ردیفه غزل: هغه غزل ته وايي، چې رديف ونه لري او په قافيه پای ته رسېدلی وي، چې د ګل پاچا الفت په شعرونو کې بې رديفه غزلې ډېرې پيدا کېږي، لکه:

ښه کېږم که بد کېږم که له ښو بدو بېلېږم
پرېږدمه هوښياري دلته زه ځمه روانېږم
له عقله سره نه ځم محبت مې چېرته بيايي
اول قدم مې دا دی، چې له دې خلکو تېرېږم
له رسمه او رواجه منده اخلمه او ځغلم
بې دغسې شتابه هغه ځای ته نه رسېږم
هر رنګه لغزشونه د مستانو مې قبول دي
د هر چا په نظر کې که هر څنګه معلومېږم
که سر ځي او که مال ځي که عزت او اعتبار ځي
د عشق په ميخانه کې په رڼا ورځ داخلېږم
راټول عالم چې پرېږدمه له هر څه نه جدا شم
مجنون به يم خو هر وخت به ليلی سره يادېږم

د الفت بې رديفه غزلې د معنا له مخې هر ډول مضامين لري او له پينځو بيتونو څخه تر پينځلس بيتيزو پورې دا ډول غزلې لري.

رديف لرونکي غزلې: د غزل د کالب او چوکاټ هغه بڼه ده، چې د قافيې ترڅنګ رديف هم لري.

د الفت شعري کليات د بې رديفه غزلو ترڅنګ رديف لرونکي غزلې هم لري، لکه:

عاشقانو سره وېره د سر نشته
هسې نه چې د عشق لار کې خطر نشته
فرهادي عزم له عشقه پيدا کېږي
د عاشق په مخکې هيڅکله غر نشته
کارغه نه رسي مقام ته د بلبلو
ورسره د عشق او مينې وزر نشته
عشق او مينې د بورا مينه ګلزار کړه
سعادت ته بله لار د بشر نشته
د زاهد په امسا باندې جهاد نه شي
غازي نه دی ورسره که خنجر نشته
د عاشق په برخه دار دی رسېدلی
د منصور جلوه په سر د منبر نشته
سربازي د عاشقانو لوی صفت دی
د خليل له سرو اورونو حذ نشته
په کوم ځای کې چې فرهاد او مجنون نه وي
هلته سترګې او صاحب د نظر نشته
ج

د غني خان او الفت شعرونه غزلې او د غزل له ډولونو بې رديفه او ردیف لرونکي غزلې لري. خو د الفت صاحب غزلې د معنا له مخې رنګا رنګ موضوعات لري او د غني خان اکثریت غزلې فلسفي محتوا لري. عشقي موضوعات د غني په غزلو کې زیاتې دي خو د الفت په غزلو کې د عشق او مینې سربېره د ژوند هر ډول مظامین لیدل کېږي.

 رباعي: د غني په شعرونوکې رباعي هم موجودې دي. پښتو ادب تاریخ کې رباعي د بهلول لودي او خلیل خان نیازي له خوا په اتمي هجري قمري پيړۍ کې ویل شوي دي.

د غني خان په شعرونوکې د رباعي (څلوریزې) نمونې ډېرې دي، خو د نمونې په ډول يې یوه څلویزه دا ده:

پلوشه

ګفتار د لیونو کې وي ګلونه هم ماران
قطار د لیونو کې ډېر ولاړ پيغمبران
پروايي غني نه کړي که يې سپک تلی که دروند
تف! څه به دا جهان وي او څه تول ددې جهان

د غني په شعرونو کې ردیف لرونکي او بې دریفه څلوریزې موجودې دي.

د الفت صاحب په شعرونوکې هم څلوریزې او د څلوریزو ډولونه شته دي. په عام ډول ډېرې څلوريزې د پند، نصيحت، اخلاق او داسې نورو مسايلو په باب ويل کېږي او په موسيقۍ کې ډېر سندرغاړي تر غزل او يا کومې بلې سندرې دمخه وايي، لکه:

که رښتيا نه شې ويلی اوسه غلی
دروغ خو مه وايه که ځان ګڼې ښاغلی
اس يې مه بوله براق ورته مه وايه
بې لکۍ خره ته که خر نه شې ويلی

 “`

معکوس شوي اساسونه د هستۍ
ځکه لوړ مقام ته رسي په پستۍ
ډېر څه مومي چې له ډېرو شيو تېر شي
غلامان يې کړه خانان خان پرستۍ

د ګل پا چا الفت څلوريزې د هنریت او شعريت په تول تللې ويناوې دي.

د څلوریزو له ډولونو بې رديفه څلوريزه یې هم په شعرونوکې شته، لکه:

قانون وي اول نظر کې ډېر ښاغلی
چې لا نه وي د عمل کور ته راغلی
نقص او عيب يې په عمل کې معلومېږي
خصوصا که چلوونکی وي ناولی

همدارنګه ردیف لرونکي څلوريزه یې هم په ویناوو کې شته دي، لکه:

غلام عقل غلامۍ لره پيدا وي
دومره پوه په خوی او بوی د خپل آغا وي
چې په خيال کې يې سبا که يو څه ګرځي
ده يې وچولي کې لوستی ډېر پخوا وي

د غني خان او الفت د څلوریزو توپیر په دې کې دی چې د الفت څلوریزې د معنا له مخې د ژوند هر ډول مضامین لري خو د غني څلوریزې لکه د غزل په شان اکثره فلسفي موضوعات لري او همدارنګه نورو ټولنیزو موضوعاتو ته یې هم اشارې کړي دي خو د الفت په اندازه نه دي.

مثنوي: مثنوي د عربي ژبي نه پښتو ته راغلې ده او پښتو ادب تاریخ کې يې سرلاري اکبر زمینداوري دی.

د غني خان په دېوان کې د مثنوي ډېر کم کالبونه موجود دي، لکه:

ساز داسې اواز دی ښکاره پټ کړي پټ ښکاره کړي
تورې خټې واخلۍ ترې نه جوړه مناره کړۍ
قبر باندې شال یو د اطلس د بخمل واچوي
لاس کې د انسان لمحې له مرګ او اجل واچوي
مرګ ګواه د رب د مينې رحم د انسان سره
مرګ یوه وعده د پسـرلي شوې د خزان سره
ژوند یو څاڅکي مينه ده،دمينې ننداره کړۍ
تورې خټې واخلۍ ترې نه جوړه مناره کړۍ
ژوند د ادم څه دی، مینه  مينه ده د خان سره
خاورې دی ادم خاورې جنون سره جانان سره
مرګ هغه نېټه ده، چې جانان کېښوه د جانان سره
مرګ پټه نکاح ده د مکان د لامکان سره
مرګ کې دژوندون ددریاب پټه کناره وه
مرګ مجبوره ځان له دخپل حسن ننداره وه
مرګ بس یو ګواه  زما د ژوند ستا د جلال
ای عجیه خانه د تیري او دهلال!

د غني خان په یاد شعر کې د ژوند او مرګ فلسفې ته اشاره شوې ده، دا چې د غني خان د اشعارو یوه مخصوصه ځانګړنه د اضدادو یادونه ده، نو دلته يې هم مرګ د ژوند لپاره  پوره کڼلې ده.

د الفت په شعرونو کې د مشترکو نظمونو نه مثنوي هم موجود دي چې د ده په شعرونوکې يې بېلګه په لاندې ډول ده:

وطنه! ښه دې آب و هوا ده
څومره دې زياته طبيعي ښکلا ده
لمر دې آسمان کې څه ښه ځلېږي
ډيوې د ستورو د شپې بلېږي
وږمې د ګلو څپې څپې دي
بلبلان مست دي مستې نغمې دي
ځولۍ دې ډکه له نعمتونو
سينه دې ډکه ده له ګنجونو
مېوې دې څومره خوږې خوږې دي
په شنو باغو کې مزې مزې دي
غرونه دې ګورم رمې رمې دي
کروندې وينم غلې غلې دي
هرڅه دي ښه دي خو بده دا ده
کور کې دې غله دي هرڅه کې غلا ده
ته ډېر غني يې موږ فقيران يو
ستا دومره شتو کې ولې خواران يو

      ج

د ختيزې شاعرۍ ډولونو نه د غني او الفت په شعرونو کې غزلې او ډولونه یې، څلوریزې او ډولونه یې او د مثنوي کالبونه پیدا کېږي، د داړو په ویناوو کې دغه کالبونه شته خو توپیر یې په دې کې دی چې د الفت په دغو ژانرونو کې د ټولنې هرډول موضوع شته او د ژوند په هره برخه کې یې شاعري کړې ده خو غني خان شعربیا په عام ډول د ژوند د ځینو برخو په هکله خبرې لري او په خاص ډول په خپل فکر فلسفي موضوعات لري.

د غني شعرونه قطعې هم لري. غني خان د دېوان ډېری برخه عشق، محبت، مینې او ښکلا ته ځانګړې شوې ده؛ دقطعو ډېره برخه يې مفکرانه او فلسفيانه ویناوي دي خود مینې اومحبت موضوعات ډېرلري، لکه:

دعا

سترکو دجانان کښي زماښکلي جهانونه دي
وادخله دنيا زه وږی ستاد دنيا نه يم
ګوره دفقير کچکول کښي تاج دسکندر دی پروت
زه يم دسخيانو د شو مانو ګدا نه يم
زه یې په غرور درنه د ميني په نوم غواړمه
زه ملنګ بي نيازه ستا دوير واويلا نه يم
يود سپوږمۍ څاڅکی درنه ټيک له د يار غواړم
زه يم دخوبونو د لا لونو ګدا نه يم
هغه مستي غواړم چه یې مرګ نه شي وژلی
زه دې دغمو نو د بيګا او سبا نه يم
اوتشه دنيا ګئ که د ې بخښي نو اي اميره!
ستا شوه ستا دنيا، زه وږي ستا ددنيا نه يم

د جوليز او شکلي جوړښت له مخې د الفت شعرونه قصيدې هم لري.

قصيده په جوليز جوړښت کې له غزل سره چندان توپير نه لري، توپير يې دا دی، چې د غزل د بيتونو شمېر کم او ددې زيات دی.

د قصيدې تاريخي شاليد او پس منظر ډېر پخوانی دی، له مېلاده نهه پېړۍ وړاندې په يونان کې د قصيدې په نامه شعرونه موجود و، ورپسې په عربي نړۍ کې له اسلامه ۱۵۰ کاله وړاندې قصيدې ويل پيل شول او د عربي ژبې لومړنی ژانر قصيده وه، چې د وخت په تېرېدلو فارسي ادبيات او پښتو ادبياتو ته هم قصيدې راغلې، چې د قصيدې د ډېرې ښې پېژندنې لپاره (بوللـه له پيله تر خوشاله) اثر وګورئ.

پښتو ادب کې لومړنۍ قصيدې تحميديه قصيدې وې، د وخت په تېرېدلو خطابيه قصيدې باب شوې او اوس داسې قصيدې هم لرو، چې نه تحميده قصيدې دي او نه خطابيه قصيدې دي، يوازې يې د بيتونو شمېر (جوليز) جوړښت قصيدو ته ورته دی او د منځپانګې له مخې له تمهيديه او خطابيه قصيدو سره توپير لري.

د الفت په قصيدو کې تحميديه او خطابيه قصيدې کمې دي او زه ددې هغو شعرونو ته قصيدې وايم، چې د جولې او شکل له مخې قصيدو ته ورته دي.

د الفت شعري کلياتو کې هغه شعرونه چې د شکلي جوړښت له مخې قصيدو ته ورته دي، ډېر دي او په ډېره هنري ژبه يې دغه ډول شعرونه ليکلي دي، چې د (ادبي مرغلرو) نه د (پسرليه) تر عنوان لاندې يو شعر دی، چې ۵۲ بيتونه لري، څو بيتونه يې د نمونې په ډول راوړم:

پسـرليه! بيا دې راوړه سره ګلونه
بيا به جګ کړې د بلبلو فريادونه
سرې لمبې دې ارغوان باندې کړې بلې
د ګل پاڼو کې دې نغښتي سره اورونه
شنې لوخړې پورته کېږي له چيناره
په شنو څانګو مرغان ځکه کړي شورونه
يا د غرو رغو لمنو اور اخيستی
يا صحرا کړه د فرهاد وينو ګلګونه
د ليلی له خاورو سره لاله شوه پورته
په کې وينم د مجنون د زړه داغونه
ستا له رنګ په رنګ ګلونو معلومېږي
چې لرې ډېرې جلوې ډېر نيرنګونه
سرخ رويي د ګلشنونو په نصيب شوه
په راتلو دې هره سيمه شوه زرغونه
د ګلانو په ښايسته ښکلی حرم کې
بوراګان کړي له غنچو نه طوافونه
دا د ګلو په مخ وينم که د ښکلو؟
مرغلرې که خولې که شبنمونه
څوک په باغ او څوک د غرونو په لمن کې
د بهار له فيضه ويني ښه مخونه
پسـرلی يا د بورا يا د بلبل دی
اوښان کله کړي د ځوز او ګل فرقونه
د بلبلو په نظر ګلو ته ګوره
ليلی نه ده چا ليدلې بې مجنونه
د ګل پاڼو کې که ښکلې معنی وينې
دې رنګين شعر کې شته ډېر مضمونونه
خاوندان د بصيرت شعور او کشف
بې الفاظو د معنی کوي سيلونه
د ړندو کڼو بهار څه بهار نه دی
اوس په کار دی بينا سترګې زور غوږونه
سترګې پورته کړه له خوبه را بيدار شه
ويده نه لري څه برخه له ژوندونه
سوز و ساز د شوق و ذوق ته دې رابولم
جج

پورتنی راغلی شعر په شعري کلياتو کې ۵۲ بيتونه او ما د قصيدې د بېلګې په ډول ۱۷ بيتونه راوړل، چې له غزل سره يې فرق وشي.

استاد الفت چې په هرې جولې او فورم کې شعر ويلی دی، د هنريت او شعريت ټول اساسي او بنسټيز توکي لري او د محتوا له مخې يې شعرونه د ډېر ارزښت وړ دي.

د الفت په شعرونو کې د شکلي جوړښت له مخې مستزاد هم پيدا کېږي، دا کالب هم د عربي ژبې نه پښتو ژبې ته راغلی دی، چې يوه مسره يې لنډه او بله مسره يې اوږده وي، لکه:

هلته رڼايي د علم و فن، علم و حکمت وينم – دلته جهالت وينم
هرچېرې چې ګورم اتفاق ملي وحدت وينم – دلته عداوت وينم
هلته آبادۍ دپاره هرڅوک کوښښونه کړي – شپه ورځ زحمتونه کړي
هلته د ملت او قام دپاره خدمتونه د – دلته فرېبونه دي
هلته وظايفو کې راستي او صداقت وينم – دلته خيانت وينم
هلته يوه بل باندې خاني او ملکي نشته – خوشې باداري نشته
هر قسم پېشرفت هلته په کار او صداقت وينم – دلته ډېر رشوت وينم
هلته زورور په عاجزانو ظلم زور نه کړي  – يو له بله شور نه کړي
دلته تربګني ګونديماري رسم و عادت وينم – بغض و حسادت وينم

د الفت په شعري کلياتو کې (زما حال) ترسر ليک لاندې يو بل مستزاد هم لري او شعرونه يې د غزلو، قصيدو، څلوريزو او مثنوي سربېره د مستزاد فورم هم لري.

د ختیزې شاعرۍ ډولونو نه د غني شعرونه قطې لري خو د الفت شعرونه یې نه لري او همدارنګه د الفت شعرونه قصیدې او ډولونه یې لري او همدارنګه مستزاد لري خو د غني شعرونه یې نه لري.

نوې شاعري: دغني په اشعاروکې دنوی شاعرۍ لاندې ډولونه موجود دي:

 ازاد شعر: ازاد شعر د پښتو ژبې د اشعارو يو ډول دی، قافیه او ردیف نه لري، هر بیت يې ځانته  ځانته څپې لري، همدارنګه  هره مسره يې بيلې بيلې څپې لري. وزن يې مهم توک دی، سر تر پایه باید یوه موضوع تعقیب کړي، په یوه شعر کې څو موضوعګانې نه شي ځايدای. د غني خان اشعار د ازادو اشعارو ډېرې نمونې لري. د غني شاعري د قافیې، ردیف، بحر او وزن ا وداسي نورو توکو په تول باید ونه تلل شي، غني خان مفکر ازاد خیاله فلسفي شاعر و، هغه د خپل زړه او فکر خبرې په ماهرانه ډول کولې، هغه د ځانګړې سبک څښتن و،غني خان د هيڅ یو شاعر پيروي نه ده کړې او د نورو شاعرانو لپاره  دده پیروي اسانه کار نه دی.

له ازاد پښتو شعره زموږ موخه هغه تولیز (موزون) شعر دی، چې له بې قافیه والي سره سره يې مسرې د لنډ والي او اوږد والي له پلوه کومه ټاکلې کچه نه لري.

هر بې قافیې شعر چې د پښتو د ټولیز سیلابو تونیک سیستم له مخې ((وزن)) ولري، هغه ازاد شعر دی د غني خان په دېوان کې ازاد شعرونه ډير دي، چې یوه نمونه يې داده:

پيدايش

او ما ځان له ساز که پخپله جوړ
د خپل خوب نه د خپل خیال نه
دخپل غم نه د مستۍ نه
د خپل تول نه د خپل تال نه
او ما ځان له یار که پخپله جوړ
د خپل سوز نه د ارمان نه
د خوبونو نه د رنګونو نه
د ګلونو نه د خزان نه
او ما ځان له غم که پخپله جوړ
د خندا نه خوشحالي نه
د وصال نه د خمار نه
د بهار نه د لويي نه
او ما ځان له ژوند که پخپله جوړ
د اميد نه د رڼا نه
د تيرو نه دخیرو نه
د غمونو نه د سودا نه
او ما ځان له مرګ که پخپله جوړ
د ژوندون نه د مستي نه
د پسرلي د زېړو ګلونو نه
د لالونو نه د ځوانۍ نه

د الفت شعرونه د شکلي او جوليز جوړښت له مخې هم ازاد شعرونه لري.

 الفت د (نوې شاعرۍ) له کالبونو او چوکاټونو ځنې د آزاد شعر ډېرې بېلګې لري، چې د نمونې په ډول يو مثال راوړم:

د صاحب د درګاه سپی
د غريب کاله سړی
په نظر کې يو شان نه دی
يو يې خپل دی بل پردی
د جناب په نامه ياد دی
د ليلی د کوڅې سپی
جناب نه دی هر سړی
که مزدور شي د صاحب څوک
له هر چا نه وي بې قدره
که څوک ځان ورته سپی کاندي
د صاحب پرې خاص نظر وي
سړيتوب ساتل ګناه ده
په حضور کې د بادار
په نظر د استثمار
هغه سپی چې صاحب کور کې
په نعمت او ناز ساتلی
يو سړی د سپي خدمت ته
بودجه کې منظور شوی
نورو سپيو غوندې نه دی
له مزدوره معتبر دی
د صاحب چې پرې نظر دی
جج

د الفت د (نوې شاعرۍ) آزاد شعر لکه د عروضي شاعرۍ دکالبونو په ډول هنريت او شعریت لري او ددې ډول شعرونو ډېرې بېلګې يې په شعري کلياتو کې موجودې دي.

دګل پاچا الفت شعرونه د ختيزې شاعرۍ او نوې شاعرۍ کالبونو او فورمونو (غزل، قصيده، څلوريزه، مثنوي، مستزاد او آزاد شعر) سربېره د ولسي شاعرۍ کالبونه هم لري.

ولسي ادبيات او کالبونه  د پښتنو خپل مال دی او د نورو ژبو نه پښتو ته نه دي راغلي، په نړۍ کې ډېرې ژبې د ولسي ادبياتو بډايه برخه لري، چې پښتو ژبه هم ترې کمه نه ده.

د الفت شعري کليات د شکلي جوړښت له مخې د ولسـي ادبياتو (منظوم داستان) بېلګې هم لري.

داستان کيسې، افسانې، حکايت او سرګذشت ته وايي، په داستانونو کې منظوم داستانونه او منثور داستانونه موجود دي، چې منثورو داستانونو ته بيا (تکل) وايي.

د الفت داستاني منظومې ويناوې ډېرې خوږې، د هنريت او شعريت درلودونکی او د نورو ژانرونو په ډول يو خاص خوند لري، لکه:

وايي چې يو وخت په کوم لرې ځای کې
يوه ځنګله کې يو ښامار اوسېده
چې مسلط په يو اولس باندې و
له دهشتونو هيبتونو سره
په هره ورځ به يوه سره ډولۍ کې
يو ښايسته پېغله د خلکو له خوا
ده ته پېشکش وړاندې کېدله مدام
له افسوسونو حسـرتونو سره
ډېرې ښايسته جونې قربانې شولې
په لوڼو ډېرې ميندې وژړېدې
د يو ښامار د خوشحالۍ دپاره
خاورې ځوانۍ شوې ارمانونو سره
څو چې يوه ورځ به دې لاره باندې
يو غيرتي ننګيالی ځوان تېرېده
د ځنګله خوا کې يې ډولۍ ليده
د انتظار له عذابونو سره
ځوان چې د ظلم دا کيسه واورېده
د يوې پېغلې د سرو شونډو څخه
د غضب اور يې زړه کې تاو پيدا کړ
د شجاعت له غورځنګونو سره
قسم يې وخوړ چې ښامار به وژنم
يا به خپل سر قابانومه دلته
نه ځمه هرڅه که پېښېږي دلته
مرسته کوم له ولسونو سره
ښامار چې راغلې ده په ډېر شهامت
په تېره توره خوله ورڅيرې کړله
د ښامار خوله څيروي هغه چې ځي
د بلا خوله ته جرئتونو سره
د يوه ځوان له برکته ګورئ
يو ولس خلاص شو د ښامار له خولې نه
په يوه سر له لوی ښامار سره جنګ
ښايي د ځوان له همتونو سره
ج

د الفت شعري کليات د منظومو داستانونو ډېرې هنري بېلګې لري، په کلياتوکې (هوښيار او دنيادار، ښکاري باز، د دهقان درس او ويده ګوجر) هم ډېرې ښې ښې بېلګې دي.

لکه څرنګه چې د غني خان او الفت د شعرونو منځپانګېزه خوا سره مشترکات لري او ځینې منفردات هم لري، په همدغه شان د غني او الفت د شعرونو فزیکي او فورمي خوا هم د ختیزې شاعرۍ له ژانرونو هم شکله او هم معنا او د نوې شاعرۍ هم شکله کالبونه لري.

خو په ختیزې شاعرۍ کې ځینې کالبونه د غني په شعرونو کې شته چې د الفت په شعرونو کې نشته او همدارنګه ځینې فورمونه د الفت په شعرونو کې شته خو د غني په شعرونو کې نشته.

په معنایي لحاظ د دواړو پوهانو په شعرونوکې ځینې توپیرونه لیدل کېږي چې هغه د محتوا سره رابطه لري نه د فزیکي جوړښت سره. خو د فزیکي جوړښت له مخې هم د غني او د الفت شعرونه یوله بله سره توپیرلري.

ماخذونه:

۱. الفت، ګل پاچا: (۱۳۴۱) ل ـ ل کال، د زړه وينا: کابل، پښتو ټولنه (خپرندوی).

۲. الفت، ګل پاچا: (۱۳۷۵) ل ـ ل کال، استاد ګل پاچا الفت شعري کليات (لومړی چاپ): د شهرت ننګيال په زيار، پېښور، دانش تخنيکي څانګه (خپرندوی).

۳. الفت، ګل پاچا: (۱۳۷۹) ل ـ ل کال، استاد ګل پاچا الفت شعري کليات (دويم چاپ): د شهرت ننګيال په زيار، پېښور، دانش تخنيکي څانګه (خپرندوی).

۴. الفت، ګل پاچا: (۱۳۸۴) ل ـ ل کال، د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش (دويم چاپ): پېښور، دانش تخنيکي څانګه (خپرندوی).

۵. الفت، ګل پاچا: (۱۳۸۷) ل ـ ل کال، ادبي بحثونه: پېښور، دانش تخنيکي څانګه (خپرندوی).

۶. الفت، ګل پاچا: (۱۳۸۷) ل ـ ل کال، استاد الفت شعري کليات (درېيم چاپ): د شهرت ننګيال په زيار، پېښور، دانش تخنيکي څانګه (خپرندوی).

۷. هاشمي، سيد اصغر (پوهيالی): (۱۳۹۲)ل ـ ل کال، بوللـه له پيله تر خوشاله: ننګرهار، مومند تخنيکي څانګه (خپرندوی).

۸. هاشمي، سيد اصغر (پوهيالی): (۱۳۹۳) ل ـ ل کال، د ادبي دورو ټاکنه: پېښور، دانش تخنيکي څانګه (خپرندوی).

۹. هاشمي، سيد اصغر (پوهيالی): (۱۳۹۳) ل ـ ل کال، د پښتو نظم تاريخ (لومړۍ او دويمه دوره): ننګرهار، مومند تخنيکي څانګه (خپرندوی).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *