افتخاراحمد همدرد

د یو څیړونکي په توګه د خلکو د مرستو پرته مونږ نشو کولای خپل پروژه په بریالیتوب سرته ورسوو. که چیرې د خلکو څخه زمونږ طمعه دا وي، چې دوی دې زمونږ د پروژې په خاطر خپل قیمتي وخت ضایع کړي نو مونږ هم دوی ته د دې کار په بدل کې باید یو څه ومنو.

ډیر خلک مینه لري تر څو مونږ ته د معلوماتو په ورکولو سره ډیر رازونه افشاء کړي، یو څیړونکی تل باید د ګډون کوونکي د معلوماتو د کره کیدلو، حقیقي کیدلو څخه ځان مطمين کړي.

دغه کار ته چې مونږ پکي د برخه والو د معلوماتو کره کیدل (درست بودن) معلوموو اخلاقي څیړنه وایي.

د برخه والو سره په احترام چلند کول

د یو څیړونکي په صفت دا خبره باید په یاد ولرئ، چې ستاسې د څیړنې پروسه د خلکو په شخصي ژوند کې هم داخلییږي. او ځینې هغه کسان چې تاسې سره په ریسرچ کې برخه اخلي کیدای شی د خپل عمر، ټولنیز موقف ، مقام او یا هم کوم بل کمزوۍ له امله زیانمن شي.

که چیرې ستاسې په څیړنه کې ګډونوال ځوان وي نو باید د نوموړي د پلار او یا هم سرپرست د حاضریدو څخه ځان مطمئن کړئ.

که چیرې ګډونوال مریض او یا هم زوړ وي په دې صورت کې تاسې باید د هغی د نماینده (وکیل) څخه معلومات تر لاسته کړئ، په یاد ولرئ چې ستاسې د معلوماتو اخیستلو طریقه په داسې شکل سره نه وي چې د نماینده او برخه وال تر منځ اړیکې خرابې کړي.

ځینې برخه وال به ستاسې په پروژې کې ګډون کول د مکافاتو یوه پروسه وګڼي او ځینې   نور کیدای شي ورته نظر ونه لري.په یاد ولرئ چې ستاسې ریسرچ کله هم بی ځایه هیلې له ځانه سره ونه لري او اضطراب زیږونکي نه وي.

تل هڅه وکړئ تر څو د خلکو په ژوند کې خلل واقع نه شئ او که چیرې تاسې نه په دې اړه څوک ترخه خاطره (تجربه) لري نو دا خبره وڅیړي چې ولی داسې یو عمل واقع شوی او ددی خبرې اطمینئان ورکړئ چې ورته حالت(عمل) به بیا نه واقع کیږي.

کیدای شي کله کله د یو څیړونکي په توګه د ډارونکي او خطرناکو حالاتو سره مخ شئ، نو په یاد ولرئ چې ښه آمادګي او ځاني پوهه به تاسو سره د خطر په کمولو کې مرسته وکړي. که  چیرې بیا هم د ورته حالت سره مخ شوی نو کوښښ وکړئ تر څو په منفی لوری کې د زیات وخت لپاره ونه اوسیږئ، کوښښ وکړئ موضوع ژر تر ژره تحلیل، تجزیه او منعکس کړئ او د خپل غلطیو څخه په زده کړئ حرکت وکړئ.

د معلوماتو نه شریکول / محرمیت

تل هڅه وکړئ برخه والو ته د معلوماتو د نه شریکولو او محرمیت څخه اطمینان ورکړئ، که چیرې د برخه والو د معلوماتو څخه قانوني امتیاز اخیستل کیږي او یا هم د ګډون کوونکي معلومات د محکمې لخوا احضار کیږي نو په دې صورت کې لمړی باید  ګډونوال ته خبر ورکړل شي چې معلومات یې د قانوني مجبوریت په صورت کې محکمې ته سپارل کیږي.

د ښکاره او پټ پلټنې پیژندنه

ښکاره پلټنه د عامو خلکو پر وړاندی خلاصه ده، هر شخص په دی پوهیږي چې پلټونکي څوک دي او څه کول غواړي.

پټ پلټنه دی ته وايي چې پلټنه په پټه ترسره کیږي ، هیڅوک په دې نه پوهیږي چې ته یو څیړونکی یي او څه کول غواړئ.

زما په اند پټ پلټنې باید کم ترسره شي ـ ځکه ډیر ژورنالستان او تلویزیوني څیرې شته چې ورته موضوعات برسیره کړي.

پټه پلټنه:

څیړونکي دا ډول پلټني پخوا ځکه تصدیقول چې د دوی په اند دا یواځنی لاره وه تر څو د یو سازمان یا ادارې په اړه پوهه تر لاسه شي ځکه چې بغیر له دې کار څخه پلټونکي ته د تحقیق اجازه نه ورکول کیده.دا ډول ریسرچ معمولآ د مذهبي فرقو او ځوانانو په منځ کې ترسره کیده، که څه هم دغه ډول ریسرچ پلټونکي او هغه خلکو سره چې دې اړیکي لري د هغوي د شخصي خوندیتوب لپاره خطرناکه واقع کیدلی شي.

دغه ډول پلټنه کولای شي پلټنې ته یو بد نوم هم وروبښي ، او په راتلونکي کې کوم کسان چې ددې پروژې د پلټنې کار ګوري ممکن شکمن شي او ونه غواړي تر څو په راتلونکي کې زمونږ سره په تحقیق کې برخه واخلي.

ښکاره پلټنه:

زه په دی نظر یم چې څیړونکي باید ووایي چې دوی څوک دي او څه کول غواړي، وروسته له دې کار څخه خلک کولای شی پریکړه وکړي تر څو د یادې پروژې په تحقیق کې برخه واخلي او یا هم نه، ځکه هیڅوک مونږ ته یو کار په زور او یا هم تحمیلي شکل سره نه کوي، که چیرې د یوې پلټنې په جریان کې یو څوک د خپل آمر او یا هم کوم بل مقام لخوا مجبور شي، ترڅو زمونږ د پروژې په پلټنه کې برخه واخلي نو ډیر ژر به لاس ته راوړئ چې دوی نه غواړي په دغه تحقیق کې برخه واخلي او که معلومات هم ورکړي نو غلط معلومات به ورکړي او یا هم داسې یو کار به وکړي چې د معلوماتو د ټولولو پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.

د دوی په دې کار سره څوک کولای شي دوی پړ(ملامته) کړي؟ که تاسې هم د دوی پر ځای وای چې نه مو غوښتل معلومات شریک کړئ او مجبور شوی یاست تر څو دا کار وکړئ نو ایا تاسې به هم ورته کار نه کول؟

ځان پیژنده (معرفت)

که چیرې تاسې د بل چا نه غواړئ تر څو ستاسې څیړنې ته ګډونوال پیدا کړي نو ځان مطمیئن کړئ چې نوموړی په دې پوهیږي: چې تاسې څوک یاست، څه کول غواړئ، او دغه معلومات تر هر چا پوری رسیدلی شي.

ددی کار د کولو لپاره تر ټولو آسانه لار داده چې تاسې لیف لیټونه جوړ کړئ او دغه لیف لیټونه باید هر شخص ته چې ستاسې پروژې ته د معلوماتو ورکولو سره علاقه لري ورکړل شي ، تر څو ستاسې د څیړنې په باره کې معلومات تر لاسه کړي. په یو لیف لیټ) نشریه) کې لاندی موارد باید ذکر شوی وي:

  • د ځان په اړه بشپړ معلومات ( محصل ، پوهنځي، وظیفه ، پوسټ)
  • د ادارې په اړه معلومات ورکول کوم سره چې کار کوي او یا هم پکي په زده کړو بوخت یي.
  • د ریسرچ ( پلټنې) په باره کې معلومات ورکول چې د چا لخوا فنډ کیږي.
  • د خپلې پروژې د موضوع او اهدافو په باره کې معلومات
  • د پلټنې د راتلونکي پایلو په اړه معلومات

ژباړه: افتخار احمد همدرد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *